د «مثبت فکر» په لور

د نېکمرغي راز په مثبت فکر خپلولو کې نغښتی ده، د مثبت فکر په خپلولو سره کولی شو موږ پخپلو کې خوږ، ښایسته او ارام ژوند سره وکړو، او د مثبت فکر په خپلولو سره موږ کولی شو خپل ژوند ګټور، مترقي او د نورو د ښمر وړ وګرځوو، د دې ستر هدف ترلاسه کولو له پاره زموږ ټولنه فکري ویښتیا ته سخته اړتیا لري، موږ فعلاً د سلبي او انتقامي فکر په لمبو کې راګیر یو د مثبت او ایجابي فکر لورته د وتلو له پاره باید په خلکو کې ځیني داسې افکار وشندو چې هغه د منفي فکر تاداوونه ولړزوي، د مثبت فکر لاره روښانه کړي او خپل هدف ته مو ورسوي، دا افکار باید لنډ، شمیرلي او اغېزمن وي، څو یې دلته را اخلم او تاسو کولی شئ نور هم ورزیات کړئ او بیا دا ټول یوځای هر چا ته د هري وسیلې له لاري ورسوئ.
1) زه “ته” نه یم.
2) ضروري نه ده په کوم شي چې ته قناعت کوې زه دي هم په هغه قانع شم .
3) ضروري نه ده چې ته دي د مختلفو شیانو په اړه زما غوندي نظر ولرې.
4) په ژوند کې اختلاف طبیعي شی ده.
5) محال او ناشونې ده چې د یو چا هر نظر دي 100%کې سم او کره وي.
6) په دې موخه د خلکو پیژندل چې له هغوی ساره په مثبته توګه ژوند وکړل شي نه د دې له پاره چې په هغوی کې تغیر راوستل شي.
7) په فکر او نظر کې د خلکو مخالفتونه ایجابي او د تکامل په لور مرسته کوونکی شی دی.
8) داسې کارونه شته چې د هغو د ترسره کولو وړتیا زه نه لرم او ته یې لرې.
9) پېښي د خلکو په نظرونو کې تغیر راولي.
10) د یو چا پیژندل او په خبرو یې پوهیدل دا معنا نه لري چې د هغه په خبرو هم قناعت لري.
11) داسې شیان چې ستا له پاره فکري زور او تکلیف رامنځته کوي ضروري نه ده چې هماغه شیان دي ما هم په تکلیف او وزوروي.
12) بحث، نقاش او په یوه موضوع د پوهاوي په نیت خبري کول د یوه بل د نظر معلومولو، حق ته رسیدلو او ګډ ژوند کولو له پاره وي نه د دې له پاره چې یو بل پخپل فکر قانع کړو او په هغه خپل نظر وتپو.
13) لطفاً زما سره مرسته وکړه څو زما رایه واضحه او روښانه شي.
14) هیله کوم زما الفاظو ته مه ګوره زما په مطلب او موخه ځان پوهه کړه.
15) لطفاَ د یوې جملې، تېریدونکي پیښي او یا کوم عارضي چلند او سلوک په رڼا کې زما په اړه پرېکړه مهث کوه.
16) هیله کوم ما زما په وختي ښویېدنو او کمو تېروتنو مه نیسه.
17) هیله کوم زما له پاره ځان ښوونکی او استاد مه ګرځوه.
18) لطفاً زما سره مرسته وکړه چې ستا په خبره او نظر ځان پوه کړم.
19) زه چې څه ډول یم په همدې توګه ما ومنه څو تا هم ومنم.
20) انسان له هغه چا سره کړه وړه کوي چې هغه له ده نه مختلف وي.
21) لوحې ته مختلف او ګڼ شمیر رنګونه ښکلا او ځلا ورکوي.
22) له خلکو نه چې د ځان له پاره څه ډول چلند غواړې له دوی سره هماغه ډول چلند غوره کړه.
23) ستا دواړه لاسونه ځکه ښه کار کوي چې د دواړو په کار او وړتیا کې توپیر ده.
24) د دوه اړخیزو اړیکو په پایله کې ژوند وده او پرمخیون کوي.
25) باید پوه شې چې ته د ژوند د قصیدې یو بند یې.
26) د هري لوبي له پاره دوه مخالفي ډلي ضروري دي او کنه لوبه نه شي کیدلی.
27) اختلاف د استقلال او د نورو په منځ کې د ځانګړي مقام ترلاسه کولو ضامن ده.
28) ستا زوی ځانګړی شخصیت دی، ستا زوی ته نه دی او ستا د اولاد زمانه ستا زمانه نه ده.
29) ستا میرمن / میړه ستا مقابل لوری ده لکه یو لاس د بل مقابل ده.
30) ټول خلک په یوه فکر کول او د ټولو یو ډول چلند خپلول؛ د نوښت او ودي وژل دي.

حامد افغان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب