د مسلمان پوهانو غوره ویناوې

بد کاري له الله رب العزت سره څرګنده دښمني  ده.

( بايزيد رحمه الله )

خپل اصلي هدف د الله رب العزت رضا وګرځوه او د الله رب العزت د نفرت او مرستې څخه مه نا اميده  کېږه.

( حسن  البناء رحمه الله)

علم د دين پالني لپاره  دى نه د دنيا  خوړنې لپاره.

( شيرازي)

هغه څوک، چې د دين او ازادۍ لپاره په خپلو  وينو لمبېدلي وي. دنيا کې د نوم او وياړ څښتنان دي او په آخرت کې به يې ځاى جنت وي.

(  علي رض)

پرنيکۍ بيړه کوئ او په ناوړو فکر.

( شفيق بلخي رحمه الله)

پوهان له وينا څخه  وړاندې فکر کوي  او ناپوهان  وروسته.

( حسن بصري رحمه الله )

ټول قدرتونه يا قوتونه د مطلق قدرت پر وړاندې کمزوري  دي.

( شهاب الدين)

څوک چې مرګ په پام کې لري په نيکۍ او پاکۍ بېړه کوي.

( علي رضى الله تعالى عنه )

کوم مهال، چې د ګناه اراده کوئ؛ نور الله رب العزت  له پاچاهۍ څخه بهر ووځئ.

( ابراهيم ادهم رحمه الله )

له خلکو سره ډول ډول ښېګڼې وکړه، چې  په دې توګه به ستا سينه پراخه شي.

( ډاکټر همکار)

د الله رب العزت مرسته له جومات سره وي؛ نو د ټولو مسلمانانو ورونو سره کومک او همکاري کوه، ځکه چې ورورولي او يوالى په جهاد کې د بري يواځينۍ لاره ده.

( حسن بصري ر حمه الله )

په تاسو کې له ټولو څخه ښه هغه څوک دى، چې قران زده کړي او نورو خلکو ته يې وروښيي.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

تقوى دا ده، چې د لويې او وړې ګناوو څخه ځان وژغورل شي.

( ابن قيم جوزى رحمه الله )

ايمان د تشي ادعا نوم نه دى بلکې رښتينى ايمان هغه دى، چې په زړه کې قرار ومومي او عمل يې رښتينى کړي.

( امام مالک رحمه الله )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب