د موته جنګ غزا کې د اسلامي پوځ درې د تاریخ نه هیريدونکي اتلان او قمندانان

له نن څخه تقریبا ۱۴۰۰ کاله وړاندي له عربي صحراء څخه درې اتلان د درې زره عسکرو سره د شام و خوا ته ووتل ، مقابل لوری يي د روم د امبراطورۍ لښکر وو چي دوه لکه پوځ باندي مشتمل وو ، د رومي لښکر هدف داوو چي دا د درې زره ټولۍ به له مځکې له مخ څخه کاملا فناء کوو ، مګر دا د درې زرو ټولۍ پر دوه لکه پوځ باندي هغه تاريخي بریا تر لاسه کړه چي د مځکې پر مخ له دې مخکي نوه لیدل شوي ، مګر دا کاميابي او بريا وروسته تر هغه راغله چي دې دریو قمندانانو خپل ارواح د اسمانونو او مځکو څښتن جل جلاله په دربار کي نذرانه کړل ، دا درې اتلان څوک وه ؟ دا ( زید بن حارثة ) ـ ( جعفر بن ابي طالب ) ـ ( عبدالله ابن ابي رواحة ) وه.

( اول اتل ) زيد بن حارثة :

زید بن محمد هم ورته ویل کیده ، دا هغه څوک وو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ځان لپاره زوی بللی وو ، دا مخکي له هغه چي د تبني نظام په اسلام کي نه وو لغوه شوی ، و رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ډیر ګران وو ، دا هغه څوک وو چي اول يي اسلام قبول کړ ، او په قرآن کریم کي يي هم ذکر راغلی دی ( فلما قضی زید منها وطرا ) .

( دوهم اتل ) جعفر بن ابي طالب :

په جعفر الطيار هم پيژندل کيږي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اکا زوی وو ، د حضرت علي کرم الله وجهه ورور وو ، و حبشه وو ته د هجرت کونکو مسلمانانو امیر وو ، دا هغه څوک وو چي د نجاشي په مخ کي ودرید او اسلام یي ورته تشريح کړ.

( دریم اتل ) عبدالله بن ابي رواحة :

دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاعر وو ، او يو د هغه دوولسو نقباؤ څخه وو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم قبل الهجرة د مدینې منورې لپاره ټاکلي وه ، دا هغه څوک وو چي دده په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي ” رحم الله عبدالله بن ابي رواحة ، انه یحب المجالس اللتي تتباهی بها المائکة ”

د غزوة مؤتة پيل له همدي ځايه وسو ، چي رسول الرحمة والسلام صلی الله عليه وسلم د حارث بن عمیر په لاس د بصری و بادشاه ته لیک وليږه ، د غسانيېنو د قبيلي مشر شرحبيل پر ځای ددي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قاصد سره ښه سوال او جواب وکړي بلکي هغه يي وواژه ، دې غدر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سخت درد ورساوه ، او بيا يي د دریو زرو مجاهدینو لښکر تيار کړ تر څو چي ددغه غدر کونکو سره حساب وکړي ، د لښکر مشر يي زيد بن حارثة منتخب کړ ، که چيري هغه شهيد سو بيا به د لښکر مشر جعفر وي ، که هغه شهید سو بیا به عبدالله بن ابي رواحة وي ، سپين بيرغ يي ورته عقد کړ او زید بن حارثه ته یي ورکړ ، او بيا يي دا وصیت ورته وکړ ” اغزوا بسم الله في سبيل الله من كفر بالله ، لاتغدرا ولاتغلوا ولاتقتلوا وليدا ولا امراة ولاكبيرا فانيا ولامنعزلا بصومعة ولاتقطعوا نخلا ولا شجرة ولا تهدموا بناء ”

کله چي د ” معان ” و ښار ته او هلته د مؤتة نومي ځای ته ورسیدل ، او هلته يي وليدل چي امبراطور هرقل په خپله د دوه لکه پوځ سره راوتلی دی د درو زرو نابلدو عسکرو د جنګ لپاره ، په دې وخت کي مسلمانانو خپل په مينځ کي مشوره سره وکړل چي جنګ کوو که شا ته زو ، عبدالله بن ابي رواحة رضي الله عنه اصرار کاوه چي جنګ کوو ، خلاصه دا چي د دوه لکه روميانو سره د درې زره مجاهدینو جنګ شروع سو ، حضرت زید رضي الله عنه اول شهید ددي معرکي سو ، بیا د اسلام بيرغ حضرت جعفر واخیست ، راسته لاس يي قطع شو ، بيرغ یي په چپ لاس کي واخیست ، هغه هم قطع شو ، خلاصه دا چي شهید سو ، بيا عبدالله بن ابي رواحة واخیست او دا بيتونه یي وويل.
يا نفس إن لم تقتلي تموت … وماتمنيت قد لقيت … إن تفعلي فعلهما هديت … وإن تاخرت فقد شقيت.

وروسته د دریو اتلانو د شهادته د اسلام بيرغ حضرت خالد رضي الله عنه په لاس کي واخیست ، حضرت خالد رضي الله عنه له داسي جنګي تکتيک څخه کار واخيست چي تر ننه پوري په عربي حربي پوهنتونونو کي درسيږي.

اول : کله چي شپه را داخله سوه حضرت خالد رضي الله عنه له ځانه سره يو ټولۍ د مجاهدينو واخیست ټوله شپه يي د معرکي پر مځکه آسونه و ځغلول تر څو چي غبار او ګردونه پورته شي و دښمن ته دا په خيال کي ورکول سي چي مسلمانانو ته له مديني څخه کومک راغلی دی .

دوهم : حضرت خالد رضي الله عنه د مجاهدينو د قطعو اطراف بدل کړه ، مثلا مخکي چي په راسته جهت کي جنګيدل هغه یي چپ جهت ته کړه ، او د چپ جهت دا يي راسته جهت ته کړه ، او کوم مجاهدین چي د شا په قطعه کي وو هغه يي مخ ته کړل او د مخ دا یي شا ته کړل ، تر څو چي د مجاهدينو مخکینی هيئت کاملا بدل شو ، او د رومیانو په دي یقين شو چي مسلمانانو ته تازه دمي نور عسکر را رسيدلې دي.

دريم : يوه قطعه يي شا ته وليږل او پر يوه اواره ساحه یي منتشره کړه ددوی وظيفه دا وه چي په لوړ اواز سره تکبيرونه ووايي او په آسونو باندي د معرکي و میدان ته په داسي حالت کي راسي چي دښمن ته دا ور وښيې چي د مدينې کومک ندی قطع شوی بلکي مستمر راروان دی.

څلورم : حضرت خالد رضي الله د جنګ په دا بله ورځ و شا ته تګ وکړ او د مځکي و فراخ ميدان ته يي ځان راسته کړ ، د رومیانو دا یقین سو چي مسلمانانو کمین را ته نصب کړی دی.

په همدي وخت کي الله رب العزت د کفارو و زړونو ته رعب او ویره واچول چي مخکي مو د دریو زرو مسلمانانو مقابله په ډيره سخته وکړای سوه اوس خو دادی نور کومک هم ورته راورسيد ، په همدغه وخت الله ج د مسلمانانو نصرت وکړ ، مسلمانان فاتحین شول ، رومیانو شکست وخوړ ، مسلمانانو ته ډير بي حسابه غنیمتونه په لاس ورغله ، حضرت خالد رضي الله عنه په دې ورځ نه 9. تورې په جنګ کي د کفارو پر ککرو ماتي کړلي ، کفار بي شمیره ووژل سول.

اللهم انصر امة محمد صلی الله علیه وسلم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب