د محمد رسول الله -ص- مباركه څېره

د محمد -ص- د مبارکه څېرې ځانګړتیاوې؟

د رسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې .

د رسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب