د محمد علي کلی ژوند او مبارزه

د نړۍ مشهور سوک وهونکی محمد علي کلي ، چې لسګونه ځله یې دسوک وهنې په ډګر کې  قهرمانې او ویاړونه ترلاسه کړل اودنړۍ د درانه وزن لقب یې  خپل کړ، همداراز نوموړي تر اسلام منلووروسته  په سیاسي ډګر کې هم هڅې وکړې او تراوسه دنړۍ دیوه قهرمان په توګه یادیږي .

د محمد علي کلي زوکړه او ماشومتوت :

د محمد علي لومړنې نوم (كاسویئس مارچلوئس كلي ) وو نوموړی د جنورۍ په ۱۷مه په كال ۱۹۴۲ز د امريكې د میشګان ایالت په (لایس ویل ) كلي كې زیږیدلی. دده پلار (كاسيس مارسليس كلي) د لوحو رنګولو كاروباركاوه، مور يې (اوډېسا كلي) اودده کورنۍ كورنۍ تورپوستې د عيسوي دين د كاتوليك مذهب  پیروان ول د نورو تورپوستو په انډول د كلي كورنۍ يوه درنه او ښه كورنۍ وه. د كلي پلار يو خوارېكښ انسان ؤ، نوځكه خو د تنګلاسۍ او غربت له ازميښټ څڅه خوندي و.

محمد علي د۱۲ کالو وو،چې بایسکل یې یې غلاء شوو، خو ددې پرځای ،چې دی پلارته شکایت وکړي نیغ دپولیسوماموریت ته ورغی اودبایسکیل دغلا کیدوشکایت یې ثبت کړ،دپولیسو دهمدغه ماموریت مشر (جوزف مارټن)،چې ددې شپږکلن ځوان جرائت ته پام شوو،نو دکلي څخه یې هیله وکړه ،چې دده شاګرد شي ،کلي هم همداسي وکړل اوپه ډېر لږ وخت کې یې ځان لوړو پړو ته وه رساوه .که څه هم د نوموړي له زده کړې سره نه وه جوړه خو دښوڼځي استادانودنوموړي دسوک وهني استعداد ته په کتو سره هغه بریالی کاوه او ملاتړ یې کاوه .

د سوک وهنی وزرش ته دمحمد علی کلی راتګ :

محمد علی  په کال ۱۹۶۰ زیږدیز کې دالمپیک په  سیالیو کې برخه واخسته او په خپله لمړئ لوبه کې یې چې دسپک وزن هغه وه دسرو زرو میډال تر لاسه کړ ، تر دې وروسته کلي  دحرفي بوکس دزده کولو لپاره ملا وتړله ، په همدی وخت کې یې خپل مذهبی عقاید هم راپورته کړل اواعلان یې وکړ چې نوموړی مسلمان شوی او له دې وروسته به یې نوم محمد علي او تخلص به یې کلي وي . محمد علی  دیوې پیاوړې روحیې په لرلو او دنه ستړي کیدونکوهڅو په پایله کې دبوکس دنړۍ دیوه مهم لقب  (لویسس) په اخستلو وتوانید  همداراز په یاده سیمه کې دکلي یو سیال هم په دې نه وتوانید،چې نوموړي ته ماتې ورکړي ، نو په همدې اساس محمد علي کلي به تل ویل چې زه ډېر زړه ور ، قوی او تېزیم هیڅوک هم نشي کولی چې ماته ماتې راکړي .

دمحمد علي کلي لپاره ترټولو سخت وختونه د ۱۹۶۶ کال نه تر ۶۷ پوری وو ، نوموړ په دې یوه کال کې اوه ځله دخپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړه او په دې لوبو کې بیا هم څوک ونه توانیدل چې کلي ته ماتې ورکړي . په ۱۹۶۶ کال کې دنوموړي تر ټولوسخته سیالي دکاناډا دیوه بوکسر (ګیروګ چاولو) سره وه چې  نوموړي بوکسرتردغې لوبې وړاندې کله هم ماتې نه وه خوړلې ، خو محمد علي کلي په دغه سیالۍ کې نوموړی مات او داتلولې یې هم دځان کړه .

تر دې سیالۍ وروسته محمد علي کلي انګلستان ته لاړترڅو دهغه هیواد ددوتنو وتلو بوکسرانو (براین لندن) او (هنری کوپر) سره سیالي وکړي محمد علي بیدون له کومی ستونزې دغه دواړه دسوک اتلان هم ناک اوټ له دواړو څخه یې لوبې وه ګټلې تر دې بري وروسته محمد علي جرمني ته لاړ تر څو هوری  دخپل یوه بل سیال  (کارل میلدنبرګر)سره لوبه وکړي ،کلی دخبل جرمني سیال سره دلوبې په اړه وای (( دالوبه راته ډېره سخته او ستونزمنه )) خو په دولسم پړاو یا رینګ کې محمد علي وتواند چې خپل سیال له پښو ورغورځوي  او لوبه او اتلولې د ځان کړي .

په کال ۱۹۶۶ کې نوموړي بیا امریکي متحده ایالاتو ته لاړترڅو هلته دخپل یوه نوې راپیدا شوې خو قوي سیال (ویلیامز) سره وه لوبیږي دنوموړي دا سیال ترمحمدعلي وړاندې ډېری بوکسران ناک اوټ کړي وو، خو محمد علي ورسره ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او دلوبې په دریم پړاو یا رینګ کې یې ویلیامزناک اوټ او داتلولۍ مقام یې ترلاسه کړ . تر دې وروسته محمد علي په هره لوبه کې بریالی کیده او ډېرو کموبوسوک وهونکوبه دهغه سره لوبی ته زړه ښه کاوه ، ځکه پوهیدل ،چې له غلي سره لوبه مرګ ته ورغاړې وتل دي .

په همدې مهال محمدعلي کلي ته دامریکې دحکومت له لوري وویل شول ترڅو ویتنام ته دجنګ لپاره لاړ شی خونوموړي دحکومت امر ونه مانه اواعلان یې وکړ ،چې نوموړی به هیڅکله پرویتنامیانوسره دجنګ په مقصد هغه هیواد ته لاړ نه شي   دده په وینا دی نه غواړي چې ویتنام یان محمد علي کلي ته دتور ظالم لقب ورکړي ، دنوموړدې خبرودامریکا دحکومت قهر را وپاراوه او کلي یې دپنځو کلنو لپاره دلوبوڅخه اوله نوموړي څخه یې ډیرې اسانتیاوي هم واخستې

او نوموړي دسوک عادي لوبوته څه ،چې تمرین ته هم نه پریښول کیده.

دمحمد علي کلي دې جرائت اودهغه مسلمانۍ ټینګ عظم په داسې حال کې چې نوموړی دسوک نړیوال اتل هم وو دخلکو په منځ کی لانورمطرح او دنړۍ په ځانګړې توګه دامریکې تورپستو مسلمانانوسخت احترام اوملاتړ ترلاسه کړاونوموړی په ټوله اسلامي نړی کې دیوه اتل په توګه پیژندل کیده

د کلی مسلمانیدل :

محمد علي کلي ترمسلمانیدو وروسته دنړۍ دمشهوروعلماووترسرپرستۍلاندې اسلامی زده کړې ترسره او په پوره معني یې دپلیکیدو هڅه کوله خو دنوموړي دې کارپه امریکا کې دمعتصبو عسیویانوغسه راوپاروله .  امریکې کې هغه مهال دتورپوستانو سره ډېر ناوړه چلند کیده او تورپوستان له ډېرو ازادیو،اسانتیاوواو امتیازونو څخه بې برخې وو حتا هوټل هم دتورپوستانو پرتګ بندیزوو. سپین پوستانوپه دې اساس له کلي څخه کرکه کوله او هغه ته یې ستونزې جوړه ولې چې هغه په دغه هیواد کې تورپوستانو دمساوي حق غوښتنه کوله . نو محمدعلي کلي په همدې اساس اسلام قبول کړ، ځکه په اسلام کې دتوراوسپین هیڅ برتري نشته او یوازې تقوا او پرهیز ګاري ده ،چې سړی ته معنوي اوټولینزامتیازوربښي.

محمد علي کلي د ویتنام جنګ ته دنه تللوله امله خپل سلب شوی اعتماد درې کاله وروسته تر لاسه کړ ، خو په ۱۹۷۱ زیږدیزکال کې دبوکس لوبې وه شوې خو علي ونه تواندی چې برخه پکی واخلی .

دکلی مسلمانیدل :

په امریکې کې دتورپوستانوپه وړاندې نژادي توپیرکلي داسلام ددین مطالعې ته اړ کړ،چې ترډېرېمطالعي اوڅیړنې وروسته کلي داسلام په مبارک دین مشرف شؤ.

کلی وروسته تر مسلمانیدوخپل نوم محمد علی کیښود نوموړي به خپلو شاګردانو ته په جدیت سره توصیه کوله ،چې داسلام دمبارک دین مطالعي تر څنګ قران شریف زده  ځان پرې پوه اوتلاوت وکړي محمدعلی تر مسلمانیدو وروسته هغه مفکوره چې سپین پوستان دشیطانانو له جملي څخه دي هیره او تل به یې ویل ،چی انسانان که دهرقوم او هرهيواد وي  دبل هم نوعه دي  او باید انسانان په دې دنیا کې دبلې دنیا اوبل ژوند لپاره ځان چمتوکړي.

دمحمد علي کلي مهمه او تاریخي لوبه :

محمد علي کلي په کال ۱۹۷۵ زیږدیزکې دخپل یوه بل سیال ( فریزر) سره په زړه پورې سیالي تر سره کړه چې دا لوبه د دسوک وهنې په تاریخ کې ترټول ستونزمنه لوبه وه  او وروسته د۱۴ پړاوونو یا رینګونولوبه دمحمد علي کلي په بریا پای ته ورسیده دا بریا تر پنځه کاله محرومیت وروسه دعلي لپاره ډيره مهمه  او ارزښتمنه وه  نوموړي په کال ۱۹۷۶ کې هم دوې مهمې لوبې تر سره، چی یوه یې وه ګټله او بله یې بایلوده .

په کال ۱۹۷۸ کې کلی یو ځلې بیا خپل لوی سیال (لئون اسپنکس) ته په ماتې ورکولو سره ددریم ځل لپاره دنړۍ ددرانه سوک هونکی لقب ترلاسه کړ.

محمد علي کلي  په کال  ۱۹۷۹ کې د سوک وهنې له سیالیو څخه دخدای پا امانۍ اعلان وکړ خو تردغه اعلان وروسته یې هم  لوبې تر سره کولې او په خپله وروستۍ لوبه کې چې (تروربییک) سره وه ماتی وه خوړه او تر دې وروسته په کال ۱۹۸۱ کې دسوک وهني سره په رسمي ډول مخه ښه وکړه .

محمد علی کلی وروسته تر دې چی بوکس یې پریښود په کال ۱۹۸۲ کی پری دګذر ناروغی ولګیده ، او ډیر یې زیله کړ ، خو دخلکو  له زړو څخه ونه وت او خلک اوس هم ور سره ډیره مینه کوي ،

محمد علي کي دامریکا په مشګان ایالت کي دخپلې کورنۍ سره خوشحاله ژوند کوي او په ۱۹۹۹ کال کې یې لور( لیلاعلی )دبوکس ډګر ته راغله او په دې لاره کی یې ډېر بریالیتوبونه تر لاسه کړل .

دمحمد علي کلي لوبې:

محمد علي په ټول عمر کې  ۶۱ ځله سیالۍ تر سره کړي ،چی ۵۶ ځله یې ګټلی او پڼځه ځلی یې بایللی دي نوموړي ۳۷  لوبي دناک اټ له مخې ګټلي .

دمحمد علي ژوند ته کتنه :

که ځه هم کلي اوس مهال دډېرعمر او ناروغه هم دی ،خو  بیا یې هم خیره کارونه نه دی پیرښی نوموړی په خپل پلرنۍ سیمه کې یو لوی روغتون لري دمحمدعلي سینټر په نامه چمتو کړی او دغریبو او بې وسو خلکو سره مرستې هم کوی.

محمد علی کلې  تراوسه په خپل ژوند کې څلور ځله واده کړی او له دغو ودو څخه ۷ اولاده لري  چې اوه یې لوڼې او دوه یې رامن دی  دلوڼو نومونه یې  حنا ، لیلی ، مریم ، رشیده ، جمیله ، میا ، خالیه ، اودوه زامن اسعد او محمد جونئیر دي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب