د مسلمان د وژلو جریمه

عن أبي بَكرَةَ نُفيع بنِ الحارثِ الثقفيِّ  (رضي الله عنه)  : أَنَّ النَّبيَّ  (صلى الله عليه وسلم)  ، قَالَ : “إِذَا التَقَى المُسلِمَان بسَيْفَيهِمَا فالقَاتِلُ وَالمَقْتُولُ في النّارِ” قُلتُ: يا رَسُولَ اللهِ ، هذا القَاتِلُ فَمَا بَالُ المقْتُولِ؟  قَالَ: “إنَّهُ كَانَ حَريصاً عَلَى قتلِ صَاحِبهِ”  (مُتَّفَقٌ عليهِ).

د روايت کوونکي صحابی لنډه پيژندنه:

د ده نوم نفيع بن الحارث دی او کنيه يی ابو بکرة ده، بکره په عربي ژبه کې د کوهي څرخ ته وايي، نوموړی د طايف په کلابندۍ کې د کوهي په څرخ باندې کلا ته راښکته شو او خپل ځان يی د اسلام ستر پيغمبر ته راورساوه  او ايمان يی راوړ، نو ځکه ورته ابوبکره ويل کيږي، هغه غلام و، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) آزاد کړ، نوموړی د هجرت  په يو پنځوسم کال د حضرت معاوية (رضی الله عنه) د خلافت په دوران کې په بصرة کې له دنيا څخه سترګۍ پټی کړی، او مشهور صحابی ابو برزه اسلمی  رضي الله عنه يی جنازه وکړه.

د کلماتو معنی:

التقی: د “اللقاء” څخه اخيستل شوی معنی يی ده مخامخ شي.
سيف: توره
القاتل: وژونکی (قتل کوونکې)
المقتول: وژل شوی (قتل شوی).
بال: لغوي معنا يې حال دى خو دلته  له ټولې جملې څخه هدف دا دى چې مقتول به ولې جهنم ته ځي؟
صاحبه: صاحب ملګری ته وايی، خو دلته ترى هدف مقابل لورى دی.

ژباړه:

د ابوبکره نفيع بن الحارث الثقفی (رضی الله عنه) څخه روايت دی چی نبی کريم (صلی الله عليه وسلم) فرمايلی دی: “کله چی دوه مسلمانان د يو بل د وژلو لپاره د خپلو تورو (وسلی) سره مخامخ شي نو وژونکې او وژل شوی به دواړه (د جهنم) اور ته ننوځی، (نفيع وايی) ما پوښتنه وکړه: دا يو خو (ځکه اور ته ځی چی) وژونکی دی، نو د دی وژل شوی څه حال ( ګناه ) دی؟ (دی ولی اور ته ځي)؟ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وويل: “ځکه چی ده د خپل دغه مقابل (مسلمان ورور) وژل غوښتل”.
(دا حديث امام بخاری او امام مسلم دواړو په خپلو کتابونو کې را نقل کړی دی)

شرح

په عمومي ډول د انسان ناحقه وژل، ناوړه عمل او ستره ګناه ده، ځکه خو الله تعالی وائی: «چا چې يو نفس په ناحقه مړ کړ لکه هغه چې ټول انسانيت وژلی وي، او څوک چې د يو انسان د ژوند ساتلو لامل شي لکه هغه چې ټولو انسانانو ته ژوند ورکړی وي».
څوک چی په ناحقه د يو بی ګناه انسان د وژلو جرأت کولی شي، نو د هغه سخت زړه د ټول انسانيت په وژنه هم نه اغيزمن کيـږي، خو د چا په زړه کې چی د يو انسان د ژوند د ساتلو ولوله وي نو ګويا د هغه مينه او محبت د ټول انسانيت سره دی.
د يو انسان وژلو ته د ټولو انسانانو وژنه ويل شوی killed-afghans-bodyځکه چی:
– دواړه ( د يو انسان وژونکى او د ټولو وژونکىى) د الله تعالی او د هغه د رسول (صلی الله عليه وسلم) نافرماني کوونکي او د هغوي له اوامرو سر غړونکي دي.
– دواړه د مرګ مستحق دي.
– دواړه په ناحقه قتل کولو باندی په زړورتيا کې يو شان دي، ځکه څوک چی په ناحقه يو انسان وژلی شي، تر څو په ځمکه کې فساد پيدا کړي، يا د هغه څخه مال واخلي، نو که د هغه لاس بر شي هغه ټول انسانان هم وژلی شي.
-د يو کس قتل کوونکي ته ظالم، فاسق، قاتل او ګناهکار ويل کيږي، په همدې ډول د ټول انسانيت وژونکي ته هم همدغه لقبونه ورکول کيږي.
که يو طرف ته په عمومي ډول د انسان ناحق وژل ناوړه عمل دی نو دوهم طرف ته په ځانګړي ډول د هغه انسان وژنه چې په زړه کې يې په الله تعالی ايمان او په خوله يې د ايمان اقرار وي، هغه ستره ګناه ده چې پايله يې د تل لپاره د جهنم اور دی، ځکه چی الله تعالی فرمائی، ژباړه: « څوک چی يو مؤمن په ناحقه په قصد سره مړ کړي، نو د دی کار بدله يی هميشه جهنم دی، او پر ده د الله تعالی غضب دی، او دی د الله تعالی د رحمت څخه شړل شوی دی، او د ده لپاره الله تعالی ډير لوى عذاب تيار کړی دی».
د مسلمان وژنه د مسلمان کار نه بلکه د کافر عمل دی، ځکه خو د اسلام ستر پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) خپل امت ته په اخر وخت کې وصيت کوي چی: « زما څخه وروسته د يو بل په وژلو ځانونه مه کافر کوئ».
د الله تعالی په وړاندی د مسلمان حرمت، عزت او وينه تر هر شی ډيره قيمتی ده، يوه ورځ مشهور صحابي عبد الله بن عمر (رضي الله عنه) د الله تعالی کور کعبی شريفی ته وکتل او ويې ويل: «څومره د لوى شان او لوى عزت خاونده يې، خو د الله تعالی په وړاندې د مؤمن شان او عزت ستا څخه هم ډير دی».
آيا يو مسلمان د کعبی شريفی د نړولو فکر هم کولی شي؟ خو متأسفانه چی نن ورځ د مسلمان د لاسه هغه مسلمان وژل کيـږي چی عزت او حرمت يې د کعبې شريفې څخه هم زيات دی، په داسی حال کې چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ويلي دي: «څوک چې ناحقه يو مسلمان مړ کړي او پر هغې خوشحاله شي نو الله تعالی به د ده هيڅ قسم عمل قبول نه کړي، نه فرض او نه نفل».
هغه څوک چی د «لا اله الا الله» په ويلو سره د اسلام اقرار کوي، هغه مسلمان دی، او پرته د مرتد کيدو، ناحق قتل کولو، او زنا څخه (هغه هم چی د واده خاوند وي) د هغه وژنه ناروا ده، او مرتد هغه څوک دی چی په ښکاره باندې د اسلام څخه انکار وکړي، او يا داسی وينا او عمل وکړي چی پرته له کفره يې بله معنی نه وي، د دې پرته په وړو وړو خبرو، يا د يوی ګناه له امله په چا د کفر ټاپه لګول او بيا په ظالمانه ډول د هغه وژل هيڅ کله هم د مسلمان عمل نه شي کيدی.د جنګ په ميدان کې اسامه بن زيد (رضي الله عنه) يو سړی وروسته د توحيد د کلمې له ويلو قتل کړ، نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته ويل: «آيا هغه تا د لا اله الا الله د ويلو وروسته وواژه» او دا خبره يې څو وارې تکرار کړه.
په دغه ډول مقداد بن الأسود (رضي الله عنه)  د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه پوښتنه وکړه: که زه د يو کافر سره مخ شم، او مونږ جنګ شروع کړو، هغه زما يو لاس په توره ووهي او پرې يې کړي، بيا هغه زما څخه د يوې ونې شا ته شي او ووايي چې ما اسلام قبول کړی دی، نو آيا زه يې قتل کړم؟ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: نه، هغه عرض وکړ: اې د الله رسوله! هغه خو زما د لاس د پريکولو وروسته د اسلام اقرار وکړي ( د ويرې له امله)، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وويل: مه يې قتل کوه، که قتل دې کړ نو ته به د هغه د مرګ وروسته داسې شې لکه هغه چې د اسلام د اقرار څخه مخکې وو».
معنی د ا ده چې د اسلام له اقرار څخه مخکې د هغه وژل روا وو، خو د اسلام د اقرار څخه وروسته د هغه وينه محفوظه شوه، او که تا مړ کړ نو ته واجب القتل شوې او قصاصا به وژل کيږې.
له دې امله کوم خلک چې په يوه پلمه او بله پلمه خپل لاسونه د مسلمانانو په وينو سره کوي، هغوى دې د الله تعالی څخه وويريـږي او د مسلمان د وژلو څخه دې ډډه وکړي، چې په دنيا او آخرت دواړو کې د دې کار پايلې ډيرې ناوړه دي.


د قافلې مياشتنى مجلې څخه په مننې سره

ليکنه: دکتور رحمت الله زاهد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب