د مسلمان ځوان ورزشي تمرينونه

 کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د اُحد د غزا لپاره د مسلمانانو لښکر تياولو سمرة د جُندب زوى او رافع د خديج زوى داوړه راغلل او له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يې وغوښتل چې د اُحد د غزا لپاره د مسلمانانو په صفونو کې د ګډون کولو اجازه ورکړي، خو څرنګه چې عمرونه يې تر پنځلسو کلونو څخه نه وه اوښتي، په هم دې اساس رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغوى له منلو څخه انکار وکړ، خو بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ته چا وويل چې رافع ډېر ښه غشي وېشتل کوي، ځکه خو رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته د ګډون کولو اجازه ورکړه، خو کله چې سمرة خبر شو ايماني غيرت ورته ودرېدلو او د دوهم ځل لپاره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته بېرته راغى، او ورته و يې ويل چې ماته هم د رافع غوندې اجازه راکړه، او زه رافع ته په غېږ ورځم. بيا رافع او سمرة دواړه په غېږ سره ورغلل او رافع يې را وپرزولو، ځکه بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم سمرة ته هم د ګډون کولو اجازت ورکړ.

 مسلمان تل هڅه کوي چې هډونه يې قوي او جسم يې مضبوط وي، ځکه خو د دې مقصد لپاره په فارغ ومت کې ورزشونه او تمريني لوبې سرته رسوي، او دا ډول لوبې د مسلمان لپاره ضروري دي او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:    المؤمن القوي خير وأحب إلى الله من المؤمن الضعيف، وفي کل خير(مسلم و ابن ماجه).   قوي مسلمان الله تعالى ته تر کمزوري مسلمان غوره دى او په هر يوه کې خير دى.    عمر بن الخطاب رضي الله عنه د شام مسلمانانو ته ليک ولېږه او په هغه کې يې ورته وليکل:   اعلموا أولادکم السباحة والرمية و رکوب الخيل (الدرالمنثور).  تاسي خپلو اولادنو ته د اوبو لامبو وهل او د نښې وېشتل او د اسونو سورلي ور زده کړئ.

که د عمر رضي الله تعالى عنه په وخت کې او لادونو ته د هم دې شيانو ور زده کول ضروري وه، او هم دغه شيان په دښمن د غلبې موندلو وسايل وه، نو په نن وخت کې خو اولادونو ته د هر هغه څه ور زده کول زيات ضروري دي کوم چې هغوى د دښمن د مقابلې لپاره ورته اړتيا لري.    ورزشي تمرينونه ډېرې ګټې لري، هغه د انسان د وينې سرعت زياتوي، په وينه کې اکسيجن ته وده ورکوي کوم چې سېنه پراخوي او انسان د ښږيو له رنځونو څخه ساتي، د انسان جسم وده ورباندې کوي، هم دا راز ورزشي تمرينونه د انسان په ښو اخلاقو او عقل کې زياتوالى راولي، ځکه چې يوه مقوله ده:   العقل السليم في الجسم السليم.  روغ عقل په روغ بدن کې وي.    ورزشي تمرينونه انسان ته لوړ همت وربخښي    ورزشي تمرينونه انسان ته لوړ همت وربخښي او هغه د دې اهل کرځوي چې د ژوندانه په پېچومو کې د ناخوالو په وړاندې په جرات سره مقاومت وکړي، ځکه خو موږ بايد خپلو اولادونو ته د ورزش کولو اجازت ورکرو، خواه که هغه د لوبو له لارې وي او که په ورزشي تعليمي مرکزونو کې وي، لکه د فوټبال او واليبال لوبې او دکراته بازي او يا نورو ورزشي تمرينونو ښوونځي. خو دا په هغه صور ت کې چې لاندې لارښوونې په پام کې ونېول شي:

تر هر څه د مخه اولادونو او د هغوى والدينو ته په کاره ده چې په ورزشي تمرينونو کې يې نيت دا وي، چې د اسلامي ټولنې د خدمت مصدر او د دفاع لپاره اهل وکرځي، وکولاى شي هغه حقوق او واجبات چې د يوه مسلمان فرد په صفت يې په ذمه پراته دي په بشپړه توګه اداء کړي؛ که په هم دې نيت سره ورزشي تمرينونه تر سره کړي، نو دا يې هم په عبادت کې ګڼل کيږي، خو په دې شرط چې د عبادت د وختونو او د نورو حقوقو او واجباتو په کې خيال وساتي او د دې نيت به نه کوي چې خلکو ته ځان ورباندې ښکاره کړي، تر څو خلک ووايي چې فلانى ډېر قوي دى.

 د ماشومانو د سن او عمر مراعات بايد وشي، هر هغه عمر چې په هغه کې د ماشوم لپاره ورزش کول مناسب نه وي بايد سخت تمرينونه ور نه کړل شي.   مسلمان ځوان وررو هغه ورزشي لوبې کوي کومې چې شريعت روا بللي وي:   مسلمان ځوان وررو هغه ورزشي لوبې کوي کومې چې شريعت روا بللي وي، هغه ته يې بدني او ذهني کټه رسيږي او غوره لوبې هغه دي چې په سنت نبوي کې ذکر شوې دي، لکه د نښو وېشتل، د اسونو ځغلول، د اوبو لامبو وهل، منډې وهل، غېږې اېستل، پهلواني کول او که لوبې حرامې وي، لکه د شرطونو او قمار لوبې او يا په کې د وخت ضياع وي، لکه کرمبوټ اويا په کې د نرو او ښځو ګډون وي، او يا په کې د لوبغاړي لپاره ستر د عورت نه مراعات کيږي، بيا مسلمان ځوان ته په کار ده چې ځان ليرې ورڅخه وساتي او ګډون په کې و نه کړي.   مسلمان ځوان د ځان لپاه منظم تقسيم الاوقات ټاکي، چې د کور د کارونو لپاره هم وخت باسي، د درسونو د يادولو لپاره هم وخت ټاکي، د کاروبار لپاره هم وخت ټاکي او د ورزش لپاره هم وخت ټاکي، د خوب لپاره هم وخت تعين کوي؛ دا ځکه چې معتدل او منظم ورزش د انسان جسم ته ګټه رسوي او په ورزش کې افراط او تفريط د انسان بدن او قواوو ته تاوان پېښوي.   د ورزش لپاره غوره ځايونه چمنونه، پارکونه، د لوبو هوار ميدانونه چيرته چې پاکه هوا چلېږي او د نرو او ښځو اختلاط په کې نه وي، هم دا راز مسلمان ځوان ورزش کوونکى بايد له وړکتوب څخه ځان په دې عادت کړي چې د ښځو او نجونو د ورزش له ځايونو څخه ليرې و اوسي.    مسلمان ځوان ورزش کوونکي ته په کار ده چې د ورزش په وخت کې داسې جامې وانه غوندې چې د شريعت له نظره مخالفي برېښي او يا د ورزش کوونکي ستر د عورت په کې نه وي.    هم دا ډول مسلمان بايد د عبادت او فرضونو په وخت کې ورزش و نه کړي، تر څو يې فرضونو ونه ځنډيږي او نه داسې وي چې د روژې په مياشت کې د روژو نيول پرېږدي، ځکه چې ورزش کوي.   مسلمان که د تعليم په مرحله کې وي بايد ورزش په داسې شکل وکړي چې درسونه او صنف ته حاضرېدل يې ور څخه متاثر نه شي، بلکې ورزش د خپل تعليمي تفوق لپاره وسيله وګرځوي.   هم دا راز مسلمان ځوان ورزش کوونکى او يا لوبغاړى ښه اخلاق خپل کړي، له غصه کېدلو او ښکنځا کولو څخه ليرې وګرځي او صبر او تحمل وکړي، د خپلو ملګرو او مقابل فريق د لوبغاړو مينه او احترام وساتي.   دا هر څه ځکه د مسلمان ځوان لپاره ضروري دي، چې اسلام غواړي تر څو معتقدين يې په جسمونو او اندامونو کې قوي وي، لکه څرنګه چې غواړي پيروان يې د قوي ايمان او عزم خاوندان وي، او دا ځکه چې هر مسلمان وګړى د دې امت يوه خښته بلل کيږي او چې خښتې پخې او ټينګې نه وي، د امت د تعمير بقا نه شي تضمين کېدلاى.   که چيرې مسلمان ځوان ورور بيا دعوتګر هم وي، نو دا بيا نور على نور خبره ده، ځکه خو دى کولاى شي چې خپل ورزشي ملګرو ته دعوت وکړي؛ ورزش يو ډول پېژندلګلوي ده له هغو کسانو سره چې تاسو مخکې نه پېژندل، خو اوس د دې لوبو په واسطه ورسره ملاقات کوئ، نو په کاره ده چې مسلمان ورزشي دعوتګر هر هغه لوبغاړى چې ورسره مخ کيږي په ډېرو ښو اخلاقو او په زړه پورې وينا سره متاثر کړي، تر څو هغه په دې و پوهيږي چې د اسلام مبين دين د لوبو مخالف نه دى، او بل د هغه لپاه قدوة حسنة وا وسيږي، ځکه خو د لوبو ميدان هم يو ډول د دعوت ډګر بلل کېدالى شي، نو د دې لارې هم مسلمان ورزشي دعوتګر کولاى شي خپل مسؤليت او هغه خالي تشه ډکه کړي چې د لوبو د ميدان ملګري ور څخه بې برخې پاته دي او دعوت ورته نه دى رسيدلى، که دعوت ورته رسيدلى هم وي، خو زما په فکر دا به تر هغه دعوت ډېر تاثير لرونکى نه وي چې خپل د لوبې ملګرۍ يې ورته راوبولي او هغه ورڅخه متاثر شي، ځکه خو داعي ورور د ده تر څنګ لوبې کوي او ورسره نژدې اوسي چې په اسانۍ سره کولاى شي د نهضت اسلامي سره يې تړي.

عبد النصير (مرستيال ) کندهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب