د موبایل دې نقطو ته ځیر شه کنه بیا به په ذهنې فشار اخته يئ!!

۱ــ د بټرۍ لږ چارچ درلودول:

۹۰ سلنه وګړي د دې نه په تشویش کې وي، چې د مبایل بټرۍ یې ۱۰ یا ۱۵ سلنه چارچ ولري او دې ته په کتو سره ډېر ژر لاس په کار کېږي او د دې تشویش لري، چې تلېفون چارچ له لاسه ورکوي او ګل کېږي، چې همدا د ذهني فشار یا سترس لامل ګرځي.

۲ــ د مبایل رپېدل یا لړزه:

په ناڅاپي ډول د تلېفون لړزه د انسان په وجود کې د یوې څپېړې په څېر منفي اغېزه کوي. د انسان په وجود کې د وېرې تر څنګ د ذهني فشار لامل هم ګرځي.

۳ــ له مبایل څخه وېره:

کله، چې یوه اړینه او مهمه خبره یا یو اړین او د خوشحالۍ خبر له نورو څخه ژر خپلې کورنۍ ته وایو د دې وېره لرو، چې د تلېفون انتن کمزوری نه شي یا په اړیکه کې کومه ستونزه رامنځ ته نه شي، چې دا وېره او تشویش د انسان په وجود کې د زړه ډېر خوځښت او د وینې د فشار د لوړېدو تر څنګ د سترس لامل هم ګرځي.

۴ــ د تلېفون له غلا کېدو څخه وېره:

د تلېفون له ورکېدو او غلا کېدو څخه وېره د دغې تېکنالوژۍ یوه بله ستونزه ده، چې په ډېرو وګړو کې د ذهني فشار لامل ګرځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب