د موږکانو جوال / له پنده ډکه کیسه

د مصر پلازمینې د قاهرې پوهنتون په زراعت پوهنځي کې یو کلیوال محصل د اختریزو رخصتیو له تیرولو وروسته خپل کلي څخه د قاهرې لور ته په ریل ګاډي کې روان ؤ. د ریل ګاډي منځ کې نوموړي محصل ته مخامخ سیټ باندې یو بوډا بزګر له یوه جوال(بوجۍ) سره ناست ؤ چې د پنځلسو(۱۵)دقیقو وقفې څخه وروسته به یې د جوال(بوجۍ) منځ کې هرڅه سره ګډوډ، بیرته سم او خپلې مخې ته اېښودل.

بوډا بزګر د لارې په اوږدو کې همدا عمل تکرارولو او کلیوال محصل ورته په حیرانتیا سره کتل

ترڅو چې د محصل صبر تمام شو او له بوډا بزګر څخه یې پوښتنه وکوله چې ته څوک یې؟ او په دې جوال(بوجۍ) کې څه شی دي؟!

بوډا بزګر ورته ځواب کې وویل: چې زه زه بزګر یم او فی الحال د موږګانو ښکار کوم ترڅو یې په قاهره کې د علمي څېړنو تازه پرانیستل شوي مرکز باندې ژوندي وپلورم ځکه په یاد مرکز کې نوې څېړنې او تجربې په موږکانو ترسره کیږي او دا زما مخکې جوال (بوجۍ) هم له مږو او موږکانو څخه ډک دی.

کلیوال محصل نور هم هک پک شو او ورڅخه یې وپوښتل چې له موږکانو څخه ډک دا جوال(بوجۍ) هر پنځلس(۱۵) دقیقې وروسته ولې خوځوې؟!

بوډا بزګر موسکی شو ورته یې وویل: دا موږکان که همداسې په یوه حالت کې پرېږدم د آرامۍ احساس کوي او بیا په دې هکله فکر کوي چې څرنګه له جوال(بوجۍ) څخه دباندې ووزي او د جوال(بوجۍ) په سوري کولو پیل کوي او که دا جوال (بوجۍ) یې سوری کړ بیا نو خپله پوهیږې چې زما ټوله خواري به عبث لاړه شي. خو کله چې زه دغه جوال (بوجۍ) وخوځوم موږکان سره ګډوډ شي او ټول خپلو منځونو کې سره په جګړه شي تر پنځلسو دقیقو پورې خپلمنځي لانجې وي زه ورڅخه بې غمه یم خو له پنځلس دقیقو وروسته کله چې دوی د آرام ساه واخلي یوځل بیا جوال(بوجۍ) خوځوم ترڅو یې په همداسې چل ول سره یې د علمي څېړنو تر مرکزه بوخت ورسوم.

کلیوال محصل لا په سوچونو کې ؤ چې بزګر ور غبرګه کړه ځوانه! خفه نه شې نن سبا زمونږ ستاسې حکومتونه هم د خپلو ولسونو د ایل کولو لپاره له ورته تګلارو ګټه پورته کوي، ځوان محصل غوښتل چې په دې هکله ورڅخه سپیناوی وغواړي خو د پوهنتون تمځای ته راورسیده او محصل له ریل ګاډي څخه کوز شو.

که څه هم هغه یو ساده کلیوال بزګر ؤ خو کړنه او څرګندونې یې د کاڼي کرښې دي، ځکه لرې به نه ځو د افغانستان موجوده نظام ته که ځیر شو نو بالکل یې همدا لوبه پیل کړې ده، او خلک یې مصروفه ساتلي دي.

له یوې لانجې خلاص نه یو چې بله پيل شي: د ملي وحدت حکومت په تیره شاوخوا دوه کلنه دوره کې د ټاکنو تر ناندریو، روند سبز ګواښونو، جنبش روشناېي، داعش، حکمتیار سولې پروسه، د جنرال دوستم او عطا محمد نور لانجې او همدا اوس تازه د جنرال دوستم او اشرف غني لانجه او د حراست او ثبات شورا منځګړیتوب! هڅې، دا ټول هغه څه دي چې حکومت غواړي د ولس پاملرنه له اصلي او ملي قضایاوو څخه داسې لورته وا ړوي چې ګټه او تاوان یې دواړه د حکومتي چارواکو په ګټه دي او ملي ګټو ته په کې اصلا ارزښت نه ورکول کیږي.

ژباړه: قدرت الله((تنها))

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب