د مسلمانې ښځې حجاب

حجاب اصلاٌ عربي کلمه ده،مانا یې په پرده او ستر کې اوسیدلو ته وايي،یوې مسلمانې ښځې ته ضروري ده چې هغه په جدي توګه مراعات کړي.د مسلمانې ښځې جامې باید لوېې او پراخې وي ترڅو اندامونه یې ترې مالوم نشي او د خلکو پام ځان ته راجلب نه کړي.جامې یې باید داسې وي چې د هغو لاندې د ښځې وجود مالوم نشي یانې نازکې او میینې نه وي. داسې تنګې او چستې نه وي چې د بدن غړي یې په جلاجلا توګه ښکاره شي.بلکې په داسې شکل وي چې د غړو تشخیص په کې ونشي او ښځه په کې مستوره وي.
زموږ په ټولنه کې خصوصاً په کابل کې ښځو او انجونو داسې کالي چې ټول اندامونه یې له ورايه په کې ښکاري یا دا چې د بدن هر غړی یې په جلاجلا توګه په کې مشخص کیږي غوره کړي ،چې د اسلام مبارک دین له اساساتو او لارښوونو سره په ټکر کې دي او د غربي نړۍ خواته یې لوالتیا کړې ، په دې نه دي خبرې چې خپل ځانونه د اسلام مبارک دی له اصولو سره سم برابر کړي،خو زه په دې حیران یم هغه پلرونه چې د خپلو ښځو او لورګانو دا ډول تنګ پطلونونه او کالي ویني ولې یې مخنیوی نه کوي او په خپل سره یې پریښې دي او حتی تر دې چې فخر پرې کوي.که غربي نړۍ ته وګورو نو د ښځې لپاره داسې خوندې حقوق نه لري مګر د اسلام سپیڅلي دین د ښځو لپاره ښایسته او خوندي حقوق ورکړي که څوک یې مراعات کړي او پرې عمل وکړي نو د دواړو هم په دنیا هم به په اخرت کې سرفرازه او سرخ رویه وي.موږ باید خپل دین په مینه مطالعه کړو او په لارښوونو یې عمل وکړو.نه داچې موږ غربي لباس واغوندو تر څو نور موږ عصري او متمدنه وبولي،عصري والي او خوندیوالی خو په اسلام کې دی.چې د هر چا حقوق کې مالوم دي.
ښځې داسې جامې باید وانغوندې چې د ټولو خلکو پام ځانته راوړوي، ځکه چې حجاب د ښائست د پټولو لپاره وي لکه چې الله تعالى د زينت په پټولو باندي امر کړی دى او کله چې جلباب(لوی څادر) په خپله مزين او ښائسته وي نو هغه ته حجاب نه ويل کيږي ځکه چې حجاب هغه دى چې نوروته دښا ئست د ښکاره کولو مخنيوى وکړي. د حجاب جامه بايد معطره او خوشبويه نه وي ځکه چې خوشبوي د خلکو پام ځان ته اړوي او نبي کریم (ص)هغه ښځې ته چې خوشبوي ئي استعمال کړي وي او د نارينه ؤ په مجلس باندي تيريږي زانيه ويلي ده،نو دا زموږ په ټولنه کې برعکس دي یانې داسې ښځې او انجونې په بازار کې ګرځي ته به وای چې نن یې د واده شپه ده او د میړه کور ته روانه ده دمیړونو لپاره خوشبوی او د ځان سیګارول ښه کار دی نه د کور څخه د باندې چې نورو ته یې ور وښي.ځکه که دغه بوی کوم نامحرم شخص احساس کړي دا هم يو ډول زنا ده،چې فاعله ښځه یې مرتکب کیږي.
هغه لباس چې د حجاب لپاره ترې ګټه پورته کیږي بايد د ټول بدن پټونکې وي ځکه چې الله تعالى فرمايلي دي ( په خپل ځان باندې دې څه شي له خپلو څادرونوڅخه واچوي (زوړند) کړی) البته جلباب(لوی څادر) هغه جامه ده چې ټول بدن پټوي نو حجاب هغه دى چې ټول بدن ورباندي پټ شي.
په همدې اړه په صحیح مسلم کی له رسول الله (ص) نه روایت دی چی فرمایلي دي:«په دوزخ کی دوې ډلی دي یو هغه قوم دی چې د غوا د لکۍ په شان شلاقې (قمچینې) ورسره وي او خلک پرې وهي، اوبله ډ له هغه بربنډې، کږې وږې، ښځې دي، چی سرونه به یی داوښانو د کاږه بوکونو په شان وي، جنت ته به نه ځی، او نه به یی بوی ورته رسیږی.» نو دا هغه ښځې دي چې خپل اسلامي ارزښتونه یې نه دی مراعت کړی او داسې حالت ته یې ځان رسولی دی،نو هغه ښځه چې ځان مسلمان بولي باید د اسلام ټول اداب مراعت کړي او خپلو دیني ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوري.
ښځه باید په جامو کې له نارینه سره مشابهت ونه لري،ځکه رسول الله (ص) په هغو ښځو باندې لعنت ویلی دی چې جامې د نارینه وو په شان جوړوي او بل عکس په هغو سړیو باندې چې خپل ځان د زنانه وو په شان جوړه وي.په اسلامي ټولنو کې د هر ملک سړي ځانته او ښځینه ځانته کالي لري.چې په هر ملک کې پيژندل متفاوت دي لکه په عربستان کې د سړیو لپار د کندوره په نوم جامې دي او یو څادر یې په سر باندې وي او د ښځو لپار جلا کالي دي چې د سړو له کالیو څخه متفاوت دي.یانې کوم لباس چې د مسلمان نارینه لپاره او مسلمانې ښځې لپاره مناسب وي هغه باید وکاروي. په هر مسلمان باندې لازمه ده،چې الهی او نبوی ادابو ته پاملرنه وکړي او په کلک عظم او اراده سره یې په خپلو کورنیو او ورځني ژوند کې عملي کړي،هم به ترې خدای خوښ وي او هم به یې دنیوی او اخروي اجر په نصیب کې وي.

اسدالله ستانکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب