د مريض د اودس، لمونځ او پاكوالي په اړه مهمې لارښوونې

۱- كه چېرته د كوم انسان مرض وړوكى وي او اوبه ورته ضرر نه رسوي لكه سردرد او يا هم د غاښونو درد، نو په دغسې عام او وړوكي مرض كې تيمم وهل نه دي روا.

۲- كه چېرته د ابو په استعمال د هغه مرض زياتېږي بيا تيمم وهلى شي.

۳- كه كوم مريض د مرض د سختوالي او يا هم د كمزورى له امله اودس نه شي كولى، نو هغه دې په پاكه خاوره تيمم وكړي الله جل جلاله فرمايلي:

«و ان كنتم مرضی او على سفر أو جاءأحدکم من الغائط او لامستم النساء فلم تجدوا ماء فتیمموا» ، مائدة ۶۱ ایت .
ژباړه: «او که تاسو مریضان وي یا هم په سفر وي ، یا د قضاي حاجت ځای نه راغلی او یا مو خپلی ښځي لمس ( جماع ، کوراوالی) کړی او اوبه مو پیدا نه کړی نو تیمم و وهي » .
كه چېرته دغه مريض په خپله تيمم نه شي وهلى، نو بل كس دې ورته تيمم ووهي، د هغه لاسونه دې ونيسي او په ځمكه دې ووهي بيا دې د هغه په لاسونو د هغه مخ او دواړه لاسونه راكش كړي، كه چېرته د كوم مريض ځان او يا هم كالي مردار وي او که کوم بل کس د هغه وجود نشی پاكولى او نه ورته كالي بدلولى شي او يا يې نه شي وينځلى، نو هغه په همدې حالت كې هم خپل لمونځ كولى شي.

۴- د كوم مريض په ځان چې دانې، زخم او يا يې كوم ځاى مات شوى وي او د اوبو استعمال ورته ضرر رسوي او په دې حالت كې په هغه غسل واوښت، نو هغه ته تيمم جايز دى، خو كه د وجود كومه برخه يې صحيح وي او اوبه ورته ضرر نه رسوي نو هغه دې ووينځي او نور دې تيمم و وهي.

۵- كه چېرته مريض په داسې ځاى كې وي چې هلته اوبه او خاوره نه وي او نه داسې څوك وي چې هغه ورته دا دواړه برابر كړي، نو په زړه كې دې د پاكوالي نيت وكړي او خپل لمونځ دې وكړي او د خپل وخت څخه دې نه وروسته كېږي.

۶- كه كوم مريض د متيازو مشكل لري او د هغه نه څاڅكي ځي او يا يې د وجود د كوم ځاى نه وينه بهېږي يا هغه د هوا د تللو مرض لري اوپه علاج نه ښه كېږي، نو هغه دې د هر لمانځه لپاره اودس كوي او د كاليو هغه ځايونه دې وينځي چې هغه مردار وي او د وجود هغه برخه، چې د هغه نه وينه ځي هغه دې پاكوي.

كه ځانته پاك كالي بېل كړي دا به ښه وي، كه كولى شي د وينې پر ځاى او يا هم د متيازو څاڅكو پرځاى دې مالوچ يا ټوټه كېږدي تر څو خپل کالي د مرداریدو نه وساتي او بيا دې خپل مونځ كوي.

۷- كه چېرته كوم مريض د وجود په كومه برخه پټى (پلستر) لګولى وي نو په هغه ځاى دې مسح وكړي او نور اندامونه دې ووينځي كه بيا هم په پلستر او يا په هغه ځايونو كې چې هلته زخم وي او اوبه ورته ضرر رسوي نو بيا دې د اودس نه وروسته په هغه ځاى تيمم وكړي.


“مرض ، مریض او ډاکټر” له کتاب څخه

دكتور محمد عبدالرحمٰن العريفى
ژباړن: عبدالباري جمال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب