د مسلمان اخلاق څرنګه وي؟

خالد محمدي

الله جل جلاله چې مونږه په نړی کې انسانان پیدا کړلو، او بیا يې په انسانانو کې مسلمانان پيدا کړو، نو اوس چې یو مسلمان په ټولنه کې ژوند کوی نو د دی اخلاق باید څنکه وي نو اسلام مونږه ته ښودلې چې تاسو ته يې د لوستلو بلنه درکوو.

لمړی : هغه څه چې دیو مسلمان په اخلاقو کې راځې هغه حیاء ده . چې یو مسلمان باید حیاء ناک وی. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:” لكل دين خلقا وخلق الإسلام الحياء ” رواه مالك
ژباړه : دهر دین لپاره اخلاق وي ، نو د دین اسلام اخلاق هغه حياء ده.
بیا په حیاء کې مختلف قسمونه دي چې غوره په هغې کې هغه دي چې نبیصلى الله عليه وسلم ورته په خدیث کې اشاره کړی ده .عن ابن مسعود رضي الله عنه قال : قال الرسول صلى الله عليه وسلم ” استحيوا من الله حق الحياء .قلنا إنا نستحي من الله يا رسول الله ــ والحمد لله قال : ليس ذلك. الاستحياء من الله حق الحياء أن تحفظ الرأس وما عوى , والبطن وما حوى , وتذكر الموت والبلى , ومن أراد الآخرة ترك زينة الدنيا ,وآثر الآخرة على الأولى فمن فعل ذلك فقد استحيا من الله حق الحياء ” رواه الترمذي .
ابن مسعود رضی الله عنهما وايې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: تاسې دالله نه حیاء وکړي حقه حیاء : نو صحابو وویل چې یا دالله رسول مونږه خو حیاء کو کنه . هغې وویل : چې دا حیاء نه ده . دالله څخه حقه حیاء دا ده چې ته سر وساتئ او هغه څه چې په سر کې دي ، خیټه وساتئ او هغه څه چې په کې دي ، چې ته مرګ او قیامت یاد وساتی . او چاچې اراده د اخرت وکړه هغه بیا د دنیا زینت پرېږدې ، او اخرت يې غوره کړه په دنیا باندې په تحقیق سره چې دی دالله څخه حقه حیاء وکړه.
بل حدیث کې ابوهره رضی الله عنه وايې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: ” الإيمان بضعٌ وسبعون شعبه أو بضع وستون شعبه , فأفضلها قوال لا إله إلا الله , وأدناها إماطة الأذى عن الطريق , والحياء شعبة من الإيمان” متفق عليه.
ژباړه : ایمان څه د پاسه اویا ، یا څه د پاسه شپېته برخې دی. چې غوره په کې دا قول دی چې ( لااله الا الله) او ادنی پکې د لاری څخه ضرری شیان لری کول دی، او حیاء یو برخه د ایمان ده .

دویم : هغه څه چې دمسلمان په اخلاقو کې راځې هغه کرم دی.
چې د دی دلاندې دري شیان راځې . جود ،سخاء ،ایثار.
په ټولو کې چې اوچت دی هغه جود دی بیا سخاء بیا ایثار
جود :چې خپل اکثره مال دالله په لاره کې ورکړی.
سخاء: چې خپل بعضی مال ورکړی او بعضی وساتی.
ایثار: چې په خپل ځان باندې بل ته غوره والی ورکړی.
نو کرم چې دی دا د اسبابو د نېک بختۍ څخه دی.
ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
لا حسد إلا في اثنتين .رجل أتاه الله مالاً فسلّطه على هلكته في الحق , ورجل آتاه الله حكمه فهو يقضي بها ويعلمه ” متفق عليه.
ژباړه: غبطه کول په دوه شیانو کې جایز ده.
۱-دهغه سړی مال چې په حقه يې مصرفوي
۲-دهغه سړی علم چې حق قضاوت پرې کوي او بل ته يې ښايې.
دریم :هغه څه چې دمسلمان په اخلاقو کې راځې هغه عدل دی
ځکه دعدل اساس هغه امن دی، او دښایسته ژوند لاره ده ، امید او ارزو دمظلومانو ده.
عدل : ویل کېږې ۱-دمحلوق په مابین کې مساوات کول.
۲-دمحلوقاتو د حقوقو ساتنه کول .
۳- په محلوقاتو باندې مهربانې کول.
الله ج فرمایلی دی: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ)
ژباړه : یقین الله امر کوي په عدل او نېکی کولو باندې. النحل (۹۰)
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی هغه څوک چې دمسلمانانو په کارونو کې عدل کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم یو د هغې اوو کسانونه څخه شمیر کړي دی چې الله به يې د قیامت په ورځ د عرش د سوری لاندې ورته ځاي ورکړي.
بل ځاي کې الله ج فرمایلی دي : { وأقسطوا إن الله يحب المقسطين } ژباړه : تاسئ عدل کوی یقین الله عدل کوونکو سره خوښوي. الحجرات (۹)
پنځم : هغه څه چې دمسلمان په اخلاقو کې راځې هغه صدق دي.
چاچې د ریښتیاو لاره اختیار کړه الله به يې د ځان سره پیوسته کړی ، چا چې ریښتيا ویل په ځان لازم کړل الله به ورته نجات ورکړی،چاچې په د ریښتیا ویلو په نافذ کولو کې کوشش وکړه الله به ورته اجر ورکړی . ځکه چې دا یو علامه ده دمومنانو د علامو څخه، او دا کړه نه ده د اخلاقو دپرهېزګارانونه، او دا صفت دی د صفاتو د اهل احسان والو نه.
ځکه الله ج فرمایلې دي: { فلو صدقوا الله لكان خيراً لهم }
ژباړه : که چېرته دوي ریښتیا ویلې وي الله ته نو دا به د دوي لپاره غوره وه.سورة محمد (۲۱)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : « إِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِى إِلَى الْبِرِّ وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِى إِلَى الْجَنَّةِ وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَصْدُقُ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ صِدِّيقًا وَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِى إِلَى الْفُجُورِ وَإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِى إِلَى النَّارِ وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَكْذِبُ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ كَذَّابًا ».
ژباړه : بشکه ریښتیا ویل جې دی دا لار ښونه کوی نېکې ته ، او بشکه نېکې چې ده دا لار ښونه کوي جنت ته، او بشکه یو سړی همیشه ریښتیا واي تر دي پورې چې د الله په نېز ریښتنی ولیکل شي . او بشکه دروغ چې دی لار ښونه کوي نافرمانی ته او بشکه نافرمانې چې ده لار ښونه کوي جهنم ته ، او بشکه یو سړی همیشه دروغ واي تر دي چې دا ولیکل شې د الله په نېز دروغجن. رَوَاهُ الْبُخَارِىُّ
همدا رنګه عمر رضی الله عنه فرمایلی دی : په تا باندې ریښتیا ویل لازم دی ، اګر که وژل کېږې پری هم.
شپږم : هغه څه چې دمسلمان په اخلاقو کې راځې هغه امانت دي.
امانت څه ته واي : د راز ساتل ، په وعده پوره والي کول ، د عدل قائمول ، امر کول په نېکي باندې ، نهی کول د بدی نه ، ریښتیا وینا کول ، او داسې نور…
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : ” آية المنافق ثلاث , إذا حدث كذب , وإذا أوعد أخلف , وإذا أُوتمن خان “
ژباړه : دمنافق دري علامي دي ، په خبرو کې دروغ واي ، په وعده وفا نه کوی ، په امانت کې خيانت کوي. متفق عليه
اووم : هغه څه چې دمسلمان په اخلاقو کې راځې هغه حلم (نرم والی) دي.
حلم سردار د اخلاقو دی ، او علامه دصبر کوونکې ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم اشجع عبد القیس ته واي : أن فيك خصلتين يحبهما الله – الحلم والأناة – ” رواه مسلم
ژباړه: په تا کې دوه خویونه دي چې دهغې دواړو دوجې نه الله تاسره مینه کوي. چې هغه یو حلم (نرمی) ، او بل هر کار په ارامې باندې سرته رسول دي.
اتم : هغه څه چې د مسلمان په اخلاقو کې راځې هغه صبر دي.
الله ج فرمایلی دی: وبشّر الصابرين . الذين إذا أصابتهم مصيبة قالوا إنا لله وإنا إليه راجعون . أولئك عليهم صلوات من ربهم ورحمة وأولئك هم المهتدون.}
ژباړه: زیری ورکړئ صبر کوونکو ته ، صبر کوونکې هغه کسان دي چې کله دوي ته یو تکلیف ورسېږې نو دوي واي (انا لله وانا الله راجعون) په همدو باندې به برکتونه او رحمتونه به وي درب له طرفه او همدغه کسان لاره مندونکې دي . البقرة ( ۱۵۵ــ۱۵۶)
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : ” عجباّ لأمر المؤمن إن أمره كلّه خير وليس ذلك لأحدٍ إلا للمؤمن : إن أصابته سراء شكر فكان خيراً له , وإن أصابته ضراء صبر فكان خيراً “
ژباړه: تعجب دي دمومن کارونو لره چې ددی ټولو کارونو کې خير دي دا د بل چا لپاره نه وي سوی د مومن نه: ځکه کله چې ورته خوشحالي ورسېږې شکر اوباسې نو دا د دی لپاره خير دي ،او چې کله ورته تکلیف ورسېږې نو دا پري صبر کوي نو دا ورته خير دي. رواه مسلم
همدارنګه یو شاعر واي : صبر يې په شان د نوم دي چې خوند يې تریخ دي ، خو انجام يې د شاتو نه خوږ دي .
نو زمونږه لپاره په صبر کولوپغمبرانو کې ښه مثالونه دي.
یعقوب علیه سلام صبر وکړه په جدا والي دیوسف علیه سلام باندې،ایوب علیه سلام صبر وکړه په مرض باندې ، یونس علیه سلام صبر وکړه په هغه دريو تیارو باندې ، صالح او لوط علیهما سلام صبر وکړه په تکالیفو د قوم باندې، محمد صلی الله علیه وسلم صبر وکړه په جدا والي و ملګرو باندې، په تکالیفو دقوم باندې ، او په ولږه باندې .
صبر په دري ډوله دي ۱- صبر په طاعة دالله باندې.
۲- صبر په معصیت باندې. ۳- صبر په مصائبو د دنیا باندې
نهم : هغه څه چې د مسلمان په اخلاقو کې راځې هغه تواضع ده.
تواضع ویل کېږې نرمي کول د وړو او غټو سره.
ځکه الله ج فرمایلی دي (واخفض جناحك للمؤمنين )ژباړه : ښکته کړه وزري د رحمت دپاره دمومنانو. الحجر (۸۸)
انس رضی الله عنه واي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تواضع کې : که چېرته یو وینځې د نبې صلی الله علیه وسلم لاس نیولي وي او چې چېرته يې د ځان سره وړه نو تله ورسره .
نو زمونږه لپاره په تواضع د رسول الله صلی الله علیه وسلم کې ښایسته الګو ده.
لسم: هغه څه چې دمسلمان په اخلاقو کې راځې هغه د راز ساتل دي.
راز ساتل دهغه د ښایسته اخلاقو څخه دي چې په دي سره مسلمان ښایسته کېږې.
د راز ساتلو اهمیت مونږه ته په قیصه د یوسف علیه سلام کې معلومېږې چې کله یوسف علیه سلام خپل پلار ته خوب وويل نو پلار يې ورته وويل چې دا خوب دي ورونو ته مه واي نو یوسف علیه سلام د راز پټ وساته.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : ” استعينوا على قضاء الحوائج بالكتمان , فإن كل ذي نعمةٍ محسود “
ژباړه : تاسې مدد حاصل کړي په راز ساتلو سره چې کله فیصله کوي په حوایجو باندې ، ځکه هر خاوند د نعمت سره حسد شوي دي.
یوولسم : هغه څه چې د مسلمان په اخلاقو کې راځې هغه شورا ده .
یو انسان په خپله فقیر وي خو دي په خپلو ملګرو باندې غني وي ځکه چې هغوې ورته نېکې مشوري ورکوي .
همدارنګه الله ج فرمایلی دي : { وشاورهم في الأمر }
ژباړه : ته مشوره کوه دوي سره په کارونو کې .
همدارنګه ابوهریرة رضی الله عنه واي : ما هیڅوک زیات مشوره کوونکې نه دی لېدلې د خپلو ملګرو سره، سوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه.
خاتمه
دغه یوولس هغه څه وه چې د مسلمان په اخلاقو کې راتلل . يا الله ته زمونږه اخلاق په دغه شان جوړ کړي .
امین

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب