د مور شيدې د ماشوم ګېډې ته ګټورې بکترياوې لېږدوي

د امريکا په لاس انجلس ښار کې د کلیفورنیا پوهنتون د نوو څېړنو د پايلو په اساس په جرمني کې د ماشومانو او مراهقينو ټولنې څرګنده کړې چې د مور شيدې (تی ورکول) د ماشوم ګېډې ته ګټورې روغتيايي بکترياوې لېږدوي.
يادې جرمنې ټولنې روښانه کړې چې ۳۰٪ ګټورې بکترياوې چې د ماشوم په کولمو کې ځای نيسي، سرچينه يې د مور شيدې دي، دا په داسې حال کې چې ۱۰٪ نورې بکترياوې د مور د تيونو د پوستکې له لارې ماشوم ته انتقالېږي.
دغه بکتريا د ماشوم روغتيا لپاره د ګټورو او غير ګټورو بکترياوو په بېلولو سره د هضم او د بدن دفاعي سيستم په روزنه کې مرسته کوي.
له همدې کبله ياده ټولنه ميندو ته سپارښتنه کوي که چېرې ماشومانو ته په تی ورکولو کې ورته کوم مانع نه وي نو کوشش دې وکړي چې خپلو ماشومانو ته په طبيعي ډول شيدې (تی) ورکړي.
ژباړه: اسد الله هوډمن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب