د مريض د شفاء لپاره اوه (۷) قراني نسخې

 

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايلي: الله تعالي چې کوم مرض پیدا کړی دی نو د هغه لپاره یې خامخا دوا هم پیدا کړې ده، کنزل العمال، جلد ۱۰ صــ ۶ رقم الحدیث ، ۲۸۰۸۵، لیکن شفاء هم د الله تعالي په توفیق سره ورکول کیږی.

اول: چې په الله تعالي به توکل کوي حسن ظن به پري لري، او الله تعالي ته به امید د جوړ والي لري چې یو الله شفاء ورکوونکي دي، لکه الله تعالي چې د ابراهیم علیه السلام د حکایت په اړه فرمايي:  (وإذا مرضت فهو يشفين)

ژباړه: کله چې زه مریض شم هغه شفاء راکوي، نو ماسوا د الله تعالي څخه بل شافي نشته دی.

دوهم: تداوي په هغه شرعی دعاګانو سره کول کوم چې په قرانکریم او احادیثو کې راغلي دي، ځکه چې الله تعالي یو داسي حکیم او علیم  ذات دی، چې هیڅ عبث فعل نه  کوي، او رحمت یې دومره عام دي چې هیڅ کله داسي فیصله نه کوي، چې د بنده په هغه کې خیر نه وي،  لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمایلي دی: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم……….عجبت للمؤمن!! إن الله عز وجل لم يقض له قضاء إلا كان خيرا له). أخرجه أحمد (۳/۱۱۷ ، رقم ۱۲۱۸۱) قال الهيثمى (۷/۲۱۰) : رجاله ثقات . وهناد (۱/۲۳۷ ، رقم ۳۹۹) ، والبيهقى فى شعب الإيمان (۷/۱۸۹ ، رقم ۹۹۵۱) ، والضياء (۵/۱۹۴ ، رقم ۱۸۱۵) . وأخرجه أيضًا : أبو يعلى (۷/۲۲۱ ، رقم ۴۲۱۸).

نو اي مسلمانه وروره ! د الله تعالي په دې فرمان باندي حارص اوسه، لکه الله تعالي چې فرمایلي دي: ((وننزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤمنين))

ژباړه:  موږ د دغه قران د نازلولو په لړ کي هغه څه نازلوو چې د منونکو لپاره شفاء او رحمت دي، نو د الله تعالي په قران او په سنت نبوي سره خپله تداوي کوه.

دریم: دعا کول دي، یعني الله تعالي ته د مرض څخه د خلاصوالي لپاره دعا کول او د الله تعالي څخه د جوړوالي امید لرل، هغه څه دي چې ډیره عظیمه نفع په کې موندل کیږي، لکه الله تعالي چې فرماېي: ((فأخذناهم بالبأساء والضراء لعلهم يتضرعون))

ژباړه: موږ  هغه مخکني قومونه په کړاوونو او غمونو اخته کړل، تر څو هغوي له عاجزي سره زموږ په وړاندي سر ښکته کړي.

نو ممکنه ده چې تاسو الله تعالي په یوه کړاو او غم اخته کړي وئ، تر څو تاسو  الله تعالي ته عاجزي وکړئ، نو کله چې ته دعا کوي همدغه ستا دعا د الله تعالي لپاره عاجزي ده، نو الله تعالي به ستا عاجزي او خشوع ویني، چې تاسو الله تعالي ته د عاجزي لاس پورته کړی دی، د سترګو څخه مو اوښکې روانې دي، او تا خپل فقر او عجز ظاهره کړی دی، او په خپله ګناه او خطا د اعتراف کړی دی، نو پوه شه چې الله تعالي به هم ستا دعا قبلوي.

څلورم: په لمانځه سره کومک او مرسته غوښتل ، لکه الله تعالي چې فرمايي(( واستعينوا بالصبر والصلاة))

ژباړه: په صبر او لمانځه سره د الله تعالی مرسته وغواړئ.

پنځم: ډیري صدقې او خیراتونه فقیرانو او مسکینانو ته ورکول، لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمایلي دي، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم………داووا مرضاكم بالصدقة). کنزل العمال ، جلد ۱۰ صــ ۲۳ رقم ۲۸۱۸۱

ژباړ: یعني خپلو ناروغانو ته د صدقې په ورکولو سره علاج وکوئ.

شپږم: په هغو شیانو سره تداوي کول کوم چې په احادیثو کې راغلي دی، چې په دې شیانو کې شفاء شته ده، لکه عسل، سیاه دانه، د زمزم اوبه، ‎ وینه وښکل وغیره،کنزالعمال ، جلد ۱۰ صـ ۲۰ ، د عسل په اړه حدیث ، رقم ۲۸۱۶۸ ، او د حجامې په اړه حدیث، رقم ۲۸۱۶۷ ، او د سیادانې په اړه رقم الحدیث ، ۲۸۲۵۱ ، او د زمزم اوبه په اړه ، رقم الحدیث ، ۳۴۷۷۵٫

اووم: په هغه شیانو سره تداوي کول کوم چې الله تعالي هغه د دوا کولو لپاره مباح ګرځولي وي.

لیکنه: عبدالسلام حنفي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب