د نارنج طبي ګټې

 

سره له دې چې د نارنج بېلابېلې برخې خوراکي پروسه او ميوه‌يي ارزښت لري، یو دوايي نبات هم گڼل کېږي. نارنج په ‌لوړه اندازه سي ويټامين لري، د خوړو د خوند د ښه کولو لپاره گټه ترې اخیستل کېږي، د نارنج پوستکی د ډېرو ناروغیو لپاره گټور دی، د نارنج پاڼې د هاضمې سیسټم برابروي او اشتها ډېروي، د کولمو میکروبونه له منځه وړي او د روحي فشار په ختمېدو کې ډېره مرسته کوي، د وینې غوړوالی (کلسټرول) له منځه وړي، د زړه د روغتیا تامينوي، د انسان پوستکی نورمال او له بې‌وخته زړېدو ساتي. که یو نارنج واخلئ او نرۍ نرۍ ټوټې ترې وباسئ، پر خپل پوستکي باندې یې کښېږدئ دېرش دقيقې وروسته يې په اوبو پرېمنځئ، پوستکي ته مو بې‌درکه ډېره ګټه رسولای شي.

د سترگو لید روښانه کوي، د سرطان د مضر مرض وقايې ته مثبت ثابتېږي، د قبضیت د ورکاوي لپاره ډېر گټور دي، د وینې فشار پرې مهارېږي، هغه کسان چې وینه یې ډېر غلظت لري د نارنج شربت دې وڅښي، که د نارنج له پاڼو څخه چای جوړ کړئ او ویې څښئ، اشتها به مو زیاته او د هاضمې ځواک به مو هم غښتلی کړي.

د نارنج وچې پاڼې د عضلاتو ځواک ډېروي او او د ماشوم د خیټې درد ورسره کمېږي. د نارنج گل وچ او گرم خاصیت لري، د هغه بویول مغز ارام او ځواکمنوي او د زکام د له منځه وړلو لپاره خورا ډېره گټه لري، نارنج د وزن د کمولو مرسته هم کولای شي، ډېرو څېړنو دا روښانه کړې ده چې له نارنجه په ورځني غذايي رژيم کې استفاده د بدني فعاليت لپاره انرژي پيدا کوي، چې له دې لارې انسان د کار لپاره ښه چمتو کېدای شي. خو دې ته هم بايد پام وي چې د نارنجو ډېر خوړل د زړه ټکان ډېروي او د وینې فشار لوړوي؛ نو که څوک د وینې فشار او د زړه ټکان لري، بويه چې د نارنج په خوراک کې له احتياطه کار واخلي.

نارنج به څنګه کرو؟ نارنج په لوړه کچه د اقليم او خاورې په ډول پورې تړلی نبات دی. د نارنج ریښې کابو تر شپږو مټره په خاوره کې لاندې ننوځي. د ونې ریښې چې يې افقي ولاړې شي، شا و خوا اته مټره غځېدای شي. هغه خاوره چې نارنج ورکې کرل کېږي، باید يو څه ژوروالی ولري، ریگي خاوره يانې هغه خاوره چې بشپړ عضوي مواد و نه لري، د نارنج کرلو ته نامناسبه ده.

your ads

د نارنج ونې په هغو سيمو کې له خطر سره مخ وي چې د ګرمي درجه يې تر ۳ سانټي‌ګراډ پورې ټيټېږي. که دغه درجه منفي ۱۰ سانټي‌گراډ ته پسې ټيټه شي، د نارنج ونه د مرګ په خوب ويده کېږي.

د نارنج د ونې لپاره د تودوخې ټيټه درجه د سانټي‌گراډ په کچه ۱۳ او لوړه ۳۸ درجې غوره ګڼل شوې ده، خو تر دې هم ورته مناسب اقليم د ۲۱ او ۳۳ درجو تر منځ دی. د کرنې لپاره يې لومړی د ځمکې خاوره ورته واړوئ او نرمه یې کړئ. تر هغه وروسته د نارنج دوه دوه تخمه د لس سانټي مټرو په واټن سره خښ کړئ، د نارنج د کر چاره ښه ده چې په مني کې وشي.

د نارنج ونې ته حیواني سره اړینه ده او د خاورې لپاره يې تر ټولو ښه عضوي مواد همدا حيواني سره کېدای شي. حيواني سره دې د خاورې اندازې او کيفيت ته په کتو ورکړل شي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب