د مبایل په اړه شرعي هدایات او آداب

لاندې کارونه مه کوئ ناروا دي:

۱ـ د زنګ په وخت کې هلو هلو Hillo ویل مه کوئ ځکه دا د انګریزي او اجنبي فرهنګ برخه ده، بلکې د دی پر ځای «السلام علیکم …» الفاظ ووایئ!.

۲ـ د مبايل په شیشه دیني لیکنه چې پرې ښکاره کېږي مه پرېږدۍ ځکه که لیټرین ته ځئ نو بیا خو يې نه شئ وړی.

۳ـ د زنګ لپاره پرې تلاوت ثبت کول بې ادبي او ناروا کار دی.

۴ـ د زنګ لپاره د موسيقۍ ساز سرود مه پرېږدئ. ساده زنګ، یا شعر یا نظم باک نه لري.

۵ـ په لمونځ کې مبایل په یو لاس بندولی شئ، خو د جیب څخه راویستل بیا ورته کتل مه کوئ ځکه دا عمل کثیر دی، لمونځ پرې فاسدېږي.

۶ـ د مبایل په شیشه د ذي روح تصویر مه پرېږدئ ، ګناه ده.

۷ـ په بدل نمبر چاته زنګونه یا اخطارونه، یا مسیجونه لېږل ناروا دي.

دا لاندې درې نصیحتونه هم مه هېروئ!

۸ـ کوشش وکړئ زنانه او ماشومانو ته مبایل مه ورکوئ خصوصا ځوانو جینکو ته چې د اخلاقي فساد ذریعه ګرځي.

۹ـ چې چاته زنګ وهئ نو د سلام څخه بعد به ته ځان معرفي کوې، هغه ته به نه وایي چې ته څوک یې؟ ځکه زنګ تا وهلی که هغه ستا معرفت وغواړي حقدار دی.

۱۰ـ پټ رازونه اسناد او اسرار په مبایلونو کې مه ساتئ ځکه د افشاء خطر لري.

۱۱ـ پټ راز او خصوصي خبره د مبایل په ذریعه مه کوئ. ځکه کېدلی شي مقابل جانب د ثبت بټن وهلې وي او په تا اسناد جوړ کړي.

والسلام عليکم …

ليکنه: شيخ ضياء الله حکيمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب