د نبوي مسجد ستنې او د هغو د نومونې اسباب

د نبوي مسجد ستنې (عمودونه) او د هغو دنومونې اسباب

لکه څنګه چه نن مهال جومات خپل اصلي حیثیت له لاسه ورکړی او مسلمانان یوازې د پنځه وخته لمانځه لپاره جومات ته ځي ، خپلې نورې پریکړي او کارونه په نورو ځایونو کې ترسره کوي . په همدې اساس دجومات اهمیت کم او مسلمان امت له مسجد څخه لرې شوی ، په داسې حال کې چې د اسلام دبرم او دبدبې (درسول الله صلی الله علیه وسلم او خلفای راشدینو) پر مهال دسیاسي ، ټولیزو ، نظامي ، اقتصادي ، سفارتي اړیکو او ټولو اصلي مرکز مسجد نبوي ؤ په همدې خاطر فیصلې هم دالله دحکم مطابق کیدلې ولې وروسته دا لړۍ ختمه شوه ، که څه هم د کارونو زیاتوالی او د اداري سیستم پیچلتیا او نورې ستونزې ددې اجازه نه ورکوي چې هرڅه په جومات کې تر سره شي ، ولې باید داهڅه وشي چې هغه کارونه چې داسلامي امت مهمې پریکړې او تصمیمونه وي هغه باید په جومات کې وشي او جومات هم دې مرتبې ته ورسول شي چې ددې کارونو دترسره کولو لپاره جوګه شي .

دنبوي جومات (که څه هم پر هغه مهال په لږه ساحه کې ؤ) هرې ستنې دیو وزارت یا ریاست رول درلوده چې په لاندې ډول ورته اشاره کوو :

ستون ، اسطوانه ، عمود يا ستنې هغه پايې دي چې چت پرې اودريږي ، په نبوي جومات کې به صحابه ؤ اکثره نوافل او سنت لمونځونه له همدې ستنو سره خواکې اداء کول او رسول الله صلى الله عليه وسلم به هم اکثره د همدې ستنو نه ديوې په خواکې ناست ؤ، له همدې کبله اکثره قرآني آيتونه دهمدې ستنو تر څنګ پر رسول الله صلى الله عليه وسلم نازل شوي ، او اکثره احاديث هم دهمدې ستنو په خواکې بيان شوي .

د رسول الله صلى الله عليه په مبارک عصر کې دمسجد نبوي ستنې دلرګي وې ، کله چې د ابو بکر الصديق رضي الله عنه دخلافت په دوره کې ځنې ستنې (عمودونه) چينجيو (وينا) وخوړل نو ابو بکر رضي الله عنه بيرته هغه ستنې دلرګي پر ستنو بدلې کړې ، دعمر فاروق رضي الله عنه دخلافت په دوره کې دمسجد نبوي د لرګي ستنې لرې کړاى شوې او پر ځاى يې دخټو ستنې جوړې شوې (همغه دلرګې دستنو پرځاى) او ځاى يې بدل نه کړ .

همدا سلسله روانه وه او تر او سه هم هغه ستنې پر خپلو ځايونو ولاړې دي، که څه هم نبوي مسجد د رسول الله صلى الله عليه دزمانې له جومات څخه ډير پراخه شوى او نوې اضافي ستنې پکې جوړې شوي .

درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې د مسجد نبوي دستنو شمير ٣٥ وو، چې دخرما له ونې جوړې شوې وې ، دديوالونو لوړوالى یې 3.5 درې نيم متره ؤ ، د عثمان رضي الله عنه دخلافت په دوره کې دپخوانيو عمودونو (ستنو) پرځاى نوې ستنې چې نقش شوې تيږې پکې کاريدلې وې ودرول شوې او يو څو نورې ستنې يې هم زياتې کړې چې تعداد يې ٥٥ شو .

د وليد بن عبد الملک په زمانه کې نورې ستنې هم زياتې شوې او دنبوي جومات ساحه پراخه شوه چې دعمودونو تعداد يې 232 شو ، دعباسيانو په دوره کې دالمهدي خليفه له لوري نورې ستنې هم زياتې شوې چې تعداد يې 290 ستنو ته تقريبا ورسيد .

او دمماليکو په دوره کې دستنو شمير 305 ته ورسيده .
دعثماني خلافت په دوره کې په نوي شکل پخوانې ستنې جوړې شوې، چې له سرو تيږو څخه وې او ځينې ستنې له يوې تيږې څخه جوړې شوې وې ، چې شمير يې 327 ستنو ته ورسيد .

د ١٣٧٠ – ١٣٧٥هجري کلونو په موده کې کله چې ملک عبدالعزيز دعربستان پادشاه ؤ، مسجد نبوي نور هم پراخه شو او تقريبا ٤٠٠ اضافي ستنې له پخو خښتو او سيمټو په جومات کې ودرول شوې .

دملک فهد په دوره کې نبوي جومات په نوي انداز (چې اوس په همغه شکل دى) کې جوړ او پراخ کړاى شو .

ديادونې وړ ده چې د رسول الله صلى الله عليه په وخت کې چې کومې ٣٥ ستنې (عمودونه) ؤ هغه په نوى انداز او جوړښت پر همغو ځايونو دى . په ځانګړې توګه هغه ستنې چې په روضه کې دي او ډير شهرت لري تر اوسه په همغو نومونو ياديږي .

د نبوي مسجد عمودونه او دهغو دنمونې سبب :
١ – د عائيشې رضي الله عنها عمود يا ستنه : دا عمود دروضې مبارکې په وسط کې قرار لري او رسول الله صلى الله عليه کله چې قبله له مسجد اقصى نه مسجد حرام ته واوښته، دا ځاى د لمانځه لپاره ځان ته غوره کړ ، له رسول الله صلى الله عليه نه وروسته صحابه وو او تابعينو له همدې ستنې سره لمونځ کولو ته ترجيح ورکوله .

دا ستنه ځکه دعائشه رضي الله عنها په نامه ياديږي چې، يوه ورځ صحابه ناست وو ،  په دوى کې دعائشې دخور ځوى معروف تابعي عروه بن زبير رحمه الله هم ناست ؤ، نو عائشې رضي الله عنها وويل : ((په دې جومات کې يوه ستنه (عمود) دى که خلک يې وپيژني نو له هغې ستنې سره دلمانځه لپاره به پخپلو کې قرعه واچوي))، ناستو کسانو دهغې ستنې دځاى پوښتنه وکړه خو عائشې رضي الله عنها هغه ځاى په ګوته نه کړ، کله چې هغه کسان پاځيدل نو عروه بن زبير ته عائشې رضي الله عنها پټ څه وويل، نو عروه بن زبير پاڅيد پداسې حال کې چې ځنې صحابه وو هغه څاره ، دهمدې ستنې په خواکې يې لمونځ وکړ، نو صحابه هم پاڅيدل او دهغې ستنې په خوا کې په لمانځه ودريدل ، له هغې وروسته دا ستنه دعائشې رضي الله عنها په نامه ونومول شوه چې اوس هم دهمدې عمود په سر کې ليکل شوى ، همدارنګه داستن دقرعې دستنې په نامه هم ياديږي.

۲ – اسطوانة الوفود (د وفدونو يا هيئتونوستن) : داستن د حجري مبارکې سره نښتې ستن ده ، دا ځکه د وفود په نوم ونومول شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به ددې ستنې لاندې دعربو له هيئتونو او ډلو سره کتل او له هغوى نه به يې داسلام په اړه بيعت اخيسته، او دهمدې ستنې په خواکې د بني تميم دقوم مشهوره واقعه هم تيره شوې چې په سوره ء حجرات کې يې ذکر راغلى چې هغوى غږ کړ : اې محمده ! راووزه چې افتخار در وبښوو ، نو الله جل جلاله دا آيتونه نازل کړل : “إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لا يَعْقِلُونَ * وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ” (الحجرات: 4-5).
او دهمدې ستنې په خوا کې د ضمام بن ثعلبه چې د بني سعد بن بکر له قبيلې څخه ؤ، واقعه پيښه شويده او هغه داسې چې ضمام بن ثعلبه مسجد نبوي ته راغى او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې نه پيژانده ، نو ويې ويل : کوم يو له تاسو نه د عبد المطلب ځوى دى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : زه يم . ضمام وويل : اې محمده اې د عبد المطلب ځويه! زه له تا څخه ديوې مسئلې پوښتنه کوم او په سختو الفاظو کې درنه پوښتنه کوم نو ته به په زړه کې څه نه راولې (نه به خفه کيږې).

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : زه نه خفه کيږم ووايه ستا په زړه کې څه دي ؟
ضمام وويل : په الله قسم درکوم هغه چې ستا معبود دى ، او له تانه وړاندې چې څوک وو دهغو الله دى او چې له تا وروسته څوک رازي دهغو معبود دى ، آيا الله تاته امر کړى چې مونږ ته امر وکړې چې يوازې دهغه جل جلاله عبادت وکړو او له هغه سره څوک شريک نه کړو؟ او ټول هغه خدايان چې زمونږ پلرونو يې عبادت کولو هغه پريږدو ؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : هو . ضمام وړاندينى قسم بيا تکرار کړ او پوښتنه يې وکړه چې: آيا الله درته امر کړى چې پينځه وخته لمونځ وکړو ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل : هو . بيا ضمام تر اخره د اسلام ټول ارکان په همغه اول شکل ذکر کړل او پوښتنه به يې کوله چې دا الله تاته امر کړى ، په اخر کې ضمام وويل : أشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمدًا رسول الله، وسأؤدي هذه الفرائض، وأجتنب ما نهيتني عنه، ثم لا أزيد ولا أنقص، ثم انصرف إلى بعيره راجعًا. فقال رسول الله (صلى الله عليه وسلم): “إن صدق دخل الجنة” .
شاهدي ورکوم چې دعبادت لايق يوازې الله تعالى دى او محمد دالله رسول د الله دى او دا ټول فرائض به پر ځاى راوړم او له هغو شيانو دې چې منع کړى يم، له هغو به ځان ساتم او نه به په دې شيانو (فرائضو) کې زياتوالى کوم او نه به يې کم کړم ، بيا دخپلې سورلۍ په لور روان شو ، نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمائل : (که ده ريښتيا ويلي وي نو جنت ته به داخل شي) ، معنى داچې که يو انسان يوازې دالله فرائض پرځاى کړي او له نواهيو (منع کړل شويو) څخه ځان وساتي، که څه هم سنت او نوافل اداء نه کړي ان شاء الله چې جنت ته به داخل شي .

۳ – د توبې عمود يا ستنه :  او د ابولبابه د عمود په نامه هم ياديږي ، د منبر مبارک نه د ختيځ په لوري څلورمه ستن ده ، او داهغه ستن ده چې جليل القدر صحابي ابو لبابه رضي الله عنه په هغې پورې ځان تړلى ؤ او ويې ويل تر هغو به په دې ستنه پورې تړلى يم ترڅو مې چې الله توبه قبوله نه کړي او رسول الله مې په خپل لاس له دې ستنې خلاص نه کړي .

او د ابو لبابه رضي الله عنه مشهور کيسه ده ، کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د احزابو له غزوې نه وروسته د يهودو مشهوره قبيله بني قريظه کلابنده (محاصره) کړه او هغه ددې لپاره چې له قريشو سره يې مرسته کوله او له مسلمانانو سره يې په وعده کې غدر او خيانت کړى وو ، محاصره ډيره اوږده شوه او د بني قريظه وو ويره هم مخ پر زياتيدو وه ، نو بني قريظه وو له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) څخه وغوښتل چې ابو لبابه رضي الله عنه ور واستوي ترڅو خبرې ورسره وکړي ، ددې لپاره چې ابولبابه مخکې له اسلامه دبني قريظه حليف ؤ ، کله چې ابو لبابه هلته ور ورسيد نو دهغوى ښځې او ماشومان ورته په ژړا شول او په عواطفو کې يې راوست او بيا يې ترينه پوښتنه وکړه که مونږ رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته تسليم شو نو له مونږ سره به څه وکړي ؟ ابو لبابه رضي الله عنه خپلې مرې ته اشاره وکړه يعنې وبه مو وژني .

ابولبابه رضي الله عنه وايي چې په الله مې دې قسم وي چې په همغه ځاى پوه شوم چې ما له الله او له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره خيانت وکړ . نو له هغه ځايه مخامخ مسجد نبوي ته راغى  او په همدې ستنه پورې يې ځان وتاړه ، کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) خبر شو نو ويې فرمائل : چې که ماته راغلى واى نو مابه له الله ورته بښنه غوښتې وه، اوس ده پخپله ځان تړلى نو دالله فيصلې ته دې انتظار وکړي .

د ابو لبابه رضي الله عنه لور به راتله او دقضاي حاجت او لمانځه لپاره به يې خلاصولو ، کله چې الله جل جلاله د ده توبه قبوله کړه نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د ام سلمه رضي الله عنها په کور کې ؤ ، ام سلمه رضي الله عنها وايي چې ما سهار وختي واوريدل چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) خاندي ، نو ما پوښتنه ترينه وکړه چې ولې خاندې؟ الله دې تا وخندوي .

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وويل : د ابو لبابه توبه الله قبوله کړه . ام سلمه وويل : آيا زيرى پرې و نه کړم ؟  رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وويل : که غواړې ولې نه . نو دخپلې خونې په وره کې ودريدله (پدې وخت کې دحجاب حکم نه ؤ راغلى) او غږ يې کړ: خوښ اوسه يا ابا لبابه الله ستا توبه قبوله کړه .
کله چې صحابه وو دا آواز واوريد نو په تيزۍ ابولبابه ته ورغلل ترڅو يې له ستنې خلاص کړي ، خو هغه وويل : په الله مې دې قسم وي چې ما به له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) څخه پرته بل څوک نه خلاصوي ، همغه وه کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د سهار لمانځه ته راغى نو د ابو لبابه پړى يې پرانيست  .

په دې ستنه پورته اوس هم ليکل شوي د ابو لبابه عمود يا اسطوانه ، همدارنګه داستنه د الاسطوانة التوبة په نامه هم ياديږي .

٤ – الأسطوانة المُخَلَّقة يا عطرینه ستن : دا ستن د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مصلى دقبلې لوري سره پيوسته ده ، يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې ستنې سره ناست ؤ، چې په هغې يې دچا دپوزې چټلي وليده، دا کار پرې ګران تمام شو، نو يو صحابي رضي الله عنه ستنې ته ورپاڅيد او هغه دچټلۍ ځاى يې وګراوه او پاک يې کړ ، او پر ځاى يې يوه خوشبويي ولګوله چې دهغې نوم الخلوق وه ، رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې کار خوښ شو ، نو دهمدې الخلوق عطرو په وجه ددې ستنې نوم المخلقه شو يعنې د خلوق په عطرو خوشبويه شوې ستنه .

٥ – اسطوانة السرير (يعنې دبسترې يا خوب ځاى ستنه) : دا ستنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د اعتکاف په مبارک ځاى کې او په اوسني وخت کې د حجرې مبارکې له کړکۍ سره نښتې ده ، په دې ځاى کې به د رسول الله صلى الله عليه وسلم مبارکه بستره چې دخرما له پوټکو به جوړه وه غوړول کيده ، دا ستن د توبې ستنې ختيځ لور ته موقعيت لري .

٦ – د المحرس يا الحرس (ساتنې يا ساتونکو) ستنه يا عمود : او دا ستنه يا عمود دتوبې د ستنې ترشا شمال لورته ولاړه ده ، ځنې صحابه به ددې ستنې ترخوا کيناستل چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ساتنه وکړي، دا ستنه د اسطوانه علي رضي الله عنه په نامه هم ياديږي ، ځکه چې علي رضي الله عنه به هم له دې ستنې سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم ساتنه کوله تردې چې الله جل جلاله د المائدې سورت دا آيت نازل کړل : “وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ” (المائدة: 67) الله تا له خلکو ساتي نو صحابه وو ورسته له هغې پهره داري پريښوده .

٧ – اسطوانة مربعة القبر : دا ستنه د حجرې مبارکې په شمال لويديځ څلوريز يا مربع کونج که ولاړه ده او د تسميې وجه يې هم همدا ده ، څرنګه چې دا ستنه دحجرې شريفې په داخل کې ده نو لمونځ هم ورسره نه کيږي .

٨ – اسطوانه التهجد يا دتهجدو عمود يا ستن : دا ستن هم د حجرې شريفې په داخال کې ده او ددې په خواکې به رسول الله صلى الله عليه وسلم د شپې له خوا دتهجد لمونځ اداء کاوه .

قريشي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب