د ناروغیو په درملنه کې د شاتو استعمال 

د زړه ناروغي لپاره د شاتواستعمال:

حضرت محمد( ص) فرمايلي دي غوره خوراک شات دي چې زړه ته قوت بخښي، سينه ګرموي او له حافظې سره کومک کوي٠

ثابته شويده چې شات د ګلوکوز لرلو په اساس ژر او اسانه تجزيه کېږي او انرژي توليدوي، د زړه د عضلاتو په مختلفو ناروغيو باندې ډيرمثبت تاثير لري، له بله پلوه د زړه په تحريک کې اضافه والی راوليؤ د بدن د مايعاتواندازه پوره کوي، د وينې فشارکنترولوي او د زړه د حملو مخه نيسي ٠

شات د دياستېزونوپه واسطه د زړه د اطرافو وازده له منځه وړي، په همدې اساس زيات عمر لرونکو اود زړه ناروغانو ته د شاتو مصرف توصيه کېږي ٠

پروفيسرګولومب وايي که د زړه مريضان د ورځې ٥٠-١٤٠ ګرامه شات د دوه مياشتو لپاره استعمال کړي نوهغوی به ښه شي اود وينې ترکېبات به عادي حالت ته راشي او د وينې هيموګلوبين يې زياتيږي، د زړه ضربان هم د تعادل حالت ته راځي ٠

ډاکټرن- ج- ماتوس دLancet خپرونې په مقاله کې وايې د زړه د ضعيفوالي په حالت کې ليدل شويده چې شات د زړه د بيا فعاليت او د مريضانو ژوندي پاتې کېدوباندې اغيزه لري ٠

شمرت(Shimert) وروسته د جراحۍ عمليات څخه نوم اخلي اووايې چې شات د زړه د تقويې لپاره ښه دي اوهغه ٢٤ مريضانوته چې د زړه او رګونو په ناروغۍ مبتلاوه، ١٠ ملي ګرامه شات د ورځې ورته زرق کړل او د هغوې حالت ډير په زړه پورې وو

زائس(Zaiss) د زړه یوه ناروغ ته چې اويا(٧٠) کلن و،د شاتوپه زرق کولو د بدن لاندېني اعضايې پړسيدلي و ښه نتيجه ترلاسه کړه.

متسMets هم١٠ ملي ګرامه شات د١٢ ورځولپاره هرڅلورو ورځو وروسته يوځل لهStropantin سره يوځاي د زړه ناروغانوته زرق کول اوښې نتيجې یې ترې لاسته راوړلې ٠

لونارد(Lonard) دزړه مريضانوته چې د بي خوبۍڅخه په تکليف کې وه، يوه کاشوغه شات په اوبوکې د ويده کېدوڅخه مخکې د شپي لخوا توصيه کول٠

د شاتوخوړل د زړه حرکتونه منظموي د تهران د انترنيت دستګاه څخه نقل دی چې دواسازانوليکلي چې شات د زړه حرکت لپاره بهترېنه دوا ده اوغوره طريقه دا ده چې يوه کاشوغه شات په يوګيلاس اوبوکې اونيم ګيلاس د ليمواوبه مخکې دويده کېدوڅخه وخوړل شي٠

هاضمي سيستم لپاره د شاتوګټي:

حضرت محمد(ص) فرمايلي دي که په څه شي کې شفاء ده نوهغه د شاتوپه خوړلوکې ده٠

د هضمي سيستم په کاراچولولپاره شات ډيرګټوردي اود غذا په هضمولو ډير مثبت تاثيرلري، که چېرې په دوامداره ډول وخوړل شي، هضمي سيستم طبعي حالت ته راولي، له همدې کبله له ډير پخوانه شاتوته د معدې دوست وايي، تجربوښودلې ده چې که شات له ټولو غذاګانو سره وخوړل شي، د معدې د اضافي اسيدونو د کموالي باعث ګرځي، شات د دوا په حيث د معدې د مرض لپاره، د معدې زخم، د معدې اوکولموپړسوب لپاره مؤثردی، د اوسپنې او مګنيزيم د لرلو په اساس د غذا په هضمولوکې کومک کوي او د معدې ترشحات طبعي حالت ته راولي، د معدې دردونه له منځه وړي، شات د انسان په وجود دوه قسمه تاثير لري ٠

۱- موضعي تاثير: لکه دخارجي زخمونوجوړيدل چې د زخم د جوړيدوباعث ګرځي .

۲- تقويه کونکې تاثير: چې په بدن اوعصبي سيستم باندې لري .

دوهم تاثير یې ډيرد اهيمت وړدی، اوس قبوله شويده چې د معدې اواثناعشر زخم پيداکېدل ددې اعضاؤ د عصبي ريشتو د عدم تعادل په اساس دی، په دې اساس ننني طبي ازمايښتونه ګواهي ورکوي چې شات د معدې اواثناعشرزخم لپاره بهترېنه دوا ده .

دمعدې د تقويې لپاره

الف :دغنمواوړه شاتو اوزعفرانوڅخه حلوا پخول اوخوړل .

ب: شات اوشېدې د معدې لپاره ډيره ګټه لري اوکولمې نرموي چې د زړو خلکولپاره توصيه کېږي که غواړي چې شېدې په معده کې په سريع ډول سره هضم شي بايد د شاتوسره يوځاي وخوړل شي .

د معدې د زخم د تداوۍ طريقه داسې ده چې :

الف :شات اوانځرپه مساوي اندازه سره يوځای وخوړل شي ډيره ګټه لري .

ب : ٢٠ګرامه د شمکي ريښې او پاڼې په يوليټراوبوکې جوش او وروسته صافي شي اوله شاتوسره هرسهاردوه پيالې خوړل کېږي .

ج : هرسهاريوه کاشوغه د شاتوخوړل .

د معدې د درد تداوي :
امام صادق ويلي دي له ګرمواوبوسره د شاتوخوړل د معدې درد لرې کوي ،هنريش اورويز (Hendrich and rovs) د معدې د درد لپاره شات توصيه کول .

د معدې د پړسوب تداوي :
د سياه دانې خوړل له شاتوسره د معدې ګازو رفعه کولولپاره مفيد دي٠ يوه چای خوري کاشوغه د زنيان پوډرله يوې پيالې شاتوسره يوځای وروسته د هر وخت ډوډۍ خوړلوڅخه يوه کاشوغه خوړل کېږي .همدارنګه هغه وخت چې معده ترشيږي اوغيرارادي د خولې څخه اوبه بهيږي، بايد هرسهار يوه کاشوغه شات وخوړل شي، ترهغه وخته دې دا عمل جاري وساتل شي ترڅوچې معده روغه شي٠

شات د کولمو ناروغۍ په تداوي کې:

حضرت محمد(ص) فرمايلي څوک چې په هره مياشت کې يوځل شات په دې نيت وخوري چې الله (ج) په قرآنکريم کې د شاتوپه باره کې فرمايلي په شاتو کې شفاء ده نو٧٧ناروغيوڅخه به په امن کې وي٠

د امريکايي پوهانو(Nussbumer and zaiss) له نظره دشاتوپه خوړلو په اسانۍ سره د کولموامراض له منځه ځي، هغه شات چې له خوشبويه ګلانوڅخه په لاس راغلي وي د کولمو دګندګۍ د پاکولوخاصيت لري ٠

يوبل عالم (FB) وايي هغه تيزابونه چې په شاتوکې موجود دي خصوصاًً فارميک اسيد د کولمو په شفافوالي خاص تاثير لري اود کولمو د تيزابونواوترشي سره مقابله کوي، علاوه له دې څخه هغه مرکبات اوطبعي قندونه چې په شاتوکې موجود دي په قطعي صورت سره د کولمو ګنده والی له منځه وړي، شات په دې اساس چې د مکروب ضد دی، معدې اوکولموته قوت ورکوي اوقضاحاجت کې آسانوالي راولي، شات هغه مريضانوته چې د غټوکولمو په زخم باندې اخته وي ګټه لري او د استعمال غوره وخت د مريضانولپاره د سهارد چای څخه دوه ساعته مخکې اود ماښام د ډوډۍ څخه درې ساعته وروسته يوه کاشوغه شات له ګرمواوبو سره يوځای وخوړل شي غوره نتيجه ورکوي٠

شات د ميرګيو د ناروغۍ په علاج کې :

لس مثقاله عاقرقرعا (يوقسم بوټی دی چې په طبابت کې په کار وړل کېږي کاکره هم ورته وايي) ميده کړي اويوه پياله سرکه د دوه پيالې شاتو سره يوځای شي اوښه حل شي، تردرې ورځوهره ورځ درې قاشوغې وخوړل شي د ميرګيو بهترېنه دواده ٠

لیکنه : پوهنمل خوشدل معروف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب