د مدینې منورې اسلامي پوهنتون

 

د مدینې منورې پوهنتون یو نړیوال اسلامي پوهنتون دی او د سعودي عربستان له مشهورو پوهنتونونو څخه ګڼل کیږي ، یاد پوهنتون کې شرعي او اسلامي علومو ته لومړیتوب ورکول کیږي .

د بنسټ ډبره یې په  ۱۳۸۱ هجري کال کې  د عربې جزیرې په سپیڅلي ښار مدینه منوره کې د ملک سعود په امر کیښودل شوه او سملاسي پکې د شرعي علومو زده کړې پیل شوې .

په دې پوهنتون کې مخورو علماوو لکه ابن باز او ابن عثیمین او داسې نورو جیدو علماوو د تدریس برخه پرمخ بیولې وه چې اوس هم پکې د سعودي عربستان او ځینو نورو اسلامي هیوادونو مشهور علماء تدریسې چارې پرمخ بیایې ، د اسلامي امت ځينو مشهورو علماوو او داعیانو په همدې پوهنتون کې لوړې زده کړې ترسره کړي چې په دې کې د افغانستان او پاکستان هیوادونو ځینې علماء هم شامل دي د بیلګې په توګه استاذ محمد یاسر ، مولانا حسن جان مدني ، ډاکټر شیر علي شاه او داسې نور …

د ۴ کلونو زده کړې وروسته دا پوهنتون فارغینو ته د لیسانس عالمي سند ورکوي .

your ads

په اسلامي پوهنتون کې د زده کړې مراحل :

۱ـ دکتوراه : چې موده یې له ۲ کلونو څخه تر ۴ کلونو پورې ده .

۲ـ ماسټري : چې درسي موده یې ۴ کلونه ده .

۳ـ لیسانس : چې درسې موده یې ۴ کلونه ده .

محصلين کولاې شي چې د لاندې شروطو په پوره کولو سره په دغه پوهنتون کې د زده کړو لپاره داخله وکړي :

۱ـ د اسلام مقدس دین ته پوره احترام او دهغې پورې اړوند احکامو ته په پوره توګه التزام .

۲ـ د قرآني علومو پوهنځي ته ورتلونکی محصل باید د قرآن کریم حافظ وي .

۳ـ د محصل عمر باید د ۲۵ کلونو کم وي .

۴ـ محصل باید د ثانویې (لیسې) سند ولري او خپل سند په هیواد کې د سعودي له سفارت څخه تصدیق کړي ، او د محصل د نومرو سلنه باید له ۸۰٪ څخه ټیټه نه وي .

۵ـ محصل باید له ټولو ناروغیو پاک وي .

نوموړی پوهنتون د شرعي علومو د پوهنځي تر څنګ یو شمیر نور پوهنځي هم لري ، د شریعت ، اصول الدین او عربي ادبیاتو د پوهنځیو ترڅنګ د طب ، انجینیرې ، کمپیوټر ساینس او داسې نورو عصري علومو د زده کړې پوهنځي هم لري .

ځینې مشهور پوهنځي یې په لاندې ډول دي :

۱ـ د شرعي علومو پوهنځی (فقه ، السیاسة الشرعیة ، قضا).

۲ـ د قرآني علومو پوهنځی (قراءات او تفسیر القرآن) .

۳ـ د دعوت او اصول الدین پوهنځی (عقیده ، دعوت ، اسلامي تاریخ) .

۴ـ د حدیثو پوهنځی (فقه السنه ، علوم السنه) .

۵ـ عربي ادبیات (بلاغه ، ادب عربي ، نحو ، صرف ..) .

د شرعي زده کړو پرته دا پوهنتون د عصري علومو په زده کړو کې د طب ،هندسې ، کمپیوټر پوهنې او داسې نور پوهنځي لري .

د مدینې منورې اسلامي پوهنتون ته د اسلامي هیوادونو بې شمیره ځوانان د زده کړو لپاره راځي .

د لا ډیرو  معلوماتو لپاره کولای شئ د اسلامي پوهنتون رسمي ویب پاڼه وګورئ:

http://www.iu.edu.sa/Pages/default.aspx

ترتیب : أنس شيرزاد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب