د مسواک وهلو ګټې

عن عائشة قالت : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : السواك مطهرة للفم مرضاة للرب. [صحیح ابن خزیمة135]

ژباړه: دحضرت عائشې رضی الله تعالی عنها څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مسواک دخولې پاکوونکئ دئ، اود الله خوشحالوونکئ دئ.
دمسواک په وهلوباندی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ډیرټینګار کړئ دئ، په بل حدیث کی راځی: لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم بالسواك عند كل صلاة.[صحیح ترمذی 23] یعنی که زما پرامت باندی سخته نه تمامیدلای نومابه دوی امرکړیوای چی دهرلمانځه سره یې مسواک وهلئ وای.
داغسی نورډیر احادیث په فضیلت کی دمسواک وهلو راغلی دی.
اوداچی په حدیث کی راغلی: مسواک دخولې پاکوونکئ دئ داځکه چی یوخومسواک دانسان دخولې بدبوی ایسته کوی، اود بلی خوا مسواک دانسان خوله دډیرو ناوړو ناروغیو څخه ساتی.
په ردالمحتار کی یې د مسواک وهلو څودانې فایدې ذکر کړیدي:
1.  خوله پاکه وی.
2.  الله پاک خوشحاله کوی.
3.  ملائکی خوشحاله کوی.
4.  سترګی روښانه کوی اودید یې ډیروی.
5.  دخولې بد بوی، اودغاښونو کنډی رنډی ورکوی.
6.  غاښونه سپینه وی.
7.  اوبرۍ ټینګه وی.
8.  ډوډی هضموی.
9.  بلغم پرېکوی.
10.  دلمانځه ثواب څوچنده کوی.
11.  دقرآن لاره (ستونئ) پاکوی.
12.  فصاحت ډیروی.
13.  معده قوی کوی.
14.  شیطان په خښم کوی.
15.  نیکۍ ډیره وی.
16.  ژړئ ورکوی.
17.  دسر رګونه آراموی.
18.  دغاښودرد آراموی.
19.  خوله خوشبویه کوی.
20.  دځکندن په وقت کی دروح وتل آسانه کوی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب