د ناروا مینې زیانونه!

 

په تېر کې مو پر هغه لارو رڼا واچوله، چې له هغوی نه، ناروا مینه را ټوکېده. دا راز مو وغوښتل، چې که څوک له همدې لارو ځان ګوښی وساتي؛ نو له دې کرغېړنې ناروغۍ به خوندي پاتې وي – ان شاء الله.

نن د همدې ناولې مینې په بدو پایلو او ضررونو رڼا اچوو، تر څو یې ځوانان حقیقت درک کړي او په پاخه هوډ ترې ځانونه لري وساتي.

ګلونو ځوانانو! ناروا او ناولې مینه/عشق څو ډوله ضررونه لري:

لومړی: دیني ضررونه:

– ۱: د زړه تل د ستر څښتن – جل جلاله – له مینې خالي کېږي، ځای یې د یو ناڅیز بنده مینه نیسي. دا په داسې حال کې ده، چې موږ ته د الهي او نبوي پاکې مینې سپارښتنه شوې.

your ads

– ۲: په یاده ناروغي اخته وګړی د الله پاک له ذکره او د هغه جل جلاله د ستر نظام له فکره وتی وي؛ ځکه د هغه ټوله فکري او ژبني مشغولا او بوختیا له خپل ملګري سره وي اوبس.

-۳: کله-کله د احساساتو پر مهال ترې داسې بدې کلِمې (وییونه) څرګندېږي، چې د سپېڅلي ایمان د بایللو وېره پرې وي. د بېلګې په توګه یو عرب شاعر د همدې کرغېړنې مینې په نشه کې داسې وویل: – العياذ بالله –

وَصْلكِ أشهى الى فؤادي★

من رحمة الخالق الجليل★

ژباړه: ستا وصال د لوی الله – جل جلاله – تر رحمت هم، زما د زړه ارزو ده. دا هم د دې ناولې مینې پایله ده.

– ۴: په عباداتو: لمنځونو، تلاوتونو او… کې یې هم ورځ تر بلې کمښت محسوسېږي؛ ځکه توجه یې له خالق – جل جلاله – ځخه را کمېږي، د یو ناڅيز بنده و لور ته یې سترګې شخې وي.

– ۵: په زنا، لواطت او نورو بدو کړنو کې د هغه د ښکېلېدو خطره ده.

– ۶: داسې شخص له سرود، سرنا، موسیقۍ او داسې سندرو سره، چې د منحوس مینتوب ناروا انځور پکې نغښتی وي، او په نقلي کره دلائلو یې حرمت ثابت شوی؛ زیاته علاقه لري.

– ۷: تر ټولو ستره ګناه لا دا، چې د مایوسۍ پر مهال ځان وژنې او بل وژنې ته لاس اچوي، کوم چې د انسان د دنیوي او اخروي تباهۍ، بربادۍ او ذلت لامل کېږي.

دوهم: اخروي ضرر:

څرنګه چې دنیا د اخرت له پاره کښت او کرونده ده؛ نو په کار ده، چې دلته یې ښه پالنه او روزنه وشي، تر څو یې عوائد او حاصلات په تلپاتې کور کې تر لاسه شي؛ خو داسې ناوړه کړنې یاد کښت وړاندې له دې، چې مراد ته ورسي؛ له منځه وړي – الا ماشآء الله.

درېیم: مالي ضرر:

داسې ځوانان، چې په یاده ناروغي یې ځانونه اخته کړي؛ د کسب او کار سره دلچسپي نلري، که فرضا څه لاس ته راوړي؛ نو هغه هم په ناسمو او ناروا موخو لګوي. د هغوی بې ځایه ډالۍ او پټ سوغاتونه هغوی ته نه دنیوي او نه اخروي ګټه رسولی شي؛ یواځې د وزر او ګناه لامل به یې وي او بس.

څلورم: بدني ضرر:

ياد ځوانان د زیاتو فکرونه او سوچونو له امله په یو لړ نشیي موادو اخته کېږي، لکه چې تجربو ښوودلې. دا راز په ډول ــ ډول ناروغیو د طب پوهانو له څېړنو سره سم؛ اخته کېږی.

پنځم: روحي ضرر:

یاده ناوړه ناروغي د انسان زړه متضرر کوي. کله چې زړه خراب شي؛ نو د تن ټول حس لرونکې غړي په بشپړه توګه اغېزمنېږی، چې پرې د چا نصیحت، خوږه وینا او سمه سپارښتنه نه یواځې دا، چې پرې اغېز نه کوي؛ بلکې ورته په بد نظر ګوري. ناسمې او ناروا کړنې تر نظر ښې ورځي. یواځې هغه سړی دوست ګڼي، چې د ده ټولې کړنې ښې وارزوي او بس او… .

دا راز یې له ټولنې او د خپلې کورنۍ له غړو سره د یو ازاد او خپلواکه وګړي په څېر چلند نه وي.

خوږو ځوانانو! د یو خواخوږي ورور په توګه مې دا توصیه او سپارښتنه ده، چې که له دې ناولې، نجسې او ناسمې مینې ځانونه ساتل غواړئ؛ نو د اسلام زرینه تګلاره مه پرېږدئ او سپېڅلو فرامینو ته یې ژمن او متعهد و اوسئ، تر څو په دنیا او آخرت کې له هر راز ښېرازیو او ښکلاوو برخمن شئ!

ګلونو ځوانانو! الله پاک مو له بدو او ناروا کړنو له موږ سره وساته! الله پاک مو د شریعت په رڼا کې ټولې اړتیاوې پوره کړه. په امین یې را سره بدرګه کړئ.

لیکوال: م. حمد الله (دانشمند)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب