د مکي او مدني سورتونو پېژندلو نښې

د مکي سورتونو د پيژندلو ضوابط :

۱- د قرآن هر سورت چې په حروف مقطعاتو (الم ، کهعيص) باندې پيل شوی وي مکي دی لکه : سورة البقره او آل عمران .

۲- په هر سورت کې چې (کلا) وي مکي دی لکه : ﴿كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ﴿ [العلق: 19], ﴿كَلا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ﴾ [المطففين: 14],

۳- په هر سورت کې چې سجده تلاوت وي مکي دی .

۴- هر سورت چې په قسم باندې پيل شوی وي مکي دی لکه : ﴿وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا﴾ [الذاريات: 1], ﴿وَالطُّورِ﴾ [الطور: 1], ﴿وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَى﴾ [الليل: 1].

۵- د مکي په سورتونو کې د تأکيد لپاره نون ثقيله او نون خفيفه ډير ذکر شوی وي .

your ads

۶- هر سورت چې په حمد باندې پيل شوی وي مکي دی لکه : فاتحه ، الأنعام ، الکهف ، فاطر او سبأ .

۷- په هر صورت کې چې انبياؤ تفصيلي قصې وي مکي دی ، لکه : سوره الاعراف ، هود ، القصص .

د مدني سورتونو د پيژندلو ضوابط :

۱- په هر سورت کې چې ﴿يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا﴾ وي او په هغه کې ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ﴾ نه وي مدني دی .

۲- په هر سورت کې چې منافقينو بيان راغلی وي مدني دی .

۳- په هر سورت کې چې د حدود ، فرائضو او احکامو بيان وي مدني دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب