د محمد صلی الله عليه وسلم نوم او نسب

محمد صلی الله عليه وسلم د عبدالله زوی، د عبدالمطلب لمسی، د هاشم کړوسی، د عبدمناف کوسی او د قصی کودی چې هغه د کلاب زوی دی.

مور يې آمنه د بنو زهره قبيلې د مشر وهب لور او د عبدمناف لمسۍ ده، د پلار او مور نسب يې په پنځم پوښت  “کلاب” کې سره يو ځای کيږي.

په خټه قريش او د بنو هاشم له درنې کورنۍ سره تړاو لري، د نسب لړۍ يې د ابراهيم عليه السلام زویاسماعيل عليه السلام ته رسيږي.

دمحمد صلی الله علیه وسلم دنسب لړۍ په دریو برخو ویشل شوې ده چې لومړی برخه یې له محمدصلی الله  څخه ترعدنان پورې ده، دنسب دلړۍ دغه برخه سهي ده او په اړوندیې دسیرت پوهانو تر منځ اختلاف نشته.

دویمه برخه چې له عدنان څخه پیل او اسماعیل علیه السلام باندې پای ته رسیږي، په اړه یې دسیرت پوهانو تر منځ زیات توپیرونه شتون لري، چې قولونه یې په اړه نژدې دېرشو ته رسیږي؛ نو ځکه ځینې علماء وایي چې دنسب لړۍ ددغې برخې بیانول روا نه دي او ځینې نورو سیرت پوهان بیا دغه لړۍ هم بیانوي او تر منځ یې زیات توپیرونه شتون لري خو ټول په دې یوه خوله دي چې عدنان داسماعیل علیه السلام سکه زوی و.

دریمه برخه چې له اسماعیل علیه السلام څخه تر ادم علیه السلام پورې ده زیاته برخه یې داهل کتابو له روایتونو څخه اخیستل شوې ده چې ځینې برخې یې ناسمې دي.

[irp][irp][irp]

د نسب لړۍ لومړۍ برخه

محمدصلی الله عليه وسلم د عبدالله زوی، د عبدالمطلب لمسی، د هاشم کړوسی، د عبدمناف کوسی او د قصی کودی چې هغه د کلاب زوی دی، کلاب د مره زوی، دکعب لمسی، دلوئ کړوسی، دغالب کوسی او دفهر کودی، فهر دمالک زوی دی،مالک دنضر زوی، دکنانه لمسی،دخزیمة کړوسی،دمدرکه کوسی، دالیاس کودی چې هغه دمضر زوی دی، مضر دنزار زوی او دمعد لمسی ، دعدنان کوسی دی.

د محمد صلی الله عليه وسلم دنسب لړۍ دويمه برخه

عدنان د  ادد زوی، دهمیسع لمسی، دسلامان کړوسی، دعوص کودی چې هغه دبوز زوی دی، بوز دقموال زوی ،دابی لمسی، دعوام کړوسی، دناشد کودی چې هغه دحزا زوی دی، حزا دبلداس زوی ، دیدلاف لمسی، دطابخ کوسی، دجاحم کودی چې هغه دناحش زوی دی، ناحش دماخي زوی ، دعیض لمسی، دعبقر کړوسی، دعبید کودی چې هغه دالدعا زوی دی، الدعا دحمدان زوی ، دسنبر لمسی، دیثربی کړوسی، دیحزن کودی او هغه دیلحن زوی دی، یلحن د اروعوی زوی، دعیض لمسی،د دیشان کړوسی، دعیصر کودی چې هغه دافناد زوی دی، افناد د ایهام زوی، دمقصر لمسی، دناحث کړوسی،د زارح کودی چې هغه دسمی زوی دی، سمی دمزی زوی ،دعوضه لمسی،دعرام کړوسی، دقیدار کودی چې هغه داسماعیل علیه السلام زوی چې پلارې یې ابراهیم خلیل الله دی.

د نسب لړۍ درېمه برخه

ابراهیم علیه السلام د تار خ زوی،د ناحور لمسی، د ساروع کړوسی، د راعو کودی چې هغه د فالخ زوی دی،فالخ د عابر زوی، د شالخ لمسی، د ارفخشذ کړوسی، دسام کودی چې هغه دنوح علیه السلام زوی دی، نوح علیه السلام د لامک زوی، د متوشلخ لمسی، د اخنوخ (ادریس علیه السلام) کړوسی، د یرد کودی چې هغه د مهلائیل زوی دی، مهلائیل دقینان زوی، دانوش لمسی، دشیث کړوسی چې شیث دادم علیه السلام زوی دی.

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب