د مسلمان کور په دوو شيانو سره له نورو بېليږي

د مسلمان کور په دوو شيانو سره له نورو بېليږي:

{اول} په اوسېدونکوسره
{دويم} په خپلومحتوياتوسره.

اوسېدونکي ددې کورنئ ټول مسلمانان دالله تعالی عبادت کوونکي اوتابعداردي۔اوپه محتوياتوسره ځکه له نوروبېليږي چي ټول ددين په خدمت کي دي  اودالله رب العزت په عبادت کي مصروف وي.

په دې هکله دوه صفتونه بايديومسلمان کورولري :
{اول} هغه څه چي په يوې مسلمانه کورنئ کي بايد وي او د ا کورنئ بايدورباندي ښائسته وي .
{دويم} هغه څه چي يوه مسلمانه کورنئ بايدترې خلاصه اومنزهه وي.اوس به راشوهغوشيانوته چي يوه مسلمانه کورنئ بايدورباندي ښائسته وي اوهغه بايدهلته شتون ولري  هغه دادي :

{۱} مسلمانه کورنئ دطاعت کوردی،بايد دالله په ذکر سره آبادوي ـ
له ابوموسی اشعري رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي: (( مثل البيت الذي يذكر الله فيه و البيت الذي لا يذكر الله تعالى فيه كمثل الحي و الميت )){رواه مسلم{

په  کوم کورکي چي دالله ذکرکيږي اوپه کوم کي چي نه کيږي ددې مثال دمړه اوژوندي په څېردی .

په دې حديث کي ئې دهغه کورتشبيه چي دالله تعالی ذکرپکي کيږي دهغه انسان سره ورکړي چي ژوندی وي، روح لري اوپخپله حرکت کوي  ګرزي .اودهغه کورمثال چي دالله ذکرپه هغه کي نه کيږي، دالله تعالی  له ذکره خالي وي  دمړه سره ئې تشبيه ورکړي چي په خپله اراده سره نشي ښورېدلی .

{۲} مسلمانه کورنئ بايدپه لمانځه سره به اباده وي:
په  حديث کي راغلي دي (( اجعلوا من صلاتكم في  بيوتكم ولا تتخذوها قبورا ))( رواه مسلم) له خپل لمانځه څخه يوڅه حصه په خپلو کورونوکي وکړئ اوله خپلو کورونو څخه قبرونه مه جوړوئ

ددې مبارک حديث مطلب دادی چي که تاسوپه خپلوکورونوکي لمونځ کووئ نوکورونه به مودژوندوکورونه شي،که ئې نه کووئ نودمړودکورونوسره به مشابه شي ځکه په هديروکي لمونځ نه کيږي،هلته لمونځ مکروه وي،نوکورونه هم دمقبروپه څېرمه ګرزووئ .

په بل حديث کي راغلي دي: «عليكم بالصلاة في بيوتكم، فإن خير صلاة المرء في بيته إلا المكتوبة» (سنن أبي داوود)
په خپلوکورونوکي لمونځ کووئ ځکه دسړي له فرض  لمانځه پرته په نوروټولولمونځونوکي غوره هغه لمونځ دی چي دی ئې په خپل کورکي وکړي .

داحديث سړوته متوجه دی يعني تاسوپه کورونوکي نفلونه کووئ ځکه دسړي په نفلي لمونځ کي هغه غوره اوبهتردی چي په خپل کورکي ئې وکړي ځکه داله ريا،ځان ښودني لري اواخلاص ته نږدې وي. الاالمکتوبة؛پرته له فرضي لمانځه څخه ځکه هغه په مسجدکي کول  ضروري اودډېرثواب لامل  دی .دمسلماني ښځي لپاره ټول لمونځونه په کورکي کول غوره اودډېرثواب لامل دی .

په کورکي لمونځ کول داولادلپاره هم تربيت دی،کېديشي چي ځيني هغه ماشومان چي خپل پلرونه په کورکي په نوافلو کولونه ويني دافکروکړي چي لمونځ يوازي پرښځوفرض دی ځکه دوی يوازي مورويني چي په کورکي لمونځ کوي،نوله دې کبله بايدسړی کوشش وکړي چي نوافل اوسنت په کورکي وکړي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب