د مڼو روغتیایی وړتیا

د سږو لپاره د مڼې ګټې:
په ډنمارک کی احصایی ښئی چی هر ډنمارکی وګړۍ په منځنی توګه په کال کی نژدی ۱۵ کیلو ګرامه مڼی خوری او دا د ۱۷۰ ـ ۲۹- دانی کیږی چی هر دانه یی ۵۰ ـ ۷۰ کالوری تولیدوی . سیبان وینی ته ډیره کمه شکره ورکوی او د وزن په کمولو کی ډیره مرسته کوی . سیبان دیابت والا کسانو ( د شکری ناروغانو. ژباړ ) ته ډیر ګټور دی او په وینه کی دشکری اوږدمهاله کنترول ته ډیره ګته رسوی . مڼی همدارنګه سږی د خپلو دندو په چارو کی تقویه کوی او آسمه ( نفس تنګی. ژباړ ) باندی د مصاب کیدو خطر کموی . د نوموړو څیړونکو په اند ، سیبان د الژیمیر او۲) د پرمختیا په مخنیوی کی دبدن اړوندی حجری تقویه او دفاع کوی . د یادونی وړ ده چی تازه شکول شوی سیبان تر لوړی کچی ددغو ښیګڼو درلودونکی دی . هغه سیبان چی د ډیر وخت د پاره وساتل شی ، خپله ګټورتیا او خوند دلاسه ورکوی .

[irp][irp][irp] څیړونکی و دی پایلی ته رسیدلی چی د مڼو د اوبو یا جوس رانیولو ته زړه ښه کول پکار ندی ، داځکه چی په مڼو کی د ټولو ګټورو موادو دری پرڅلور برخی د هغه په پوست او پوست ته نژدی قشر کی ځای لری . دامهال چی د منی موسم دی ، د سیبانو تر ټولو ښه وخت دی . پر هغو سیبانو چی دوا پاشل شوی وی ، باید ښه پریمینځل شی او وروسته د یوه مخه یانی د پوست ، مرکزی هستی او ان د بند سره یوځای په خوند وخوړل شی .
داخبره هم پکارده په پام کی ونیول شی چی د سیبانو ټول ډولونه په برابر ډول لوړی ښیګڼی نلری . دسیبانو پخوانی سورتونه لکOrange, Graasten  د ویټامینونو له مخی ډیر بډای دی . نوی سورتونه یی لکه Granny Smith , Pink Lady د ګټورو موادو له کبله لږ بډای ګڼل شویدی .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) :- اوکسیدانتونه هغه توکی دی چی په بدن کی خطرناک زهری مواد تولیدوی او انتی اوکسیدانت بیا ددغو توکو څخه مخنیوۍ کوی .
(۲-: الژایمر – دا هغه ناروغی ده چی دمغزی اختلالاتو له کبله د انسان ذهنی وړتیا کمیږی ، عقلی اختلال منځته راځی او په پای کی حافظه د لاسه وځی . د پاخه عمر لرونکی خلګ پدی ناروغی باندی د مصاب کیدو ډیر چانس لری او مصاب کسان د ۷ څخه تر ۱۰ کالو په موده کی خپل ژوند د لاسه ورکولای شی .

[irp][irp][irp]

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب