د مسجد آداب

بسم الله الرحمن الرحيم

وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا (الجن-۷۲، آیت ۱۸)

[او بېشکه مسجدونه د پاره د الله دي، نو مه بولی تاسي، سره له الله، بل هیڅوک]فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوّ وَالاَصَالِ (النور-۲۴، آیت ۳۶)

[په هغو کورو (مسجدو) کښي چي حکم کړی دی الله، چي پورته او ياد دي کړل سي نوم د دغه الله، نو تسبیح وایاست الله ته په دغو مسجدو کښي سهار او ماښام]يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ (الأعراف-۷، آیت ۳۱)

[ای زامنو د آدمه! واخلی تاسي ښایست، خپل په نزد، په هر مسجد (لمانځه) کښي]د مسجد آداب

د حضرت محمد ﷺ لارښووني:

– مسجد پاک، صاف او خوشبویه (معطر) ساتی
– مسجد دي ساده وي مګر د تقوا په نزد دي ښایسته وي
– که په مسجد کښي و چا ته خوب ورسي نو خپل د ناستي ځای دي بدل کړي
– په ناپاکه حالت کښي و مسجد ته مه ننوزی تر هغه پوري چي مو غسل نه وي کړی
– د مسجد د راتګ د مخه خپله خوله په ښه ټوګه صافوی (هوږه، پیاز یا سګرېټ، نسوار)
– په مسجد کښي د سوداګرۍ بندښت
– په مسجد کښي خپل ځان ته کم ځای مه ځانګړوی
– په مسجد کښي د غالمغال او فضول شعروشاعري بندښت
– د اذان ورسته بغیر د لمانځه د اداکولو دباندي بلا عذر مه وزی
– مسجد ته په ښۍ پښه سره ننوزی او په کیڼه پښه سره ووزی

و مسجد ته د ننوتلو دعاء: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ
د مسجد څخه د وتلو دعاء: اللَّهُمَّ إنِّي أَسْأَلُك مِنْ فَضْلِكَ
——————————————————–
د لمانځه په وخت کښي خپل ټېلیفون بندوی.
د دغه خبري خیال وساتی چي د لمونځ کونکي په لمانځه کښي هر ډول خلل رانسي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب