د ميلمنو حقوق څه دي؟

ميلمه د خداى پاك دوست ګڼل كيږي . كوم  څوك  چې ستا  كورته  ستا  د ليدلو او ملاقات  د پاره  درشي نو  هغه  ستا ميلمه دى او دغه ميلمه په تا باندې ايماني حق لري.

حضرت محمد صلى تالله عليه وسلم  فرمائيلي دي چې :
من كان يومن بالله  و اليوم الاخر فليكرم ضيفه .( بخاري )

هغه  څوك چې په الله  پاك او د قيامت په ورځ ايمان لري هغه ته ښائي چې دخپل ميلمه  قدر اوعزت وكړي.

د ميلمه حق د يوې ورځې او يوې شپې پورې دى.  البته د ميلمه توب   موده تر  درې  ورځوشپو  پورې ده له هغه نه پس  كه څوك د چا په كوركښې پاتې كيږي نو كوم مصرف چې د كوربه لخوا په  ميلمه باندې كيږي هغه  صدقه ده  . ( بخاري )

حضرت محمد (ص) فرمائيلي دي چې  – هغه څوك چې په الله پاك او  د آخرت په ورځ ايمان  لري نو هغه ته ښائي چې  له ميلمه  سره ښه چلند او برخورد وكړي ، او ميلمه ته  د انعام په وركولو د هغه  احترام او درناوى وكړي.  يو صحابه پوښتنه وكړه  چې يا رسول الله د ميلمه انعام  څه شى دى ؟
رسول اكرم (ص) و فرمائيل : يوه ورځ او يوه شپه د ميلمه  د ميلمه توب حق په ځاى كول او تر درې ورځو شپو پورې د ميلمه په حيث  د ميلمه    خاطرداري كول او بيا له دې مودې له تيريدو نه پس  كه ميلمه  د چا په كور كښې پاتې كيږي  او كوربه ورباندې مصرف كوي نو هغه  مصرف  په صدقه كښې حسابول ..
ميلمه  د خداى پاك دوست ګڼل كيږي .  دهغه چا كورته چې ميلمه راځي په هغه كور باندې د خداى پاك رحمت وريږي  خداى پاك  هغه  چا ته قدر او عزت وركوي   چې  د خپل  ميلمه قدر او عزت كوي . د چا كورته چې ميلمه راځي او كوربه يې عزت او قدر كوي ، له دې سره خداى پاك  د كوربه  په كور خپل رحمت نازلوي او په مال او دولت كښې   يې بركت اچوي.

افغانان په مهمانوازئ  كښې مشهور دي او همدا مهمانوازي د افغانانو يو لوى صفت دى . د يو  افغان كورته چې ميلمه  ورشي نو د هغه قدر او عزت كيږي  او د  وس او توان په اندازه  دميلمه  خيال ساتل كيږي  . كه په كور كښې هر څه پاخه شوي وي ،  په ورين تندي هغه د  ميلمه مخې ته ايږدي.
په فارسي كښې يو متل دى چې : پياز باشد با پيشاني باز باشد.

دا ډير ښګلى متل دى. كه يو څوك د چا كورته  لاړشي   نو كه كوربه ورته  په كونجي تندي  او تكبر  سره  ډير معتبر خوراكونه  مخې ته كيږدي نو ميلمه  به هيڅكله په دې خوراكونو خوشحاله نه شي .ميلمه د كوربه  د ښه برخورد او احترام    هيله كوي  او كه  د ميلمه دا هيله تر سره نه شي نو بيا هيڅكله د داسې يو چا كورته نه ورځي چې له تكبر او غرور څخه كار اخلي او په ميلمه احسان كوي.
ددې د پاره چې مونږ  خپل يو ايماني حق پر ځاى كړى وي نو ښايي چې د ا دا لاندنئ خبرې په نظر كښې ولرو :
*  د ميلمه قدر او عزت كول
* له ميلمه سره په ورين تندي خبرې كول.
*  د ميلمه په راتك خوشحاله كيدل.
*  د ميلمه په مقابل كښې له تواضع څخه كار اخيستل.
*  په ميلمه باندې نه تنګديل
*  د ميلمه له حال احوا څخه ځان خبرول.
*  د ميلمه له ستونزو او مشكلاتو څخه ځان خبرول.
* ميلمه ته په ټيټ نظر نه كتل.
*  په ميلمه احسان نه اړول
*  ميلمه ته انعام وركول.
*  د ميلمه قدر او عزت كول.
* د ميلمه خاطر داري كول.
* خپلو اولادونو ته د مهمانوازئ  چل ښودل.
*  د ميلمه  د  هغو حقوقو ادا كول چې خداى پاك  د خپل مسلمان بنده  په غاړه اچولي دي.

و من الله التوفيق

الحاج فضل الله رشتين .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب