د محرم الحرام په اړه اړینې لارښوونې

د مسلمانانو په اند دا میاشت د ډېر احترام، عظمت او فضیلت والا ده ــ د محرم اصل معنی ده محترم، معظم او مقدس ــ په عامه توګه داسې خیال کیږي چې دغې میاشت ته فضیلت د حضرت حسین رضی الله عنه  د شهادت له وجهې سره ده ــ  دا بلکل غلطه خبره ده ددې میاشتې فضیلت  د اسلام له ظهور څخه ډېر وړاندې هم شتون درلود ــ کله چې جناب رسول الله  صلی الله علیه وسلم مدېنې منورې ته تشریف راوړ نو یې وکتل چې یهود په دغه ورځ روژه نیسي ــ نو هغه مبارک وفرمایل چې تاسو ولې روژه نیسئ؟ هغوی وویل چې دا ډېره ښه ورځ ده او په دغه ورځ الله  تعالی بني اسرائیل د فرعون له عذابه وساتل، نو حضرت موسی علیه السلام د دغې ورځې روژه ونیوله کله چې حضور صلی الله علیه وسلم  داخبره واورېده نو هغه وویل چې زه ستاسو په نسبت دحضرت موسی علیه السلام د موافقت ډېر حقدار یم بیایې خپله هم روژه ونیوله او اصحابو ته یې هم  د روژې نیولو حکم ورکړ چې روژه ونیسي ــ  په صحیح مسلم کې له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی  چې د رمضان څخه وروسته غوره روژه  د محرم ده او فرض مونځونو څخه وروسته غوره لمونځ  دتهجد ده ــ او دایې هم ارشاد وفرمایه چې موږ هم په لسم  د محرم روژه نیسو او یهود یې هم نیسي او دې سره مشابهت پیداکیږي له هغوی سره، لدې کبله هغه مبارک وویل چې که راتلونکي کال کې ژوندی ووم نو یوازې د عاشورا روژه نه بلکه دې سره به یوه بله ورځ هم روژه نیسم لکه نهم د محرم یا یوولسم د محرم به روژه نیسم ترڅو له یهودو سره مشابهت ختم شي ــ همداسې اصحاب کرامو به هم همداسې عمل کاوه او لسم د محرم سره به یې یا نهم د محرم یا یوولسم د محرم روژه نیوله او دې ته یې مستحب عمل ویل او هغه چې یوازې د عاشورا د ورځې روژه ده دا ارشاد یې مکروه تنزیهي او خلاف داولٰی ونوموه ــ امام بیهقي یو حدیث بیان کړي چې جناب رسول الله  صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کوم کس چې د عاشورا په ورځ خپل اهل او عیال باندې پراخي راولي نو حق  تعالی به ده ته د ټول کال لپاره پراخه روزي عطا کړي ــ  ځینې خلک د عاشورا په ورځ ماتم کوي او د غم او افسوس اظهار کوي دا ګناه ده او اسلام موږ ته د صبر او استقامت تعلیم راکوي او داسې په زور او زېر سره ژړل، سینه څیرې کول یا سینه وهل یا ځان په ځنځیرو باندې وهل او وینې کول داټول کارونه داسلامی تعلیماتو څخه ډېر لرې دي او د اسلام حکم دا دی، چې د مرګ څخه درې ورځې وروسته باید د غم اظهار ونشي او نه باید کوم ماتم  ترسره شي البته د ښځې لپاره چې خاوند یې مړ شي هغې ته تر څلورو میاشتو پورې د ماتم ترسره کول ضروری دي هغه هم په اسلامی چوکاټ کې ــ د میړه څخه علاوه که بل څوک وي لکه پلار، ورور، یا ځوی وي نو له دریو ورځو څخه ډېر ماتم او غم کول منع دي.

ځینې خلک د سیدنا حضرت حسین رضی الله عنه په شهادت باندې ویر کوي ښې ښې جامې نه اغونځي خپلې ښځې ته نږدې نه ورځي کټونه سرچپه کوي او داسې نور بدعات ترسره کوي حالانکه  د حضرت حسین رضی الله عنه   د شهادت  نږدې څوارلس سوه کاله کیږي  او دا ټولې خبرې له دین څخه د ناوافقیت او نابلدتیا له کبله دي الله  تعالی دې موږ ټول په سمه لار روان کړي ــ کله چې هغه شهید شو غم هم هغه وخت ډېر سخت وه ټول عمر غم کول دا کار په هېڅ وجه شرعي او حلال نده ــ د غم غونډې که څه هم د حضرت حسین رضی الله عنه  یا د بل چا وي دا نا جایز دي ځکه چې شریعت کې د صبر حکم ده او د صبر خلاف د غم پیداکول خپله معصیت او ګناه ده ــ خلک راټولول او د حضرت حسین رضی الله عنه  د شهادت بیانول  له روافضو سره مشابهت او داکار حرام ده ــ (فتاوی رشیدیه).

حضرت مولانا مفتی محمد شفیع صاحب رحمه الله وایی:

زموږ ټوله کورنۍ د شهیدانو ده یوازې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه شهید شوی ندی بلکه نور ډېر اصحاب کرام شهیدان شوي او که یوازې موږ د خپلو مشرانو ذکر وکړو نو تر نن وخته پورې د ۳۶۵ څخه ډېر شهیدان شوي.

اویا خو یوازې داحد په غزا کې دولس په بدر کې بیا د حضور صلی الله علیه وسلم او د هغه د رحلت څخه وروسته څومره جنګونه وشول او څومره درانه صحابه شهیدان شول،  حضرت عثمان رضی الله عنه، حضرت عمر رضی الله عنه  ،حضرت علی   رضی الله عنه،حضرت حسن  رضی الله عنه، اوس به دکوم کوم په مړینه یا شهادت باندې ماتم کوو  حقیقت دا ده که موږ په هره ګړۍ کې د یوه شهید ذکر  وکړو نو د شهداوو نومونه به بشپړ نشي ــ داسلام لپاره کومو شهیدانو چې خپل ځانونه په حضورصلی الله علیه وسلم باندې قربان کړل آیا دداسې خلکو په شهادت باندې ویر کول باعث د ګناه دي؟ دا خو اصل کې د حضور  صلی الله علیه وسلم امت ته دا فخر وربښي، چې هغوی شهیدان شول ــ هغوی لوړې درجې حاصلې کړې بریالي شول د خوښي ځای ده چې دوی ځانونه د الله  تعالی په لاره کې نذرانه کړل او تل پاتې ژوند ته یې لاره پرانسته همدا د بهادرو او میړنیو کار ده هغوی د ژوند حق ادا کړ او بیا څنګه قراء، حفاظ، علماء، خلفاء او د هرې درجې خلکو د شهادت خوند وڅکه، رسول پاک صلی الله علیه وسلم څه وکړل، صحابه کرامو څه وکړل همدا دین دی ــ (دمفتی اعظم له ویناوو څخه)

قبروته تلل چې مرګ مو په یاد شي نو داکار باعث د ثواب ده خو دغه کار ته  د ورځو ټاکل لکه محرم اوداسې نور دا سم کار نده ــ  بعضې خلک په لسم د محرم په قبرونو باندې د شنو بوټو ګیډۍ ایږدي او ګمان کوي چې دې سره په مړي باندې عذاب کمیږي یا عذاب يې ختمیږي نو د داسې عمل التزام کې ډېر ورانۍ ده، یو غیر لازم شی لازمول او هغه چې د عذاب لرې کېدلو ګمان کوي نو دا خیال سم نده.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب