د مجلې ډولونه او دندې

د مجلې ډولونه:

د مجلو ویش په دوه ډوله کېدای شي :

۱- د وخت او مودې له پلوه او ۲- د محتویاتو او موادو له پلوه.

د وخت له پلوه د مجلو وېش :

د وخت له پلوه په اته ډوله ویشلای شو :
۱- اوونیزه
۲- پنځلس ورځنۍ
۳- میاشتنۍ
۴- دوې میاشتنۍ
۵- درې میاشتنۍ
۶- شپږ میاشتنۍ
۷- کلنۍ
۸- مهالنۍ یا غیر منظمه

د مجلو لپاره اکثره لیکنې پر دې ولاړي وي چې له څومره مودې وروسته مجله خپرېږي.که چېري مجله اوونیزه وي ؛نو خبري توکو ته پکې ځای ورکول کېږي؛خو دغه خبري توکي له اخبار سره توپیر لري .یعني دغه لیکنې د ورځپاڼې د لیکنو په پرتله په ځېر او تفصیل سره لیکل کېږي او د خبر یا موضوع ټولو اړخونو ته کتنه کوي،خو که چېري خپرونه میاشتنۍ وي نو خبري توکیو ته پکې دومره ارزښت نه ورکول کېږي ، په دې چې د یوې میاشتي وروسته خبل خپل خبري ارزښت له لاسه ورکوي او د مینه والو له پامه لوېږي.

your ads

د موادو یا محتویاتو له پلوه د مجلو وېش :

د محتویاتو او موادو له پلوه مجله په دوو عمومي ډلو وېشل کېږي :

لومړی – عمومي
دوهم – ځانګړی ډول

لومړی ځل چې کله مجلې خپرې شوې نو دا عمومي وې او په دغو مجلو کي په عین وخت کې مذهبي، تجارتي،ساینسي او داسې نورو  موضوعاتو ته پکې ځای ورکول کېده. خو وروسته کله چې د چاپ او نورو چارو کې پر مختګ وشو نو د مجلو کې هم بېلتون او ډلبندۍ را منځته شوه او په ځانګړو ډولو ووېشل شوې ،البته دغه وېش هرې ټولنې د خپلو غوښتنو او اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په پام سره وکړ.

د عامه اړیکو یا ماس کمیونکېشن د کتاب لیکوال وارنټ اګي (Warrant-Agee) په خبره چې،که څه هم ټولې مجلې او خپرونې د یو ډول ستونزو سره لاس و ګریوان دي لکه د چاپ،اوډون،سمون او د توزیع او وېشلو ستونزې او همدا شان نږدې د ټولو مقالې او اعلانونه هم سره ورته دي ؛خو د موادو او نورو لیکنو له پلوه یو له بله توپیر لري چې د موادو له پلوه د لاندنیو لیک ډلو په کتار کې راځي:

عمومي یا د کورنیو لپاره مجلې، خبري مجلې،د لوړي سویې (کچې) د لیکنو مجلې،د فکر او نظریو مجلې،د ښځو لپاره ځانګړي مجلې،د عام ولس (انفرادي ) مجلې د جمعې یا یکشنبې اضافي ګڼې یا مجلې .

د موضوع له مخې د رسالو وېش لوستوالو ته اسانتیاوې برابروي.

د محتوا یا موضوع له مخې مجله او رساله په ګڼو موضوعاتو خپرونې کوي.

ډېری مجلې مسلکي وي او مسلکي موضوعاتو باندي ډېر تمرکز کوي. د ساري په توګه د سیاست،ادب،نړیوالو پېښو، زده کړي،لوبې ،پخلی،اقتصاد ،مېرمنو ، ساینس،طب،ځمکپوهنې،هنر او یو شمېر نورو مسلکونو په اړه مجلې او رسالې خپریږي.

۱ـ دیني- فکري مجلې (Religious /Theoretical Magazine) :

دیني‌- فکري مکتبونه او مذهبي کړۍ د خپلو دریځونو او مسلکونو د دودېدا لپاره ځانګړې مجلې او خپروني لري. د دغو مجلو منځپانګه په دیني لیکنو،فقهي ښوونو،لارښوونو او علمي فکري توکیو سره بشپړیږي. همداراز د لوستونکو لیکونو او پوښتنو ته ځوابونه هم وایي. (لکه : آذان،مشال،شهامت (دارلافتاء)،ندای حق او …)

۲ـ  ټولنیزي مجلې(Social Magazine) :

په دغو مجلو کې دټولیز زړه راښکون توکي خپریږي . دغه مجلې پر ځانګړو سکالوګانو ډډه نه کوي . مذهب ،ادب ،غونډې ،
سیاست ،لوبې،هنر اونور یې دمنځپانګې بنسټ جوړوي .په دغو مجلو کې دټولنې دهر پاټکي ذوق او لیوالتیا په پام کې
نیول کیږي .(خلافت، عزم، توکل،څرک اونورې يې غوره بیلګې بللای شو)

۳ـ علمي او څیړنیزې مجلې :
دغه مجلې زیاتره پر علمي او څیړنیزو مسالو غږ یږي .د نړۍ ډېر علمي او څېړنیزي مجلې د تګلارو له مخې سره ورته دي. په دغو مجلو کي د ښکلا او سینګار پر ځای پر منځپانګه (محتوا) ټینګار کېږي. (لکه د امارت د واکمنۍ پر مهال آریانا مجله، کابل مجله، کتاب مجله، کندهار مجله، ننګرهار مجله او …)

۴- ښوونیزي-تعلیمي مجلې (Educational Magazine) :
بیلابېلي مدرسې،لیسې او پوهنتونوه د خپلو کالنیو چارو او هلو ځلو د څرګندولو لپاره کالنۍ مجلې یا رسالې خپروي. په دغو خپرونو کې د لیسو او پوهنتونونو د زده کوونکو او استادانو لیکنې او انځورونه خپريږي. د ډطری ښوونیزو مجلو کار کوونکي هم پخپله زده کوونکي وي او ځينې استادان یې لارښوونه په غاړه اخلي.
(لکه  : د کابل پوهنتون مجله، د کندهار پوهنتون مجله، په پاکستان کي د کراچۍ دارالعلوم مجله (البلاغ) او …)

۵- ادبي مجلې (Literary Magazine):
په دغو مجلو کي ادبي څېړني ،پنځوني (لکه لنډه کیسه،شعر،ادبي ټوټه او…) بېلابیلي لیکنې،شعرونه، کره کتني او نور توکي خپریږي. د ادب مینه وال، شاعران او لیکوال له دغسې خپرونو سره ډېره دلچسپي ښيې. (لکه : الفت، سپيدې، ګندارا، داستانونه، پښتو کیسه ډایجسټ او … یې غوره بېلګي دي.)

۶- خبري مجلې  (News Magazine):
دغه مجلې زیاتره دخبرونو سپړونکي توکي خپروي،اکثره یې او نیزه بڼه لري، یعنې په اونۍ کې یوځل خپریږي . خبري مجلې له خبرونو سره په تړاو بیلابیلې لیکنې او زړه راښکونکي مطالب خپروي .دا چې زیاتره سیاسي توکي خپروي ،ځکه خو یې سیاسي مجلې هم بولي.
(غوره بیلګې یې د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون تر اشراف لاندي ضمیر،الهام، مورچل  او نورې  دي.)

۷- ښځینه مجلې (Women’s Magazine) :
ځینې مجلې یوازې د ښځو او مېرمنو لپاره خپروني کوي. په دغو خپرونو کي ډېری ښځېنه مطالب لکه مور او ماشوم، روغتیا،تدبیر منزل،پخلی او نور خپریږي. له بده مرغه زموږ ارزښتونو ته ژمنو رسنیو دې برخي ته ګرسره هېڅ یا ډېر لږ پام اړولی او زموږ دښمنانو په تېره غرب له دې لارې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کافي ډېر کار کړی. د ساري په توګه په کابل کې د اشغالګرو تر مستقیم تمویل لاندې خپرېدونکي روز،مرسل،زن او نورې مجلې که موږ وګورو کاملاً زموږ له لوړو اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې دي. دوی د ښځو نیمه بربنډ عکسونه ،سینمایې څېرې او نور مبتذل توکي پکي خپروي. (ګودر او ملالۍ نسبتاً ښځينه مجلې بللای شو)

۸- د ماشومانو مجلې (Children Magazine)‌:

په دغو مجلو کي د ماشومانو لپاره مطالب خپریږي. ټوکي-ټکالي،غوره ویناوي،په زړه پورې او حیرانونکي معلومات، جالبي کیسې او د ذهني ودې لپاره بوختونکي او تفریحي توکي . په نوره نړۍ کي دې برخې ته خورا ډېر کار کېږي او ماشومانو هم ورسره خورا دلچسپي لري.
(په افغانستان کې د ماشومانو لپاره تر ټولو لومړنۍ خپرونه سراج الاطفال نومېږي چې له سراج الاخبار سره يو ځای خپرېده، مصور او …)

۹- ورزشي مجلې (Sports Magazine) :
ورزشي‌خپروني د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي مینه وال او لوستونکي لري. په دغو مجلو کي د بېلابېلو لوبو په اړه لیکني، تبصرې، شننې، خبرونه او مرکې خپریږي.د لوبو مینه وال یې په ډېره مینه او لیوالتیا لولي.
(لکه لوبه او یاران سپورټي مجلې يې په هېواد کي اوسنۍ بېلګي دي.)

۱۰ – طنزیه مجلې :
زموږ په معاصرو ادبیاتو کي نن سبا طنز هم د یوه بېل او جلا ژانر بڼه خپله کړې ده. له طنز سره د ټولني بېلابېل قشرونه او پاټکي مینه ساتي . دا چي د طنز جوله عموماً انتقادي وي؛نو ډېری مهال دغسې مجلې بې نوم و نښانه خپریږي؛ خو په هغو ټولنو کي چې مطبوعاتو ته نسبي او تر ځینو عمومي چوکاټونو لاندي آزادي او اجازه شته، هلته معلوم ادرس او کاري ټیم لري.
( په هېواد کي د پښتو طنزيه خپرونو غوره بېلګي ښایې ښاخۍ او غومبسه وي.)

۱۱- مسلکي خپروني (Professional Magazine) :
د عمومي خپرونو ترڅنګ ځينې ادارې د مسلک په پام کي نیولو سره څانګیزي او مسلکي خپروني کوي. دغه خپروني په طب، روغتیا،ښوونې –روزني،کرني او نورو څانګو پورې تړل کېږي.
(غوره یې د ځينو وزارتونو خپروني دي. لکه : د کرني وزارت (کرهڼه)، د مالیې وزارت (ثروت) او …)

۱۲- تشهیري او تبلیغاتي مجلې :
ځینې ادارې،سوداګریز شرکتونهاو بنسټونه د خپل شهرت او مشهورتیا لپاره ځانګړې رسالې او خپروني لري ، عموماً یې په خلکو وړیا ویشي.
دا ډول خپروني یوازې تبلیغاتي بڼه لري او هېڅ علمي،ادبي ،ارشیفي او ژورنالیستیکي ارزښت نلري.
(لکه : په هېواد کي د امریکایې او بهرنیو ځواکونو اړوند خپروني د آزادۍ غږ، سولې غږ او …)

۱۳- تاریخي- فلسفي مجلې :
لکه نومه یې چې بریښي،دا ډول مجلې په خپلو پاڼو کې یا یوازې تاریخي فلسفي مطالب ګډ خپروي او یا تاریخي مجله د تاریخي او فلسفي مجله د فلسفي مطالبو خپراوي ته ځانګړې شوي وي.
(پرون،روهي او … یې غوره بېلګي دي.)

تر دې ځایه راسره د مجلو په ځانګړیو ډولونو او وېش وپوهېدئ. په بله ګڼه کې به د مجلو د مطالبو او موادو پر سرچېنو، له ورځپاڼي سره پر توپیرونو ، اداري او تشکیلاتي جوړښت او ځينو نورو مهمو ټکیو لنډه رڼا واچوو.

د مجلې دندې:

مجله د خپلو لوستونکیو لپاره لاندي دندې ترسره کوي:
* تفریح ورکول.
* د معلوماتو ارائه کول.
* د عامه ذهنیت غوړول.
* د لوستونکیو را جلبول.
* په ټولنه کي مثبت بدلون راوستل.
* خلکو ته سواد ښودل.
* د تبصرو خپرول.
* اعلانات خپرول.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب