د مور د ورځې په ویاړ

دمور ستر مقام ته ددرناوي سرونه ټیټوو؛
د مور او دهغې دستر مقام ستاینه که هر څومره هم وکړو بیا به مو هم ددغه ستر نعمت حق نه وي اداکړی ځکه مور په یوه لاس دخپل ماشوم زانګو زنګوي او په خپل بل لاس جهان. مور هغه ستر او ارزښتناکه نعمت دی چې په خپلې غیږ کې یې سترپیغمبران ، عالمان ، پوهان او نوابغ روزلي دي او دانساني ټولنې دا څه پر مختګونه چې موږ او تاسو نن ګورو دمور له برکته رامینځ ته شوي دي او که مور نه وای دنړ ۍ دا اوسني پر مختګونه په هم نه وای . لوی خدای په خپل سپیڅلي کلام قران مجید کې څو څو ځلې دمور د ستر مقام یادونه کړې ده او مو ږ ته یې فرمایلي دي چې دخپلو میندو عزت ، درناوی او قدر وکړو. دنړۍ په نورو آسماني او غیر آسماني ادیانو کې هم دمور ستر مقام ته ډیر ارزښت ورکړل شوی دی او ستاینه او درناوی یې شوی دی.
که حقیقت ته ځیر شو په پښتني ټولنه کې دیوې کورنۍ ټول مسئولیتونه دښځو او میندو په لاس کې وی. میندې دکورنۍ ټولې چارې سنبالوی.دکالیو مینځل ، دکور پخلي ، دکور پاکول ، دنارینه وو سره دکر کیلې په کارونو او چارو کې مرسته او ددې تر څنګ دماشومانو روزنه او پالنه هغه ستر کارونه دي چې میندې یې سرته رسوي .خو له بده مرغه څنګه چې ښایي موږ دخپلو میندو قدر نه دی کړی او په موږ کې ځینو دوی ځورولي او کړولي هم دي . زموږګران هیواد افغانستان کې چې دڅلورو لسیزو را پدیخوا دجګړو په کر غیړن او رکې سو ځي له بده مرغه په دغه جګړه کې زموږ دهیواد میندې تر بل هر چا زیاتې کړیدلې او ځوریدلې دي ، خکه په دغه جګړه کې یې ډیرو خپل خواږه او لادونه او دخپلو زړونو ټوټي له لاسه ورکړي دي.
موږ نن ورځ په خپلو ټو لنو کې ډیرې داسې میندې لرو چې بې پلاره او یتیم ماشومان ورپه غاړه دي او کورنۍ یې په لوږې او غریبۍ او بیوسۍ کې ژوند کوي ، ډیرې میندې خپلو بچیانو ته دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولو لپاره دستونزو ډک کارونه سرته رسوي او ډیرو یې هم دخپلو بچیانو لپاره په ښارونو او بازارونو کې دخیراتونو او درویزه ګریو لپاره خلکو ته لاسونه نیولي وي چې خلک ورسره مرسته وکړي اوخپل بچیانو ته یوه مړ ۍ ډودۍ پیداکړي .
نن چې په ټوله نړۍ کې دمور نړیواله ورځ لمانځله کیږي او دمور دستر مقام او درناوي لپاره غو نډې او محفلونه جوړیږي نو موږ او تاسو یوازې دهمدې یوې ورځې لپاره دمور ستاینه ونکړو ،بلکې پر موږ او تاسو ټولولازمه ده چې هر وخت دخپلو میندو قدر ، عزت او درناوی وکړو. په پای کې دټولو هغو ځوانانو نه که هغه نارینه او ښځې دی دا غواړم چې دخپلو میندو په قدر پوه شي دوی بې ځایه ونه ځوروي او باید تل ددوی درناوی وکړي او ددوی هره خبره ومني ځکه الله پاک دهغه چانه خوشاله کیږی چې دخپلو میندو قدر او درناوی وکړي .
(یاد)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب