د مصنوعي ويښتانو ګنډل او ايښودل څه حکم لري ؟

زه یوه پوښتنه لرم که لطف وکړی جواب راکړی .

دهیواد به زیاتره ولایاتو کی یو لړکسان چی پرسر ویښتان نلری هغو ته پرسر ویښتان کیښنوی مثلآ دا مصنوعی ویښتان د نور قدرتی ویښتانو سره گندل کیږی او یوه حصه چی دتندی حصه د ایلفی (سریښ) به زریعه نښلوی ایا ددی ویښتانو پرسرکول یا پیوند کول پخپل سرباندی د اسلام له نظره څنگه دی او لمونخ او غسل ورسره کیږی  که نه؟
منوراحمدی د کندهار نهځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

اول صورت د ويښتانو کرل :

کچيرې د چا ويښتان د کوم مرض يا بله وجه تويي شي او يا يې د سر کومه برخه پکه وي نو هغه ته د عيب د مينځه وړلو د پاره دا جايز ده چې د سر د ځنو برخو ويښتان وباسي او هغه په تويي شوې او پکه شوې برخه کې وکري .
مجتمع فقه اسلامې او فتاوي البدالحرام دې ته جواز ورکړی دی .
تجوز زراعة الشعر لمن سقط شعره لمرض أو حادث ، لأن ذلك من باب إزالة العيب وردّ الأمر إلى ما خلق الله تعالى .
جاء في قرار مجمع الفقه الإسلامي المنبثق عن منظمة المؤتمر الإسلامي المنعقد في دورته الثامنة عشرة في ( ماليزيا ) من 24 إلى 29 جمادى الآخرة 1428هـ ،الموافق 9– 14تموز ( يوليو )2007م ، بشأن عمليات التجميل ، في بيان ما يجوز منه :
” يجوز شرعا إجراء الجراحة التجميلية الضرورية والحاجية التي يقصد منها :
أ- إعادة شكل أعضاء الجســـــم إلى الحالة التي خلق الإنسان عليها لقوله سبحانه : ( لَقَدْ خَلَقْنَا الإنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ) [العلق : 4 ].فتاوي البدالحرام
سوال : دلته په امريکا کې د کومو کسان چې ويښتان توييږي هغه برخه چې پکه شوی وي ويښتان پکې کرې په دې صورت چه د شا د طرف نه ويښتان اخلې او د مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا داسې کول جايز دي ؟
ځواب : هو دا کار جایز دی ځکه دا کار ددې د پاره دی تر څو عيب ورک کړي او د سينګار يا د الله تعالی په خلقت کې اضافه والی نه دی .
بلکې دا د هغه څه مينځ ته راوړل دي چې کم شوی دي او دا د غيب له منځو وړلو په مثال دی ، په بخاري شريف کۍ د دريو کسانو قصه ذکر شوی ده چې يو د هغوی پک وه او ويل به يې زه دا خوښوم چې الله تعالی ما ته ویښتان راکړي ،هغه وخت پريښتې لاس ورباندې کش کړ او الله تعالی هغې ته ښايسته ويښتان ورکړل (بخاري )  دا تقريباً یو ه مشهوره قصه ده .
فتاوي البلد الحرام- كتاب الدعوة (205/ 74- 75)دوهم صورت د مصنوعي ويښتانو وصلول :
په دې مسئله کې د معاصرو علماء تر مينځ اختلاف دی چې ځنې فقهاء يې په جواز قائل دي په دې شرط چې ويښتان له داسې مادې څخه جوړ وي چې هغه پاکه وي ، کمياوي مواد يې مضر نه وي ، د ضرورت د پاره وي نه د پيشن او سينګار .
مګر ځنې علماء بيا ردوي د هغوی دليل  دا دی چې د مصنوعي ويښتانو لګول د (بالوصل المحرم) کوم چې په اسلامې شرعيت حرام دي مشابهت لري .
إذا لم تمكن زراعة الشعر الطبيعي كما هو الحال في السؤال ، فلا حرج في زراعة الشعر الصناعي بشرط أن يكون مصنوعا من مادة طاهرة ، وألا يترتب عليه ضرر يزيد على الضرر الحاصل .
وقد ذهب بعض الباحثين إلى تحريم زراعة الشعر الصناعي ، وعللوا ذلك بأنه شبيه بالوصل المحرم ، لأن الشعر الصناعي يبقى كما هو ولا ينمو ، وفيه تتحق بعض علل النهي كالتدليس وتغيير خلق الله ، ولما يترتب عليه من الضرر . (موقع الاسلام السوال جواب )
او دا چې په سوال کې ورته اشاره شوې ده چې له نورو ويښتانو سره ګنډل کيږي او سريښ ور باندې وهي په دې اړه پوره معلومات نه لرو .
ددې په اړه به ان شآء الله تحقيق وکړو وروسته به د اسلامې امت د معاصرو فقهاوو نظرونه تر لاسه کړو .و الله اعلم .
اسلامې لارښود

اسلامې لارښود

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب