د نرانو او ښځو ترمنځ فزيولوژيکي توپيرونه څه دي؟

د فزيالوژي له نظره ښځه په زياتو جسمي او بدني جوړښتونو کې د نرانو سره تفاوت او توپير لري او دا توپير دنارينه او ښځينه په هغو هارمونونو پورى اړه لري چې دخصيو او تخمدان څخه توليديږي.
په نرانو کې خُصيه يو ډول هارمون توليدوي چې دږيرې او بريتانو ويښتان راشنه کوي، هډوکي او عضلات لس فيصده غټوي، دنارينه په وينه کې سره کريوات په يو ميلي مترمکعب کې دښځو څخه نژدى يو ميليون زيات وي، همدارنګه دنارينوؤ تنفس ورسره لس فيصده زياتيږي . په نرانوکې دهيموګلوبين اندازه د ١٤ څخه تر ١٨ ميلي ګرامو پورى او په ښځو کې د ١٠ څخه تر ١٤ميلي ګرامو پورى وي چې دا ټول تفاوتونه طبيعي او فطري دي، تر هغې چې ښځه ښځه وي نو د نرانو سره به دا توپير پکې وي او چې نارينه نر وي نو دا توپير به دښځو سره لري، دا دچا دخوښې، خفګان، شعارونو او پروپاګند پورى اړه نلري، چا چې دا نر او ښځه پيداکړي او دى نړۍ ته يې راوستي دا توپير يې پکې پيداکړى .
د اسلام له نظره د انسانانو بلکې دټولو کائناتو خالق او پيداکوونکى الله جل جلاله دى چې هغه پدى ټولو مخلوقاتو کې جلا جلا خصوصيات، صفات، استعدادونه او صلاحيتونه ايښې دي او هر يو ته يې دهماغى خصوصياتو او صفاتو په بنسټ وظيفې او دندې سپارلى دي او بيايې هريو ته حقوق او امتيازات هم ټاکلې دي، ترهغې چې دنرانو او ښځو په طبيعي او فطري جوړښت کې بدلون نه وي راغلې هغوى به همدا وظيفې او مسؤليتونه سرته رسوي او ټاکلې شوې حقوق او امتيازات به ترلاسه کوي . هېڅ انسان ددې وسه، طاقت، توان او ځواک نلري چې هغه دنرانو او ښځو طبيعى جوړښت بدل او يو شانته کړي ځکه چې دا طبيعي اوفطري قانون دى .
هېڅ نارينه دې ته تيار او چمتو ندى چې هغه دې اولاد راوړي او هغه کړاونه دې وزغمي کوم چې ښځې يې تير وي نو بيا دا کوم انصاف دى چې په ښځو دې هغه کارونه وکړاى شي چې نران يې سرته رسوي اوهم دې خپل طبيعي ورسپارل شوى کارونه هم کوي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب