د میز شاته د ډیر وخت لپاره د کیناستو خطرونه

ښايي تاسو ډير دوستان به د کار پر مهال اړ وئ چې په ساعتونو ساعتونو د میز شاته کینئ او شاید دا فکر هم ولرئ چې په عادي سپورت کولو سره به له دې امله د را پورته شویو ستونځو درملنه وکړئ . خو نویو څیړنو ثابته کړې چې حتې سپورت او ورزش هم نه شي کولای د میز شاته د کیناستو له امله د را پورته شویو ستونځو درملنه وکړي .
ډاکترانو په یوه نوې څیړنه کې ټينګار وکړ هغه کسان چې د ډیر وخت لپاره د میز شاته کیناستو ته اړ دي د ژر مرګ له خطر سره هم مخامخ دي .

له راپور سره سم د سیدني په یوه پوهنتون کې په دوه لکه نرانو او ښځو د څيړنوپایلو وښوده چي ، هر چا چې د میز شاته ډیر وخت تیر کړئ په هماغه کچه مرګ ته هم ورلنډ شوي دي .
دې ډاکترانو خبردارئ ورکړ حتې سپورت او ورزش هم نه شي کولای له دې امله راپورته شوې ستونځې هوارې کړي .
د سیدني د مارنینګ ورلډ ورځپاڼې له لیکنې سره سم هغه کسان چې آزاد کار او دنده پر مخ بیايي او ډ ډیر وخت لپاره د میز شاته کیناستو ته اړ نه دي د اداري کارکوونکو په پرتله ډیر عمر کوي .

د دې پوهنتون یوه پروفیسور وویل د ډیر وخت لپاره د میز شاته کیناستل د ملا د فقرو تر فشار لاندې د راتګ چې د ډیر وخت لپآره پاتې کیدل ېې حتې د دایمي معیوبیت لامل هم کیدلای شي ، لا مل ګرځي .
همداراز د میز شاته د ډیر وخت لپاره کیناستل د وینې د ګلوکوز زیاتیدل یا دیابیت ، د کلوسترول زیاتیدا ، د وزن زیاتیدا او د زړه ناروغۍ را منځته کولای شي .

پژمان

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب