د مور شيدې، د مور او ماشوم دواړو په ګټه

 

نړيوال روغتيايي سازمان: ماشومانو ته دې تر دوو کلونو پورې د مور شيدې ورکړل شی

نړيوال روغتيايي سازمان د ماشومانو لپاره د مور د شېدو پر ورکړې ټينګار کوي چې دا د ماشومانو د روحي پرمختګ او د ښې روغتيا لامل ګرځي.

د دې سازمان مشرې مارگريت تشان ماشومانو ته د مور د شيدو د ورکړې د نړيوالې اونۍ پر مهال وويل: (د دې لپاره چې ماشومان له سوء تغذي او مړينې څخه وژغورل شي، نو په کار ده، چې د زوکړې په لومړي ساعت کې ورته د مور شيدې ورکړل شي.)

نوموړې په خپلو خبرو کې ويلي: (ماشومانو ته بايد د زوکړې له لومړې ساعته تر شپږو مياشتو پورې، يواځې د مور شيدې ورکړل شي، او له شپږو مياشتو وروسته تر دوو کلونو پورې د مور له شيدو سره يو ځاى ځينې نور خواړه هم ورکړل شي.)

د مور او ماشوم دواړو په ګټه:

نوموړى سازمان ټنيګار كوي چې ماشوم ته د زېږېدنې په لومړي ساعت او وروسته هر وخت چې ماشوم يې وغواړي، د مور شيدې ورکول ډير اړين دي، همدارنګه يې ماشومانو ته د چوشک له ورکولو څخه ممانعت كړى دى.

دا سازمان وايي چې د مور په شيدو کې په کافي اندازه، هغه بنسټيز غذايي عناصر شته، کوم چې ماشوم ورته اړتيا لري، همدارنګه د مور شيدې ماشومان له اسهال او يو شمېر نورو ناروغيو څخه ژغوري.

په همدي ترڅ کې نړيوال روغتيايي سازمان پر دې هم ټينګار کوي، چې د مور شيدې، ميندو ته هم ګټې لري او هغه دا چې شيدې ورکوونکې ميندې د تيو د سرطان په ناروغۍ کمې اخته کېږي، خپل طبيعي وزن ته ګرځي، او همداراز يې له ډېر چاغښت څخه هم ساتي.

دې سازمان څرګنده کړې، چې د مور شيدې ماشومانو ته تر ډېر کلونو پورې ګټه رسوي؛ دغسې ماشومان د وينې د فشار او د کولسترول د اندازې په لوړوالي او بېځايه چاغښت، کوم چې د شکر دناروغۍ لامل ګرځي، په کمه اندازه اخته کېږي. همدارنګه دا ماشومان د ښه ذکاوت او زيرکتيا خاوندان کېږي.

په همدې ترڅ کې نړيوال روغتيايي سازمان پردې هم ټينګار کوي، چې مصنوعي شيدې هغه څه نه لري، کوم چې د مور شيدې يې لري، آن دا چې مصنوعي شيدې ګڼ شمېر خطرونه هم لري، لکه هغه اوبه چې په کې استعمالېږي، صفا نه دي او بل دا چې هغه مواد، چې ماشوم يې ورته اړتيا لري، په مصنوعي شيدې کې د مور د شيدو په پرتله شتون نه لري او دا هغه څيزونه دي، چې ماشومان په سوء تغذيه اخته کوي.

مهمې پاملرنې

نړيوال روغتيايي سازمان پردې ټينګار کوي چې هغه خوراکونه چې ماشومانو ته د مور د شيدو پرځاى ورکول کېږي، نو اړوند شرکتونه دې د دې تر څنګ د مور د شيدو ګټې په کې روښانه کړي.

په پاى کې دا سازمان غوښتنه کوي، چې دغسې مېرمنو ته بايد ماشومانو ته د منظم تي ورکولو په موخه مناسب ځايونه برابر شي او که چېرته په دفتر يا د کار په ساحه کې د ميندو کارونه زيات وي او نه شي کولاى، چې خپلو ماشومانو ته تى ورکړي، نو بايد داسې لارې چارې ولټول شي، چې د مور شيدې زېرمه کړاى شي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د سرشمېرنو له مخې، ماشومانو ته د ميندو شېدې ورکول د ژوند په لومړيو پړاوونو کې د يو ميليون ماشومانو د ژغورنې لامل کېږي، هغه ماشومان چې له شپږو مياشتو لږ عمر لري او د ميندو شيدې يې خوراک وي، د ټولې نړۍ څلوېښت سلنه جوړوي.

ژباړه : داکتر مجتبی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب