د موسی (ع) او ملک الموت تر منځ بحث(حدیث)

عن أَبُو هُرَيْرَةَ عَنْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم :
جَاءَ مَلَكُ الْمَوْتِ إِلَى مُوسَى عَلَيْهِ السَّلاَمُ ، فَقَالَ لَهُ : أَجِبْ رَبَّكَ ،- قَالَ – فَلَطَمَ مُوسَى عَلَيْهِ السَّلاَمُ عَيْنَ مَلَكِ الْمَوْتِ فَفَقَأَهَا – قَالَ : – فَرَجَعَ الْمَلَكُ إِلَى اللهِ تَعَالَى ، فَقَالَ : إِنَّكَ أَرْسَلْتَنِى إِلَى عَبْدٍ لَكَ لاَ يُرِيدُ الْمَوْتَ ، وَ قَدْ فَقَأَ عَيْنِى – قَالَ – فَرَدَّ اللَّهُ إِلَيْهِ عَيْنَهُ وَقَالَ : ارْجِعْ إِلَى عَبْدِى فَقُلِ : الْحَيَاةَ تُرِيدُ ؟ فَإِنْ كُنْتَ تُرِيدُ الْحَيَاةَ فضَعْ يَدَكَ عَلَى مَتْنِ ثَوْرٍ ، فَمَا تَوَارَتْ يَدُكَ مِنْ شَعْرَةٍ ، فَإِنَّكَ تَعِيشُ بِهَا سَنَةً ، قَالَ ثُمَّ مَهْ ؟ قَالَ : ثُمَّ تَمُوتُ . قَالَ : فَالآنَ مِنْ قَرِيبٍ ، رَبِّ ! أَمِتْنِى مِنَ الأَرْضِ الْمُقَدَّسَةِ ، رَمْيَةً بِحَجَرٍ . قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : وَاللهِ لَوْ أَنِّى عِنْدَهُ لأَرَيْتُكُمْ قَبْرَهُ إِلَى جَانِبِ الطَّرِيقِ ،عِنْدَ الْكَثِيبِ الأَحْمَر.

د ابو هریرة رضی الله عنه روایت دی چې وايي: رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل:
ملک الموت (دمرګ فرښته) موسٰی علیه السلام ته راغى او ورته يې وویل: خپل رب ته ځواب ورکړه او حاضر شه . موسٰی علیه السلام ملک الموت په داسې څپېړه وواهه چې سترګه يې ورته وویستله.

ملک الموت بېرته د الله عزوجل دربار ته راغى او ورته يې عرض وکړ: یاالله زه تا داسې یو بنده ته ور ولیږم، چې هغه مرګ نه خوښوي او هغه زما سترګه وویستله. الله عزوجل د هغه سترګه روغه کړه او ورته يې وویل: زما بنده ته بېرته ورشه او ورته ووایه، چې که ژوند غواړې، نو د غويي په ملا لاس كېږده چې ستا دلاس لاندې څومره ویښته راشي د هغه هر ویښته په بدل كې به هغه یو کال ژوندی وی (ملک الموت بېرته موسی علیه السلام ته راغى او موسی علیه السلام ته يې دغه خبره وکړه ) موسی علیه السلام وویل: د دې نه وروسته به بیا څه وي؟ ورته وویل شول: بیا به مړ كېږی.

موسٰی علیه السلام وویل: مرګ بیا اوس ښه دی. ای زما ربه ما د دې پاكې خاورې نه د یوې تیږې د وېشتلو په اندازه لیرې مړ کړه.

ابو هریرة رضی الله عنه وايي: بیا رسول الله عیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل:
په الله قسم که زه هلته وم، نو ما به تاسو ته د موسی علیه الصلا والسلام قبر ښودلی و، چې د لاري په غاړه د سرو شکو ډیری ( وړه غونډی) سره دی.

دحدیث تخریج:
بخاری : کتاب أحادیث الانبیاء ،باب : وفاة موسی وذکره بعد ( ۳۴۰۷) اوپه کتاب الجنائز ،باب : من أحب الدفن في الأرض المقدسة ونحوها،(۱۳۳۹) .

مسلم وهذا لفظه : کتاب الفضائل،باب : من فضائل موسی علیه السلام، (۲۳۷۲) .

سنن النسائي،کتاب الجنائز،باب : في التعزية . معجم نوع آخر، (۲۰۹۱).

د حدیث فائدې:
۱: ملک الموت د انسانانو چې انبیاء علیه السلام هم په كې راځي د هغوى د روح اخیستلو باندې مقرر شوي دي.

۲: ملايكې د انسان په شکل هم را تللای شي لکه په دې حدیث كې چې ملک الموت موسٰی علیه السلام ته راغى او موسی علیه السلام د هغه سترګه په څپېړه وویسته.

۳: وايي چې ملک الموت د موسی علیه السلام امتحان ته راغلی و نه د هغه د روح د اخیستلو لپاره.

۴: داسې هم ویل كېږې چې ملک الموت د هغه د امتحان لپاره نه و راغلی، بلكې موسی علیه السلام ملک الموت نه پېژانده لکه څنګه چې ابراهیم او لوط علیهما السلام هغه ملايكې نه پېژندلې چې د انسان په شکل ورته راغلې وې. ابراهیم علیه السلام هغه فرښتو ته چې د انسانانو په شکل راغلې وې هغوی ته يې ډوډۍ وړاندی کړه، چې هغوی ورته وویل مونږ ډوډۍ نه خورو او لوط علیه السلام ته چې کومې فرښتې راغلې وې، نو د ښائسته ځوانانو په شکل راغلې وې، چې هغه پرې وډار شو هسې نه د هغه قوم ورته په بده ونه ګوری.

۵: الله عزوجل په هر څه قادر دی، چې د څه شي اراده وکړي هغه كېږی.

۶: د ملک الموت بېرته د سمې او سالمې سترګې سره راتګ موسی علیه السلام په دې یقیني کړ، چې هغه فرښته ده او د ده د روح اخیستلو لپاره راغلی دی.

۷: مرګ حقیقت دی او هېڅوک ترینه خوندي نه دی که چېرته یو انسان د غويي د وېښتو په اندازه هم ژوند وکړی بیا به هم مړ كېږی.

۸: په غیبو صرف او صرف الله عزوجل خبر دی. د غیبو باره كې نه کوم پیغمبر پوهېږی نه فرښته او نه کوم بل انسان، ځکه ملک الموت چې موسٰی علیه السلام ته ورغلی و، نو هغه داسې فکر كاوه چې هغه به يې په همدې اول وار كې ساه واخلي.

۹: په مقدسو ځایونو كې مرګ فضیلت لري لکه موسٰی علیه السلام چې دعا کړې وه. د عبدالله بن عمر نه یو مرفوع حدیث روایت دی، چې رسول الله علیه السلام دمدینې باره كې و فرمایل:
( مَن اسْتَطَاعَ أَنْ يَمُوتَ بِالْمَدِينَةِ فَلْيَمُتْ بِهَا ،فَإِنِّي أَشْفَعُ لِمَنْ يَمُوتُ بِهَا).
ژباړه: که څوک د دې وس لري چې په مدینه كې مړ شي، نو هلته دې مړ شي. زه د هغه چا شفاعت کوم چې مدینه كې مړ شوی وي.

جامع الترمذی: ابواب المناقب، باب: ما جاء فى فضل المدینة (۳۹۱۷)
ابن ماجة: ابواب المناسک- باب فضل المدینة (۳۱۱۲)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب