د مور مسؤلیتونه څه دي؟

اولادونه څنګه تربیه کړو؟

مور هغه روزونکی مهربان شخصيت دی، که چېرې د اولادونو د تربيې لپاره سالم پلان ولري؛ نو کولای شي چې، ښه اولاد ټولنې ته تقديم کړي؛ ځکه مور د خپل اولاد سره د زېږېدلو له لمړۍ ورځې څخه ملګرې ده او د هغه د هر ډول پالنې لپاره د فرصت لرونکي شخص په حيث کولای شي، له خپل اولاد څخه مثبت يا منفي شخص جوړ کړي.
که يوه مور د خپل ماشوم له کوچنیوالي څخه د هغه د کړنو، کارونو او ويناوو څارنه وکړي، د بدو کارونو بدې پايلې د هغه له سويې سره سم، په مورني انداز ورته بيان کړي؛ نو هغه به تر مرګه هيڅ بد کار او وينا ته زړه ښه نه کړي.

يوه مور د ماشوم په کوچنيوالي کې کولای شي هغه ته د درواغو ويلو، غلا کولو، ښکنځلو کولو، د بل چا په شي د کار لرلو، د نورو کوچنيانو سره د جنګ کولو او د يوه ماشوم يا لوی کس خبرې بل ته د انتقال او نورو بدو کارونو او بدو خبرو ناوړې پايلې ورته ووايي او د نورو هغو ماشومانو کیسې ورته بيان کړي، چې درواغ وايي يا د نورو کسانو او ماشومانو شیان په پټه اخلي، يا له لویانو سره بې ادبي کوي، يا له يوه ځایه خبرې بل ځای ته وړي، يا د نورو بدو صفتونو لرونکي وي، چې په نتيجه کې د کورنۍ د اوسيدونکو او دوستانو هیڅ خوښ نه وي او دده په مخ کې هيڅوک خبره نه کوي؛ ځکه چې بيا يې بل چا ته نقلوي او دده په خبره څوک باور هم نه کوي؛ ځکه خلک پوهيږي، چې دا په خبرو کې درواغ وايي، نور کوچنيان دده سره لوبې نه کوي؛ ځکه دا د نورو ماشومانو په شيانو کار لري او يا نورو کوچنيانو ته ښکنځل کوي.

او د داسې ماشومانو کیسې ورته بيان کړي چې، ښه صفتونه لري، د کور اوسيدونکي او نور دوستان ښه محبت ورسره لري او هر ماشوم له هغه سره ناسته او ملګرتيا خوښوي.
د مثال په ډول: که کوم ماشوم داسې بد اخلاقي وکړي چې، هغه په راتلونکي کې ډېرې بدې پایلې ولري؛ لکه غلا کول، درواغ ويل، يا د کور خبره دباندې کول يا ښکنځل کول او داسې نورې بد اخلاقۍ؛ نو مور مکلفه ده، چې پلار يې پرې خبر کړي او پلار دې له هغه سره سخت چلند وکړي، په عين حال کې دې مور خپل ماشوم، له پلار څخه په داسې الفاظو خلاص کړي چې هغه پوه شي، که بل وخت اشتباه وکړم؛ نو مور مې طرفداری نه کوي.
ځينې مېندې داسې فکر کوي چې، که زه پلار د ماشوم په اشتباه خبر کړم؛ نو هغه يې وهي، که څه هم د ماشوم وهل تر ډېره حده ښې پایلې نلري؛ خو بيا هم د ماشوم د اشتباه پټول د هغه څخه داسې خائن جوړولای شي چې، بیا به هر وخت له مور څخه د خپل خيانت د پټولو هيله لري.

همداسې کله چې، يو ماشوم کور ته راشي ځينې میندې له ماشومانو څخه داسې پوښتنې کوي چې، په راتلونکي کې ښې پایلې نه لري، د مثال په ډول:
-د فلاني په کور کې فلاني څه ويل؟
-فلاني کس ستا پلار ته څه ويل؟
-ستا پلار فلاني ته څه ويل؟
دا هغه پوښتنې دي چې، ماشوم داسې ناوړه تربيه کوي چې، هر وخت د نورو په خبرو پسې ګرځي او داسې عادتيږي چې، د خبرو انتقال خپله دنده ګرځوي او تر څه وخت وروسته دا عمل خپل عادت ګرځوي او بیا یې يې د نورو له غوښتنو پرته ورته انتقالوي.

ځينې ښځې د خاوند له اجازې پرته بازار ته ځي؛ خو خپلو ماشومانو ته وايي چې، پلار خبر نه کړي! دغه کار ډېر ستر تاوانونه لري:
يو تاوان يې د خاوند بېله اجازې بازار ته وتل دي.
دوهم لوی تاوان يې دا دی چې، ماشوم درواغجن عادتيږي.
دريم تاوان يې دا دی، چې تر ډيره حده مور د دغه ماشوم هره غوښتنه مني؛ ځکه ويریږي چې، ددې حال ونه وايي او هم د ماشوم لخوا هر وخت مور تهديديږي چې، ددې په پټ راز ورسره دی او پلار به پرې خبروي.
څلورم تاوان يې دا دی، چې د مور دروند شخصيت اولاد ته سپکيږي؛ ځکه اولاد داسې روحيه پيدا کوي، چې مور يې غلط کار کړی دی؛ نو ځکه يې دده له پلاره پټوي.
پنځم ستر تاوان يې دا دی، چې که خاوند ددې په خپلسري تګ خبر شو؛ نو حتماً کوم خطر جوړېدلاى شي!
اړینه او ضروري خبر:
د انسان لمړنۍ مدرسه او ښوونځی د مور غېږه ده، که چېرې مور د علم او ادب په ګاڼه سمباله وي؛ نو کولای شي خپل اولادونه هم په سمه توګه تربیه کړي؛ نو پکار ده چې په خپلو لوڼو علم وکړو، تر څو په راتلونکي کې یوه ښه مور واوسي او خپل اولادونه په سمه توګه تربیه کړي.
دا لیکنه نورو ملګرو سره هم شریکه کړئ چې، نور مسلمانان هم ترې ګټه واخلي، تاسې به یې هم له اجرونو او ثوابونو څخه برخمن شۍ.
د نورو ښایسته اسلامي او اصلاحي لیکنو لپاره

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب