د مور او ماشوم صحت ته پاملرنه

کله چې ديوې مور نوې ماشوم پيدا شي مور ورته ډير دخوشحالې احساس کوي مور ته دلور او زوی نيک عمل اوبد عمل اولاد تر مينځ کې هيڅ فرق نشته مور تل مور وي مور دخپل د ماشومانو راتلونکي ته تر بل هرڅوک ډير هيلمند وي د مور رول دماشوم په ژوند ،روزنه او دهغی راتلونکي باندې ډير مهم او موثر وي هوښيارې ميندې تل دټولنۍ دپاره سالم کدرونه روزي نو د هر هيواد حکومتنو ته په کار ده چې دبار دارې په وخت کې دميندو صحت او دهغوې ژوند ته خاصه پاملرنه وکړي.

د بار دارې په وخت کې ميندې بايد شاقه کارونو ته ونه هڅول شي حامله مور د دروند شيان نه پورته کوي بار داره مور بايد ښه خوراک وکړي داځکه چې نوې ماشوم دمور د وينې نه تغذيه کيږي او خپل غذا اخلي نور مور ته لازمه ده چې خپل ورځنۍ خورا ک ته هم خاصه پاملرنه وکړي او کورنۍ دی هم د بارداروښځوصحت ته ډيرخيال وساتي حمامله داره مور بايد پخپل سر دوا ونخوري او که چيرې پخپل سر دوا وخوري ماشوم به يې معيوب او يا ضايع شي.

مور بايد په مياشت کې يو ځل روغتون ته دپوره معاينې دپاره ولاړ شي دباردارې په اخير مياشت کې مور ته په کار ده چې دروند کارونه ونکړي او ورو رو قدم وهل ورته ډير ښه وي مور بايد روزانه لږ استراحت هم وکړي او دشپې لخوانه يو ګيلاس شيدې څکل ورته ډير ګټه لري کله چې نوې ماشوم دونيا ته راځي ميندې بايد کوشش وکړي چې خپل اوله شيده چې په عام استلا ع ورته اورګه وايي په ماشوم وخوري دا شيده بايد ايسته ختا نه شي ځکه چې د ا شيده پخپل ترکيب کې ډير مفيد شيان لري چې د ماشوم په وجود کې دامراضو په مقابل کې دمعافيت سيستم لوړوي او هغه ماشوم چې دا شيدې وخوري د ډيرو امراضو په مقابل کې به مقاوم وي او ماشوم به زرزر نه ناروغيږي.

نوې ماشوم ته بايد زر زر شيدې ورکړ شي ماشوم ته بايد دتقسيم اوقات له مخې شيدې ورنکړ شي نوې ماشو اولو ورځو کې ډير ژاړي داځکه چې نوې ماحول سره بلد تيا نلري د ژړا په وخت کې ماشوم مورته غيږ کې ورکړئ زر به غلی شي او ماشوم ته د مور شيدې ورکړ شي کله چې ماشوم مور سره وي هغه دمور په غيږ کې ډير د ارامش احساس کوي اوغلې کيږي دناروغې وخت کې ماشوم دبايد زر ډاکتر ته بوتلل شي.

ماشوم بايد زرزر وکتل شي چې لوند نه وي که لوند وي بايد زرزر تبديل شي نوې مور ته بايد دکور غړي د استراحت شرايط مساعد کړي نوې مور ته هم بايد ښه خواړه ورکړ شي دبار دارې وخت کې مور بايد خپل ټول واکسينونه پوره کړي هم کله چې ماشوم نوې پيدا کيږي دهغې واکسينونو ته د اولې ورځې نه ان دهغې ټول واکسينونو په پوره کولو کې وخت په وخت هڅه وکړي دواکسينونو په نه تطبيق کې ماشوم دمعيوبيت او ډير نور ساري امراضو ښکار ګرځي نوې پيدا ماشوم بايد پر مخ ښکل نه شي او دناروغو خلکو څخه د لرې وساتل شي ماشوم بايد ګرم وساتل شي ځکه چې واړه ماشومان او زاړه ځلک نه ګرځيدو له وجې دوجود حرارت درجه ټيټه او ډير ديخ احساس کوي.

مور دخپل ماشوم په روزنه کې داولې ورځې نه خپل مسوليت درک کړي افغانه مور سره له دی چې ماشوم روزي دکور دانتظام او نظافت ته خاص پا ملرنه کوي مور تل بې خوبي کوي په نيمه شپو کې کې هم خپل دماشوم لپاره څوڅو ځلي پاڅيږي که ماشوم ناروغ شي مور سم ور سره ناروغه وي سره له هره مور د ډير قدر او عزت وړ ده مونږ او تاسو ته لازم ده چې د مور عزت او قدر وکړو تر څو مور او ماشوم ناروغي نه شي

زرلښت حفيظ بشريار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب