د محمد بن قاسم ژوندلیک

محمد بن القاسم الثقفي رحمه الله د سند فاتح او د اسلام په تاریخ کې تر ټولو ځوان او وتلی قائد دی، د ده پلار قاسم د حجاج بن یوسف د تره زوی و، محمد د امیرانو په کورنۍ کې زیږیدلی او روزل شوی و، د ده پلار قاسم او ناسکه تره حجاج د بنوامیه و په واکمني کې ډیر ځواکمن او لوی لوی امیران وو، او تاریخ شاهد ده چې د بنوامیه و په زمانه کې اسلامي لښکرې هرځای پرمخ روانې وې، او خورا زیاتې لاس ته راوړنې او لوی فتوحات یې ترلاسه کړي دي. محمد بن قاسم په داسي وخت کې پیدا او رالوی شو چې هغه وخت به هرځای د جهاد او فتوحاتو خبرې او مجلسونه وو، د واکمنو او امیرانو توجه هم د جهاد دسنګرونو لورته وه اود دوی په مجلسونو کې هم داخبرې تودې وې، نو په داسي ټولنه او د هغو په واکمنه کورنۍ کې د محمد په څیر ځوان اتلان پیدا کیدل ډیره د تعجب خبره نده.

[irp][irp][irp] د موجوده پاکستان سیند ایالت هغه مهال ډیر مشهور هیواد و، چې پلازمینه یې دیبل موجوده کراچۍ وه مؤرخین لیکي چې د عمربن الخطاب رضي الله عنه په زمانه کې لا هڅه شوي وه چې مسلمان لښکر دې هیواد ته مخه کړي خو حالات برابر نشول بالاخر د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک په زمانه کې حجاج بن یوسف د څو اسیرو مسلمانو کورنیو د خلاصون له پاره دې هیواد ته شپږ زره کسیز لښکر تیار کړ او د دې لښکر مشر یې خپل وراره اوولس کلن محمد وټاکه. ټول مؤرخین په اتفاق سره وایې چې هغه کله د سیند دلښکر مشر ټاکل کیدی اوولس کلن و، په سیند کې د ده د فتوحاتو داستان اوږد او داراز د ده د غورو اخلاقو او لوړ سیرت کیسې هم پریمانه دي.

کله چې ولید بن عبدالملک مړ شو او په ځای یې سلیمان بن عبدالملک خلیفه شو د هغه له حجاج سره نه وه جوړه داراز هغه وخت دا بدمرغي هم زیاته وه چې د دښمن په خپلوانو او کورنۍ هم رحم نه کیده څرنګه چې محمد د حجاج له کورنۍ څخه و نو سمدستي یې سلیمان د سیند د لښکر له مشرتابه نه د ګوښه کولو امر وکړ او دده په ځای یې بل کس وټاکه، تاریخ لیکي چې محمد بن قاسم ته د خپل لښکر مشرانو مشوره ورکړه چې د خلیفه د امر مخالفت وکړه په تا کې کومه ګناه نشته شرعا مخالفت کولی شي او که د هغه خبره ومنې او هغه ته ورشې نو هغه به خامخا ستا د تره غچ له تا اخلي او تابه وژني خو ده وویل چې زه مرګ ته تیار یم خو د مجاهدینو او مسلمانانو په لښکر کې مخالفتونو ته نه یم تیار او هغه و چې کله بیرته عراق ته راستون شو د بغداد نوي والي صالح ونیو دواسط په بندیخانه کې یې بندي کړ، د صالح ورور ادم حجاج وژلی و، د هغه په بدل کې یې محمد په بندیخانه کې له ډیرو شکنجو او تعذیبونو وروسته وواژّه.

دتاریخ شنونکي کاږي که داد اسلام ستر او ځلمی غازي پرېښودل شوی وی کولی یې شوی ټول هند او چین یې فتحه کړي وی، او باید ووایو چې دا ستر سالار د بندیخانو او تعذیبونو سړی نه و دا داسلامي خاورې د سرحداتو تکړه ساتونکی او د بدو ورځو له پاره په ښمر کیدونکی اتل و، وایې کله چې محمد بن قاسم د واسط په بندیخانه کې د امت د غدارانو په لاس کې بندي و له ځانه سره به یې دا شعر زمزمه کاوه: هغوی زه ضایع کړم او دوی داسي ځوان ضایع کړ چې د بدې ورځې او د سرحداتو د ټینګولو له پاره په ښمر کیدی.

أضاعوني وأي فتى أضاعوا ليومٍ كريهةٍ وسداد ثغر.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب