د مردانه نطفې صحتمندي د سړي عمومي صحت پورې تړاو لري

نوی طبی څیړنی په ډاګه کړی چی د مردانه نطفی روغتیا او بهتری د سړی عمومی روغتیا پوری تړاو لری.

څیړونکو موندلی چی هغه خلک چی کمزوری نطفه صادروی زیاتره وخت له نورو روغتیایی ستونزو نالیږی په ځانګړی ډول هغه ستونزی چی هرمونونو، د وینی جریان، او پوستکی ناروغیو پوری تړاو لری.

د څیړنی مشر ډاکتر آیزنبیرګ ویل: «مونږ د عمومی روغتیا لپاره مشهوره معیار وکاروه… هرڅومره چی د سړی صحت کمزوری وو هومره یی نطفه کمزوری وه.»

کلیفورنیا کی د سټینفورډ پوهنتون طب پوهنځی کی د مردانه ناروغیو سرطبیب آیزنبیرګ زیاته کړه چی ډاکتران مومی چی چاغښت او لوګی څکول د نطفی کمزورتیا پوری تړاو لری خو پدی نه وو خبر چی د سړی عمومی روغتیا هم ورسره تړاو لری.

په هغه څیړنه کی چی د شنډتوب او خصوبت په مهالنۍ کی خپره شوی، څیړونکو د عمومی روغتیا درجه بندۍ کی د ۹۳۸۷سړیو په طبی اسنادو تکیه کړی چی په سټینفورډ کی د ۱۹۹۴زاو۲۰۱۱ز ترمنځه یی روغتون ته له شنډتوبه شکایت کړی وو.

your ads

د سړیو روغتیایی حالت د چارلسن طبی معیار سره سم اندازه شوی وو کوم چی په د سړی د ژوندانه حالات په پام کی نیسی او بیا په راتلونکو لسو کلونو کی د هغه مړه کیدو د وخت تخمین کوی.

لدی وروسته څیړونکو د نطفی د حجراتو حجم او عممومی حالت معاینه کړ.

معاینو وښودله چی هغه کسانو چی په عمومی روغتیا کی یی کمی نمری اخیستی وی د نطفی د کمزوری چانسونه یی ډیر لرل./امیرګل ابراهیم خیل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب