د مجلې خبریالۍ اړتیا او ارزښت

مجلاتي خبریالي په بنسټیزه توګه لوستوالو ته مالومات او تفریح ورکوي،ځینې رسالې داسې توکي خپروي ،چې نالوستي او کم لوستي کسان هم ترې ګټه اخستلای شي. ډېری رسالې لیکنې،تبصرې، سیمه ییز راپورتاژونه،د غونډو ګزارشونه،خبرې اترې او مرکې خپروي.

د مجلې لوستونکي د ټولنې په مختلفو طبقو پورې تړاو لري.

هر څوک مینه لري چې د مطالعې په مټ پر خپله مالوماتي او علمي پانګه زیاتونه وکوي، اوسنی عصر چې د بوختیا عصر هم باله شي،خلک خوښوي چې د فرصت پر مهال جالب او په زړه پورې توکي ولولي چې یوازې مجلاتي خبریالۍ د دوی دا اړتیا ور پوره کولای شي. که څه هم د راډیو،تلویزیون او  ان لاین ژورنالیزم ورځ په ورځ د پرمختیا په حال کې دی او اهمیت یې مخ په ډېریدو دی؛خو د مجلې ژورنالیزم خپل ارزښت پر خپل ځای ساتلی دی.

د نړۍ معتبرې ورځپاڼې په اونۍ کې یو ځل، دوه ځله او ان تر دې هم ډېر له ورځپاڼو سره یو ځای په رنګه مخونو کې ځانګړې مجله هم را باسي؛لکه (Sunday Magazine)، (د مبارکې جمعې مجله) او … چې ډېری لوستوال یې خوښوي او آن د اسنادو په توګه یې په شخصي او دولتي ارشیفونو کې هم خوندي کوي.

د مجلاتي خبریالۍ یو ستره ځانګړنه انځوریزه خبریالي ده. د  پلټنو پر بنسټ ثابته شوې ،چې هر لوستوال د ساده ورځپاڼو او مجلو په نسبت رنګه هغه ډېر خوښوي آن که یې بیه هم پرې ډېره ځي.

د مشتریانو او مینه والو همدې مطالبې ته په پام سره د مجلو ادارې تل لټه کوي؛څو خپلې مجلې په غوره علمي محتوا سربېره ، په ښه او غوره ډیزاین،ښکلا،کیفیت او صحافت (جلد سازي) سره بازار او لوستونکیو عرضه کړي.نو ځکه دوی اړ دي چې د خپلو مینه والو د لا ډېرښت، نه ستومانتیا او نه ستړیا له پاره د مجلې د ظاهرې بڼې د ځلولو لپاره له جالبو او موضوع سره اړوند انځورونه چاپ کاندي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب