د مسنون اعتکاف اړوند مسائل

د روژې په ورستیو کې اعتکاف سنت مؤکده کفايه ده:

مسئله  :  دروژي  په  وروستيو لسو  شپو اوورځو كښي  اعتكاف  سنة مؤكده  كفايه ده  .  كه يې  دكلي  يامحلي  ځخه  يو يادوه كسا ن  وكړي    نور خلك يې په  تر ك  [ پريښولو ] نه ګنهګاريږي  .  الدرالمختار وردالمحتار  ۳\۴۹۵

د اعتکاف لپاره نيت شرط ده:

مسئله   : د اعتكاف لپاره نيت شرط ده  بي له نيته  اعتكاف  نه صحيح كيږي  .

الهنديه  ۱\۲۱۱  و الطحطاوي ص\ ۶۹۹

داعتکاف له شرائطو څخه يوهم مسجد ده:

مسئله   :  د اعتكاف  له شرائطو څخه  يو هم  مسجد ده  لهذا د نارينه  اعتكاف  دمسجد څخه علاوه  په كور يا بل ځاى  كې  نشي كيدلى.

في الهنديه  ۱\۲۱۱  ومن  شرائطها  مسجد الجماعة  فيصح  في كل مسجد  له اذان واقامة .

د اعتکاف لپاره مطلق مسجد شرط ده:

مسئله  :  د اعتكاف  لپاره  مطلق  شرعي مسجد شرط ده، د اضروري  نه ده چي  په   هغه مسجد كې به  پنځه وقته  په جماعت سره لمونځونه كيږي  . يابه  د جمعي لمونځ پكې  كېږي.

لمافي الدرالمختار وردالمحتار ۳\۴۹۳   وقالا يصح في كل مسجد  وصححه السروجي  في الشامي  تحته  قوله وصححه  السروجي   وهو اختيار الطحاوي  قال   الخير الرملي  وهوايسر  خصوصا في زماننا  فينبغي  ان  يعول  عليه  .  الخ

د اعتکاف لپاره ترټولو افضل مساجد:

مسئله  : د نارينه ؤ د اعتکاف لپاره ترټولو افضل  د اسلام لمړني سترمساجد دي یعني مسجدالحرم المکي ، مسجد الحرم المدیني ، او مسجد اقصی بیت المقدس او له هغه وروسته بیا افضل دا ده  چې  اعتكاف  په جامع مسجد كښي  وكړي  او كه هغه نه وي   نوبيا  د كلي  او د محلي  مسجد  غوره ده   .

لمافي التاتارخانيه ۲\۴۱۱  الافضل  اعتكاف الرجل  في الجامع   اذاكان ثمه قوم يصلون بجمعة  فان لم يكن  فاعتكافه  في مسجده  افضل  .  الخ

والموسوعة الفقهية  ۵\۱۷۷

که میرمنو اعتکاف کاوه نو د اعتکاف لپاره به ضرور يوځای معلوموي:

مسئله :   ميرمنې  دې  د كور په مسجد كې (يعنې هغه ځاى  چي  په كور كې د ښځو د لمانځه لپاره  معلوم  شوی وي) اعتكاف  كوي  او كه يې  په  كور كې  داسې ځاى  نه وي  نو بيا دې د كور يوه  خونه يا د خونې  يو كنج  او زاويه  د لمانځه  او اعتكاف  لپاره  معلوم  كړي اوبيا دې  په  هغه ځاى  كې   د اعتكاف نيت وكړي  .

كه يې  یوه خونه یا په خونه کې يوځاى  د لمانځه او اعتكاف لپاره معلوم  نه  كړ او هسې  په  خونه كې  يې  اعتكاف كاوه  نو دا اعتكاف يې صحيح  نه ده  .

مراقي الفلاح والطحطاوي  ص \۶۹۹   الهنديه ۱\ ۲۱۱   .

ميرمنوته داعتکاف خونه دمسجد حکم لري:

مسئله   :  ميرمني  چې  په  كوم  ځاى  كې اعتكاف  كوي  نو هغه ځاى  د دوی  لپاره  د مسجد حكم  لري، بي   د شرعي  عذرونو  نشي  ځيني  وتلاى كه  بې  عذره  ځينې  ووتلې  اعتكاف يي فاسديږي   كه واجب او نذري اعتکاف وو بيرته به يې راګرزوی ،او كه مسنون یا نفلي  وو، نو هغه په داسي وتلو سره پاى  ته رسيږي. البته په مسنون اعتکاف کې به یوه ورځ قضاء راګرزوي اوپه نفلي کې قضاء نشته .

لمافي مراقي الفلاح  وطحطاوي ص\ ۶۹۹  فتلك البقعة  في حقها كالمسجد الجامع  في حق الرجل   لاتخرج  منها  الا لحاجة  الانسان  الخ  وفی الطحطاوی  لاتخرج منه اذا اعتکفت فلوخرجت لغيرعذريفسد واجبه     وينتهی  نفله  الخ

د ميرمنو د اعتکاف له شرائطو څخه:

مسئله : ميرمنو ته د اعتكاف  لپاره یوشرط  داده چي  له ځانګړو بيماريو [حيض  او نفاس ] څخه به پاكې وي. او كه كومي  ميرمني  ته  دا بيمارۍ  ورپيښه شي  نو داعتكاف له ځايه دي وزي  ، او اعتكاف يې پاي ته رسيږي :

او د یوې ورځې د اعتکاف قضاء دې راوړي. د دې مسئلې تفصیل وروسته را روان ده .

ردالمحتار ۳\۴۹۵   احسن  الفتاوی  ۴-   ۵۱۲

ميرمنې به د اعتکاف لپاره له خاوند څخه اجازه اخلي:

مسئله  : د ښځي د اعتکاف لپاره ضروري ده چې له خاونده څخه اجازه واخلي، که د خاوند د اجازې پرته یې اعتکاف وکړ نو ګناهګاره ده البته اعتکاف یې صحیح دی .

او که خاوند اجازه ورکړه او میرمن یې اعتکاف ته داخله شوه نو بیا زوج حق نه لري چي له اعتکاف یې وباسي یا اعتکاف ورباندې پریږدي، یا یې فاسد کړي .

او که اعتکاف ته نه وه داخله شوې نو بیا زوج حق لري چي له اعتکاف څخه یې منعه کړي. او دا حکم عام دی که نفلي اعتکاف  وي او که سنت  یا که د نذر، يعنې په ټولو صورتونو کې هم دغه وړاندينی حکم دی لکه د هنديه له عبارت څخه چې معلومېږي .

الهندية ۱\۲۱۱  والموسوعة الفقهية ۵\۱۷۷ .

په مسنون  اعتكاف  کې مسجد ته د داخليدو وقت:

مسئله  :  : هغه څوك چي د مسنون اعتكاف نيت لري هغه به  په  ۲۰ د رمضان المبارك  د مازيګر  د لمر لويدو وړاندي مسجد ته داخليږي. اوكه  په دي وخت داخل نشو نو بيا يې مسنون اعتكاف پوره نه ده. نوځکه بهتره دا ده چې کله د مازيګر د جماعت لمانځه ته مسجد ته داخل شي نو سمدستي دې له داخلېدو سره د اعتکاف نيت وکړي.

لما في  معارف السنن ۵\ ۵۴۴ ومذهب الاربعة  هودخوله  قبل الغروب  لمن اراد ان يتم  العشر  الى قوله  بل الابتداء  بدخوله المسجد  قبيل  غروب الشمس  العشرين من رمضان  وكل من يريد ان يتم  اعتكاف العشر  لزمه ان  يدخل  المسجد  قبيل غروب الشمس من العشرين  والا لم يتم  له العشر  الخ

وفي المرقات ۴\۵۲۸ – ۵۲۹ وعن عائشه رضی الله تعالی عنها قالت :کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا اراد ان يعتکف صلی الفجر ثم دخل في معتکفه رواه ابو داود وابن ماجة .والترمذي والنسايي .

قال علي القاري رحمه الله تعالی : وعندالائمة الاربعة أنه يدخل قبل غروب الشمس ان اراد اعتکاف شهر اوعشر وتأولوا الحديث بأنه صلی الله عليه وسلم دخل المعتکف وانقطع وتخلی نفسه فانه کان في المسجد …وليس المراد ان ابتداء الاعتکاف کان في النهار الخ  ومثله في الهندية ۱\۲۱۴

د اعتکاف څخه د وتلو وقت:

مسئله:  د اعتكاف څخه دوتلو وقت يې  د کمکي اختر د شپې  ماښام  ده، يعنې د مازيګر د لمر لويدو څخه وروسته، البته  څرنګه  چې  په احاديثو کې د اختر د شپي  زيات  فضائل  راغلي نو  افضل  دا ده  چي  د كمكي اختر شپه په مسجد کې په عبادة سره تېره كړي او له سپيدو څخه وروسته ووزي. والله تعالی اعلم.

مسنون اعتکاف له مسجدڅخه په بې عذره  وتلو سره پای ته رسېږي:

مسئله:  كه  په مسنون اعتكاف  كې  معتکف یا معتکفه له  مسجد یا د اعتکاف له خونې څخه  د شرعي  عذر پرته  ووزي  نو دغه اعتكاف یې  پاى  ته رسيږي او د مسنون اعتكاف ثواب يې نشته.

الفقه  الحنفي  ۱\۴۳۲   وفي مراقی الفلاخ والطحطاوي وانتهی بالخروج غيره ای غيرالواجب وهوالنفل  الخ وفی الطحطاوی ولاتخرج  منه اذا اعتكفت  فلوخرجت  لغير عذر يفسد واجبه   وينتهي  نفله  الخ

لمافي  معارف  السنن  ۵\ ۵۱۳  فلوافسد الاعتكاف المسنون  قبل  اتمامه  احرز ثواب مااعتكف  ولم يات بالسنة   الخ

لیکوال: مفتي ابو یاسر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب