د محرم میاشت کې واده كول؟

پوښتنه:

ځینې خلک عقیده لري،چې د محرم په میاشت کې واده کول بد پالي او یا حرام دی، ستاسې له نظره دغه عقیده په دین کې اساس لري؟

ځواب:

دکتور یوسف قرضاوي د مسلمانو عالمانو د نړیوال اتحاد مشر

بسم الله، والحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وبعد:

دغه عقیده او باور په اسلام کې هیڅ اساس نلري، زمونږ په دین کې د محرم میاشت له هغه څلورو محرمو او قدرمنو میاشتو څخه ده چې الله(ج) قدر ورکړی دی، جګړه یې پکې حرامه کړې ده، او ګناه او تیری یې د نورو میاشتو په پرتله په دغه میاشت کې ډیر بد ګڼلی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د درناوي لپاره د الله(ج) میاشت بللې ده، او یوه سړي چې کله د نفلي روژې په اړه ترې نه وپوښتل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل”إن كنت صائما بعد رمضان فصم المحرم فإنه شهر الله، فيه يوم تاب الله على قوم، ويتوب فيه على قوم آخرين”. که له رمضان نه وروسته روژه نیسې نو په محرم کې یې ونیسه چې د الله(ج) میاشت ده، پدې کې داسې ورځ ده چې الله(ج) د یوه قوم توبه پکې قبوله کړې وه او د نورو قومونو توبې هم پکې قبلوي.

ددې میاشتې طبیعیت داسې دی چې باید خلک پکې یوبل ته زیری ورکړي، (خوښي وکړي)، ودونه پکې وکړي، له هغو اوهامو نه ځان خلاص کړي چې په مصر کې د فاطمیانو له غلو او افراط نه په میراث پاتې دي، هغوی له محرم میاشتې نه د ویراو غم میاشت جوړه کړې وه،  ټولې خوښۍ او د ښادۍ مراسم یې پکې بند کړي وو ان پر ودونو یې هم بندیز لګولی وو.

د اسلام له نظره په ټولو میاشتو او ورځو کې واده کول ښه کار دی ځکه چې دا  د اسلام له شعایرو نه یوه شعیره او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو نه یو سنت  دی، چا چې واده وکړ، نیم دین یې پوره کړ، نو خوښي ده هغه چاته چې نیم دین یې پوره شو.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب