د مباشرت يا له خپلې بي بي سره د يو ځايوالي آداب

لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب پر يوه ځل سره ټولی دجاهليت دوخت بې شرمۍ له مينځه يوړې  دهغه پر ځاي يې په ټولنه کې يوازي اسلامې نکاح منځ ته راوړه .

څنګه چه د ټولنی پر سطحه دنکاح سپيڅلی سنت طريقه شوه   همدارنګه دنکاح په منځ کې د بستری يا کورواله لپاره هم آداب شته چه ددغه آدابو ياد ساتل د هر مسلمان لپاره ضرور دی .

د مباشرت آداب :

۱– دلومړی ځل لپاره چه کله ناويې له خپل خاوند سره يوځای کيږي سنت طريقه داده چه اول د خپلی بی بی د تندی ويښتان ونيسی بسم الله ووايي بيا دا دوعا ووايي:

الهم انی اسلک خيرها وخيرما جبلتهاعليه واغوبک من شرها وشرماجبلتها عليه ((ای خدايه زه له تا څخه خير ددغه ښځی غواړم ، په عاداتو دهغه له تا نه د خير سوال کوم اوله شره دهغه پناه غواړم )) .

۲- دجماع دشروع کيدلو په وخت کې بسم الله ويل ضرور دي چه ډير ذيات برکات لري يا دا دعا ويل الهم جنبنا الشيطن و جنب الشيطن ما رزقتنا (( ای خدايه مونږ د شيطان له شره لری وساتی او شيطان زما له آل اولاد نه لری کړی ،چه تا زمونږ په نصيب کې ليکلی وي )) .

۳- دکورواله په وخت کې بايد سړی ځان لوڅ نه کړی يوه پرده پر ځان واچوي . اوخپل انسانی کرامت وساتي .

حضرت محمد (ص) فرمايي : دحيوان په څير ځان مه لوڅوی .

۴- دحيض ( ماهوار دوينی جريان )او نفاس (دولادت وينی ) په جريان کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګۍ يا زخم دی چه پر دغه ورځو کې ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوي چه درد او تکليف هم ورسره وي ،نوپدی وخت کې يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .

همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکی وينی جريان لري اودغه وخت هم ښځی سخت مرګونی دردونه تيرکړی وي چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوي .

الهی لارښوونه :

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).

(( پوښتنه کوي له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).

نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل رواه دی ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي .

بلکی داحترام او قدر په سترګه ورته وکتل شي ځکه هغه د خدای ج د يو بشر دتولد لپاره سختی قربانی ورکړی وي او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيی مخکنی تياری وي .

۵- دخپلی بی بی سره دشاه په طرف يوځايوالی سخته کناه ده .

بې حده لويه بې شرمی ده چه په حيواناتو کې هم داسې کار وجود نلری

ددی ګناه په خطرناکو پايلو ټول ښه پوهيږی چه د لوط (ع) قوم څنګه تباه شو .

پدی اړه حضرت محمد(ص) فرمايی : هغه کس ملعون يا لعنتی دی چه له خپلی ښځی سره د شاه (مخرج مواد غايطه ) په طرف کې جماع وکړي (رواه  ابوداود ،احمد ) .

۶- دخپلی بی بی سره مباشرت يو راز دی چه ددی راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بې ننګی ده .

دحضرت ابوسعيدالخدری (رض) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايی : چه دقيامت په ورځ به دالله تعالی په مخکې هغه سړی بدترين درجه کې وي چه د ښځی سره جماع کولو نه پس دهغی راز ښکاره کوي (رواه مسلم ).

مأخذ:آنلاین اسلامي لارښود

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب