د مړي د مال څخه د هغه پر ځای د حج ترسره کول څه حکم لري؟

د درنو مینه والو څخه یو ورور په خپله پوښتنه کې لیکلي ؤ چې:
څه موده وړاندې زما د خپلو خپلوانو څخه یو تن وفات شو؛ نو آیا اوس دا زما لپاره روا دي چې زه د هغه له مال څخه وکالتاً د هغه لپاره د حج فریضه تر سره کړم؟

جواب: په دې اړه زمونږ فقهي ائمه مختلف نظریات لري چې دلته د هغوی نظریات په لنډه توګه له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړو.

د امام شافعي او امام احمد بن حنبل (رحمهما الله) نظر:
د امام شافعي او امام احمد بن حنبل (رحمهما الله) په مذهب کې په دې اړه راغلي دي چې:
که چېرې یو مسلمان په داسې حال کې وفات شي چې د حج فریضه ترېنه پاتې شوې وي( که څه هم چې اصلي لامل یې کسالت یا تنبلۍ وي او یا کوم بل داسې لامل وي) او مال او شتمني هم ولري؛ نو په دې صورت کې که څه هم چې وصیت یې کړی وي یا یې نه وي کړی، دا پرې فرض ده چې د هغه پر ځای باید د خپلو خپلوانو څخه یې یو تن دهغه لپاره د حج فریضه ترسره کړي (او دا ځکه چې مرګ د حج د فریضې د ساقطېدو لامل نشي کېدلی؛ لکه څرنګه چې پر یو چا باندی قرض په مرګ سره نشي ساقطېدلی).

د امام ابوحنیفه او امام مالک (رحمهما الله) نظر:
بل لوري ته بیا زمونږ دوه نور فقهي امامان لکه امام ابوحنیفه او امام مالک (رحمهما الله) په دې اړه جلا نظر لري او وايي چې: د مُتوفی (مړي) پر ځای حج ته تلل کوم فرضي عمل نه دی، (بلکه یو تطوُّعي او نفلي عمل دی) مګر دا چې که چېرې هغه پخپله د خپلې مړینې څخه وړاندی په دې اړه همداسې وصیت کړی وی[نو بیا په دې صورت کې د هغه پر ځای د حج تر سره کول درست او یو نفلي عمل ګڼل کېدلی شي].

البته دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې: په پورتنیو دوو ډلو کې لومړۍ ډله چې د متوفی لپاره حج دفریضې تر سره کول لازم او واجب بولي، (لکه امام شافعي او امام احمد بن حنبل (رحمهما الله)، دوی وایی چې: د متوفی پر ځای بل تن باید حج ته ولاړ شي، او دا لاندېنی مبارک حدیث د دلیل په توګه سره وړاندې کوي:

د حضرت ابن عباس ـ رضي الله عنهما ــ څخه په یو روایت شوي مبارک حدیث کې راغلي دي چې: یو ځل د جُهینه د سیمې څخه یوه مېرمن نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ ته راغله او ورته یې وویل: زما مور نذر کړی ؤ چې هغه به د حج فریضه تر سره کوي؛ خو داسې یې ونشوای کولی تر څو د حج فریضه ترسره کړي، تر دې پوری چې وفات شوله؛ نو آیا زه د هغې پر ځای د حج فریضه ترسره کړم؟ وې ویل: هو، ته د هغې پر ځای حج ته ولاړه شه، ستا څه نظر دی، که چېرې ستاسې پر والدې باندی (د یو چا قرض وای)؛ نو آیا تا به د هغې قرض (نه) آداء کاوه؟ نو تاسې د الله تعالی ــ جلت عظمته ــ حق آداء کړئ؛ ځکه لوی څښتن تعالی تر ټولو زیات ددې حق داره دی چې حق یې آداء شي او د هغه سره وفا وشي.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب