د موبایل د تیلفون نه زیاته کار اخیستنه د سرطان سبب ګرځي

 

د سرطاني ناروغيو سره د مبارزې امریکایی موسسې یو ځل بیا خپل هغه خبرداری تکرار کړ چې وایي د موبایل د تیلفون نه زیاته کار اخیستنه د سرطان سبب گرځي.

د سرطاني ناروغيو او موبایل تر منځ د اړیکو پوښتنې مخکې تر دې هم را ولاړې شوې وې. خو دا لومړی ځل دی چې د څیړونکو یوې مخکښې ډلې داسې یو جدي خبرداری خپور کړی دی.

ډاکټر ارنولډ هیبرمن، د پټسبرګ د پوهنتون د سرطاني ناروغيو سره د مبارزې د مرکز رئیس خپلو همکارانو ته د یوه نوت په ترڅ کې دا خبرداری واضحه کړ او وایي چې ماشومان باید یوازې او یوازې په عاجلو شرایطو کې د موبایل نه کار واخلي، ځکه دوی تر نور زیات د ګواښ سره مخ دي.

د سرطان سره د مبارزې امریکایي موسسې غړې ډاکټره مایکل تن دغه څیړنې له نږدې نه څاري.

تراوسه ټول شواهد د موبایل د ټیلفون زیان په ځغرده نه شي په ډاګه کولای. زه وایم دا ناممکنه ده چی د ساینس سره دا په اثبات ورسوو چې موبایل سل په سلو کې مصوؤنه دی.” د سرطان سره د مبارزې امریکایي اداره وایي موبایل تیلفونونه د انرژۍ رادیویي څپې د وړانګو په توګه مغزو ته استوي. دغه انستیتوت دا په ډاګه کوي چی د ګڼ شمیر څیړنې د نوي تکنالوژي په اړه همدې ټکي ته اشاره کوي او زیاتوي چی د موبایل د تیلفون کار اخیستونکی چې شمېر یې ورځ په روځ زیاتېږي باید دېته ژوره پاملرنه وکړي.

یو سلو اتیا ملیون کسان په امريکا او د دوه بلیونو نه زیات کسان په نړۍ کئ د مبایل ټیلفون کاروي د هییبرمن خبرداری د اوسنيو او پخوانیو څېړنو په اساس اعلان شوی. اوس نو د موبایل کار اخیستونکو ته اندېښنه پیدا شوې.

په وروستیو نهایي نتیجو کې اوس هم د مبایل د زیان بشپړ ثبوت نه دی لاس ته راغلی نو ډاکټران هم د وایرلس غوږۍ د استعمال مشوره ورکوي او وایي ماغزو ته د وړانګو مخنیوی وکړئ.

پښتو ژباړه: ډاكټر مجتبی «عزیزیار»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب