د نباتاتو ځانګړتیاوي، ضیایي ترکیب او حجروي دیوال

د نباتاتو ځانګړتیاوي 

نباتات ژوندي موجودات دي چې د ژوند ټول مهم فعالیتونه ترسره کوي. نباتات تنفس کوي، وده کوي، د ژوند د فعالیتونو د ترسره کولو لپاره غذا استفاده کوي او د نسل د بقا لپاره تکثر کوي. یواځنې دا چې نباتات له یو ځای څخه بل ځاې ته حرکت نه کوي. نباتي حجرې حجروي دیوال لري. نباتات سره له دې چې له یو بل سره یوشان نه دي؛ خو ځينې ګډې ځانګړتیاوې هم لري لکه ټول نباتات کلوروفیل لري او خپل خواړه پخپله جوړوي، ټول حجروي دیوال او کیوتیکل لرونکي دي.

ضیایي ترکیب (Photosynthesis)

فوتوسنتیز له دوو یوناني کلمو څخه عبارت دی. فوتو د رڼا په معنا او سنتیز د جوړېدو په معنا دی. فوتو سنتیز هغه عملیه ده چې نباتات خام مواد (اوبه او کاربن ډای اوکسایډ) د کلوروفیل په موجودیت کې د لمر د انرژۍ په واسطه په پخه شیره (قندونو) بدلوي. یا په بل عبارت فوتو سنتیز هغه عملیه ده چې نباتات نوري انرژي په کیمیاوي انرژۍ اړوي. د ضیایي ترکیب عملیه په خالصو سرو څپو کې ښه صورت نيسي.

کلوروفیل (Chlorophyll)

کلوروفیل شین رنګه واړه ذرات دي چې په کلوروپلاست کې موجود وي. کلوروپلاست دوې برخې لري، یوه برخه یې ستروما او بله یې ګرانا ده. کلوروفیل د لمر انرژي جذبوي. دغه انرژي په جوړ شوي ګلوکوز کې ذخیره کېږي. ګلوکوز پر نشایسته بدلیږي. په حقیقت کې کلوروفیل د موادو د جوړولو فابریکې په توګه کارکوي.

د ضیایي ترکیب اهمیت

د ځمکې پرمخ د ژوندیو موجوداتو د ژوند کولو لپاره ضیایي ترکیب ډیر اهمیت لري، ځکه چې د ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره د خوراکي توکو اصلي سرچینه ده. همدارنګه د کاربن دای اکساید د دوران او د تودوخې د درجې په ساتلو کې مرسته کوي . د ضیایي ترکیب په واسطه د چاپېریال هوا صفا کېږي. نباتات د ضیایي ترکیب په دوران کې کاربن دای اکساید جذبوي، کاربوهایدریت او اکسیجن منځ ته راځي. اکسیجن د ټولو ژوندیو موجوداتو د تنفس لپاره ضروري دی.

که چیرې دا کاربن دای اکساید د ضیایي ترکیب په وسیله جذب نه شي نو د نړۍ تودوخه به تر خپل حد څخه زیاته شي او د ځمکي پرمخ به ژوند له مشکل سره مخ شي.

حجروي دیوال (Cell Wall)

نباتات د حیواناتو په څیر منظم سکلیټ نلري؛ ترڅو په نېغ درېدلو او منظم ساختمان جوړولو کې يې مرسته وکړي؛ خو حجروي دیوال لري، چې له نباتاتو سره په نېغ درېدلو او استحکام کې مرسته کوي. حجروي دیوال له سلولوز څخه جوړ شوی دی. سلولوز څو قېمته قند دی، چې له سایتو پلازم څخه څڅول کېږي. د ځينې نباتي حجرو دیوال په لرګي بدلېږي. تر الیکترون مایکروسکوپ لاندې د اوبدلو تارونو په څېر ښکاري. حیواني حجرې حجروي دیوال نلري.

کیوتیکل

د نباتې حجرو حجروي دیوال د بهر خواته د کیوتیکل پوښ په وسیله پوښل شوی دی. چې نبات له وچېدو څخه ساتي. کیوتیکل ویکس ډوله ماده ده او په خاصه توګه د هغه نباتاتو د پاڼو د امې درمس په مخ شتون لري، چې په وچو منطقو کې ژوند کوي لکه غز.

نباتات وعايي نسجونه لري

نباتات د خامو موادو او پخې شیرې د انتقال لپاره یو منظم انتقالي سیستم لري، چې د نبات وعايي نسجونه دا سیستم جوړوي. وعايي نسجونه عبارت دي له زایلم او فلویم څخه. زایلم د ريښو څخه اوبه او معدني مواد پاڼو ته رسوي او کله چې د نبات په پاڼه کې د ضیايي ترکیب په نتیجه کې خواړه (قند) جوړ شي د فلویم نسج په وسیله د نبات ټولو برخو ته رسېږي.

نباتات اتوتراف دي

هغه ژوندي چې خپل خواړه پخپله جوړوي، د اتو تراف په نامه یادیږي. نباتات هم اتو تراف دي ځکه دوۍ خپل خواړه پخپله جوړوي. نباتات د ضیایي ترکیب د د عملیي په وسیله هم خپل ځان ته او هم نورو حیواناتو غذا برابروي، ځکه نباتات د تولیدوونکو په نامه هم یادیږي. کله چې نبات خواړه تیار کړي، یو څه برخه خپله استفاده کوي او باقي د میوې په څیر ذخیره کوي؛ ترڅو نور ژوندي هم ترې استفاده وکړي. موږ په خپل ورځني ژوند کې د بېلا بېلو میوو لکه مڼه، الوچه، زردالو، خربوزه او سبزیو لکه پالک، شلغم، رومي، بېنډۍ او داسې نورو څخه استفاده کوو. دا ټول له نباتاتو څخه په لاس راځي.

د نبات وده

نباتات د حیواناتو په څېر له یو ځای څخه بل ځای ته حرکت نه کوي، ولې په خپل ځای مستقیمه وده کوي او یا هم د ځمکنیو ریښو په څېر خپرېږي. د نباتاتو دا ځانګړنه دوی له حیواناتو څخه جلا کوي. د دې ترڅنګ نباتات د محیط زیست په ساتنه کې هم مهم رول لري.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ.

  1. د نباتي حجرې حجروي دیوال له …………. څخه جوړ دی.
  2. د ضیایي ترکیب عملیې په نتیجه کې………….منځته راځي.
  3. د ضیايي ترکیب عملیه د نبات په …………. ترسره کېږي.
  4. هغه ژوندي چې خپل خواړه پخپله تیاروي د …………په نامه یادېږي.
  5. حجروي دیوال د بهر له خوا په ……………… پوښل شوی دی.

صحیح او غلط

  1. زایلم د نبات ټولو برخو ته پخه شیره رسوي. ( )
  2. د ضیایي ترکیب په ترڅ کې پروتین منځته راځي. ( )
  3. هغه ژوندي چې خپل خواړه پخپله نشي جوړولی، هټیروتراف ورته وايي. ( ) 

حل

  1. سلولوز
  2. قند
  3. شنه پاڼه
  4. اتوتراف
  5. کیوتیکل

 

صحیح او غلط ځوابونه

  1. غلط
  2. غلط
  3. صحیح

منبع : درخت دانش څخه په مننې

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب