د مجلې کارکوونکي او د هغوی دندې

د مجلې کارکوونکي او د هغوی دندې :

د نوې خبریالي نومي کتاب لیکوال ښاغلی ریاض ثاقب د مجلې د کارکوونکو او د هغوی د دندو په اړه کاږي : د مجلې کار کوونکي په مجموعي ډول په دوو برخو وېشل کېږي، یو د مجلې کاري څانګه ده ،، بله د مجلې اداري څانګه.

الف- کاري څانګه:

د کاري څانګي مشر مدیر یا ایډیټر دی، چي د مشر ايډیټر تر څار او لارښووني لاندي وي.په مجله کي خپرېدونکي توکي چمتوالی ،اوډون او سمون،کمپوز،کاپي جوړاوی ټول د ایډیټر تر څار لاندي تر سره کېږي.

په ډیری مجلو کي د ایډیټر ترڅنګ ،مرستیال ایډيټر او مصصحان هم د مجلې پر بشپړتیایي چارو بوخت وي. دغه کسان د موادو په چمتو کولو ، ایډيټ او لیکنو کي برخه اخلی. د پروف لوستني،کمپیوټر او هنر څانګي هم د ایډيټر تر لاس لاندي وي.

د کاري څانګي ارزښت په دې کي دی ،چي د مجلې ټولي مهمي چاري او خپرنیز پړاوونه د دوی په لاس کي وي. د مجلې څرنګوالی او معیار د هغې له منځپانګي او خپرو شویو توکیو څرګندېږي. کاري څانګه اړه ده چي د مجلې د زړه راښکون او معیاري تابه لپاره هلي ځلي وکوي.

ب- اداري څانګه :

د مجلې په اداري څانګه کي مدیریت،د اشتهارونو، تیراژ او مالي چارو برخي کار کوي. اداري چارواکي د مجلې د کار کوونکیو اړتیا او غوښتنو ته ځوابونه وايي.ټرانسپورټي چاري، مېز،څوکۍ،لیکنيز توکي،قلم،کاغذ، اوبه ، بريښنا،د کمپيوټرونو ستونزي ،ځای او نور اړوند څېزونه سمبالوي.

د کار کوونکیو ګومارنه او نوري چاري هم له همدې لارې ترسره کېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب