د ميرويس خان هوتک لنډه پيژندنه

میرویس هوتک څوک و؟

ميرويس خان هوتک

ميرويس خان هوتک
واکمني هوتکي واکمني: 1709 – 1715
تاج گټنه اپرېل، ۱۷۰۹ ز.
بشپړ نوم حاجي ميرويس خان هوتک
لقبونه خان, شاه, مير, سلطان
زېږون ۱۶۷۳ ز.
زېږونځای کندهار, افغانستان
مړينه نومبر، ۱۷۱۵ ز.
د مړينې ځای کندهار, افغانستان
هديره کوکران، کندهار، افغانستان
مخکنی پاچا گورگين خان
وروستنی پاچا عبدالعزيز هوتک
مېرمن خانزاده سدوزۍ
کورنۍ هوتک
پلار سليم خان
مور نازو توخۍ
مذهبي گروهې سني مسلمان

حاجي ميرويس خان هوتک:

د شاه عالمخان هوتک او د نازو توخۍ نامتو زوی و، دکرم خان هوتک لمسئ. د افغانستان ستر مبارز ، مدبره مشر چې افغانان ېې د ښه مشرتابه له کبله نيکه هم گڼي ، په کال۱۶۷۳ زېږيز کې ، کندهار کې سترگې روڼې کړې. دی په خټه هوتک و چي دغرزيو دټبر يوه ستره پښه گڼل کېږي . ددې ټبر ډېری وگړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي.

د کورنۍ مخينه :

دميرويس نيکه مور د افغانستان د غيرتمنو او اتلو ښځه له کتاره يادېږي. د دغې غير تمنې ښځې نوم نازو توخۍ وه ، چي د ساخلطان ملخي توخي لور وه. (توخي هم دغرزيو له پښته يوښاخ دی. ددې پښت ډېره برخه وگړي په زابل کې مېشت دي . دميرويس خان هوتک درې وروڼه وه ، چی عبدالعزيز خان هوتک ، عبدالقادر خان هوتک او يحيی خان هوتک نومېدل . همدا راز ميرويس خان هوتک دجعفرخان ابدالي دپتمني لورسره چي خانزاده نومېده واده کړی و. د ژوند په ۴۲ تم کال (۲۵ ډسمبر ۱۷۱۵ زېږيز چې د ۲۸ ذوالحجه ۱۱۲۷ سپوږميز سره سمون لري په کندهار کې له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد .

د مېرویس خان پوهه او کړنه:

د ميروېس خان هوتک پلار په دغه وخت کې د غرزيو دتوکم لارښود مشر واوله پوپلزيو سره د خپلوۍ له کبله گنې ابدالی هم بلل کېده. ميرويس په خپلو سترگو او له ډېر نږدې پر خپلو هېوادوالو د بهرني حکومت توپير پالنه لېدله. اوهم يې د سوداگرۍ د کسب له لارې ليدل چې په څه ډول د کندهارد بې سر او پای سوداگريزې پانگې گټه بهرنيو جېبونوته ورتلله. همداشان هغه لېدل چې په کندهار کې پراته ۳۰ زره بهرني سرتېري بايد د دغه ځای د وگړو د خولو له شامته ماړه شي چې د نورو د ټکولو لپاره ښه تکړه اوسي او هم دې د ايراني پارس واکمنو د توپيرپالنې د بډيايۍ يا تکبر دروند پېټی هم پر اوږو يوسي. له دې امله مېرويس خان د توکم د خورو ورو ځواکونو يووالي ته لستوڼي را بډ وهل. بهرنۍ واکمني يې ړنگه او ملت يې د پرديو له مرييتوبه و ژغوره . د توکمونو خانانو لا له مخکې څخه هغه پېژانده او مېرويس يې په خپلو ډلو کې د ځان په څېر يو مشر گاڼه. د ښار وگړو هم د هغه خيرغوښتونکی ، دروند او سپېڅلی چال چلند د سر په سترگو لېدلی و او پر هغه يې ډاډ درلود. يوازېنۍ لاره چې پاتې وه هغه د کړنې او عمل خپلواکي وه او دا د يوه پوځي حکومت تر څار لاندې شونې نه ښکارېدله. نوځکه مېرويس خان هوتک له مېرڅي سره د دوستۍ له لارې ور وړاندې کېږي او له سر زورو ټـبرونو څخه د مالېې د راټولولو، سلا او مشورو، خـوَلې تويونې، د اداري چارو د سمبالتيا اود ټولو اداري چارو د واگو د لاس ته راوستلو له لارې گرگين يې دومره ځانته را نېږدې کړ چې گرگين هوتکي مېرويس د هغه د پوهې او ژورلېد او ځيرکوالي له کبله د کندهار د ښار د راهيټ يا کلانتر په توگه و گوماره او دغه دريځ په هغه وخت کې د نن ورځې د ښاروال له دريځ سره برابر دی. د دغې دندې د تر سره کولو په ترڅ کې مېرويس خان د خلکو ډاډ تر لاسه کړ او ځان یې د یوه منځگړي پله په توگه د ټولو وگړو او دولت تر منځ په زباد ورساوه او په همدې ترڅ کې یې د توکمونو له مشرانو او خانانو سره له خوږواله ډکې اړیکي وساتلې او بله ځانگړتیا یې دا وه چې میرویس خان د ابدالیانو زوم وو او هغوی ورڅخه کرکه نه درلودله.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب