د مدرسې د پيل تاریخ

د اوسنيو ديني مدرسو تاريخ څلورمي پېړۍ ته رسېږي .

تر دې وړاندي به ديني او نور علوم  په مسجدونو، د علماوو، پوهانو او اميرانو په کورونو کي لوستل کېدل .

مسجد د ماشومانو او لويانو د تعليم لپاره تر ټولو وړاندينۍ مدرسه وه او د نارينه او ښځينه د تربيت لپاره تر ټولو وړاندي وو .

د رسول الله – صلی الله عليه و سلم – مسجد په مدينه منوره کي اوله مدرسه ده .

مسجد په دې ډول دوه دندي سر ته رسولې :

۱ : عبادت .

۲ : اسلامي تربيت .

تر هغه چي د حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه زمانه راغله، د ده په زمانه کي د مسجد اړخ ته د ماشومانو لپاره د  زده کړي مرکزونه جوړ شول .

خو د وخت په تېرېدو د ماشومانو د تعليم لپاره د ځانگړو ځايونو جوړېدو او داسي کسانو  ته اړتيا پېښه شوه چي دغه وظيفه سر ته ورسوي .

خو د مدرسو د جوړېدو پيل د څلورمي پېړۍ په آخر کي و شو .

په پيل کي د مدرسو سرپرستي ځينو چارواکو او پاچاهانو کوله .

په دې سرپرستۍ کي دوی بېلا بېل اهداف لرل : ځينو يې دا کار د دين د خدمت لپاره کوی، يا يې د علم او رڼا خپرېدل غوښتل .

په هغه وخت کي مشهوره مدرسې نظاميه مدرسې وې چي نِظام المُلْك السلجوقي جوړي کړې وې .

په دغو مدرسو کي تعليم په آزاده توگه وو، پرته له دې چي د منهج او طريقې په لحاظ دي يو ځانگړی مرکز ولري .

سره د دې چي په مالي لحاظ دغه مدرسې په حکومت پوري تړلې وې، د دغو مدرسو لپاره حکومت لگښت برابروی، خو بيا يې هم په يوه معلوم نصاب او طريقې نه وې پابندي کړې .

مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب