د معدې زخم

کله چی دمعدې په سطحي برخه اویاکوچنیو کولموپه اولنی برخه کی زخم رامنځته سي،دمعدې دزخم پنامه سره یاديږي اوداهغه وخت منځته راځي چی کله دمعدې دتېزابو اومخاط ترمنځ تعادل له منځه ولاړ سي یعني که چیري دتېزابو کچه زیاته سي اویادمخاطو اندازه کمه سي نو دمعدې زخم رامنځته کیږي.
ترټولو عام سبب یی یوباکټریا ده چي دH.pylori یاhelicobacter pylori پنامه سره یادیږي اوداباکټریا داوبو اوخوراکي موادو پذریعه معدې ته انتقالیږي. همدارنګه NSAIDs یاnon steroidal anti inflammatory drugs ګروپ دواګانوپواسطه هم دمعدې زخم رامنځته کیږی لکه بروفین،اسپیرین اوداسي نور،ځکه دادواګاني دپروسټاګلاندین پنامه مواد چي دمعدې په حفاظت کي مهم رول لري،له منځه وړي نوباید بیله اشد ضرورته یادډاکټربي مشوري دادواوي استعمال نسي. بل محیطي عوامل لکه الکول څيښل،ذهني فشار یااسټریس اوغیرمنظم غذایي رژیم يي په منځته راتلوکي مهمه ونډه لري. اودیونامعلوم علت له کبله د cytomegalo virus هم دمعدې دزخم سبب ګرځي. خوجالبه لا داده هغه کسان چي د O ګروپ وینه لري،زیات دمعدې زخم ته مساعد دي.

د معدې د زخم نښي نښانې:

اول-درد:دادمعدې دزخم ترټولومهمه نښه ده چي مریض به دخيټي په پورتني قسمت کي دسوزش اویانامعلوم دروندوالي احساس کوي،خصوصاً کله چي مریض ډوډی وخوري نو پسله د1-3 ساعته پوري مریض ته دردونه پیداکيږي او دردونه یي دخيټي دپورتنی برخي سربیره وسینې،اورمیږ او حتا دلاسو ګوتو ته هم رسیږي نوپدې خاطرباید دا دردونه دقلبي دردو سره غلط نسي. همدارنګه کله کله مریض ددردونو له امله دشپې له خوبه راویښيږي. اما دمریض دردونه دډوډی خوړلو یاانټي اسيډو سره دلنډي مودې لپاره دمنځه ځي. دوهم-مریض به ددردونو ترڅنګ استفراقات،دلبدي،داشتها خرابوالی اودخيټي بادونه هم ولري. دمعدې دزخم خطرناکه علامې: 1-تورغایطه مواد:داپدې معنا چي کله دمعدې دزخم څخه خونرېزي یاوینه بهېدنه کیږي نو هغه ترغټوکولموپوري په تور رنګ بدليږي اوغایطه موادو ته هم تور رنګ ورکوي لکه قیر…
2-وینه لرونکي استفراقات:که چیري دمریض استفراقاتو کي وینه موجوده وي،نوداهم دخطر علامه ده.
3-شدید اوناڅاپه دردونه هم دخطرناکو علامو څخه شمېرل کیږي. که دمعدې زخم پروخت تداوي نشي نو څه پېښيږي: اول:ترټولو غټ اختلاط یی دمعدې سرطان دی چي شخص په اخته کيږي خصوصاً هغه زخمونه چي دایچ پایلوري( h.pylori) باکټریا له جي رامنځته سوي وي. دوهم:کمخوني-که چیري دزخم څخه دوامداره وینه وبهيږي نو طبیعي خبره ده چي انسان دکمخونی سره مخ کيږي.
دریم که چيري زخم نور هم پسي اوږد سي اودمعدې لاندینی طبقې ته ورسيږي نو معده سوری کیږي اودهمدې سوري له لاري تیزاب او نورمواد بهرته وځي او خيټي ته توییږي نوکه په خېټه کي دهرقسمت سره ونښلي،دهغه دالتهاب اوتخریب سبب کیږي. دمعدې دزخم تداوي: که چیري دازخم دایچ پایلوري h.pylori باکټریاله وجي منځته راغلی وي نوباید د(10-14) ورځو پوري مناسب دباکټريا ضددوا( antibiotics ) لکه کلاریترومایسین….مريض ته ورکول سي اوترڅنګ یي دتیزابوضد دوا(antiacid)لکه اومیپرازول،لانزوپرازول یا رانیټېډین،فاموټېډین…ورکول سي.
بل مریض باید دترخو،تروو یاتروشو اوډیرو خوږو خوړو لکه مرچ،لیمبو،چاکلېټ او یاخامو پیازو،سبزیجاتو اوباذنجڼو څخه په کلکه پرهيز وکړي. کله چي خواړه خورئ،لږلږ اوپه څوواري یي وخورئ ځکه په یوه پلا دخيټي ډکول پرمعده بوج اوتکلیف راولي. بل دسګریټو دڅکولو،شنواو تورو چایودخوړلو څخه هم باید په سخته ډډه وسي اوپه 24 ساعتو کي تردرې ګیلاسه زیاتي چای څيښل دکلسیم جذب مختل کوي.

ډاکتر محمدامين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب